پر ټپیزو باندې لوی انتقاد د تسلسل نۀ لرل دي او ځینې فکر کوي چې له ټپیزې سره د ټپې د ایجاز یا لنډون کمال هم ختمیږي.
دا او یو شمېر نور اړوندو مسایلو په اړه مې په دې مرکه ډاکټر حنیف حیران پوښتلی. حیران صیب خپله هم له ډېر پخوا راهیسې ټپیزې لیکي.
طارق وزیر: پیل به یې د ټپیزو له مثالونو راوکړو، څو ټپیزې چې تاسې لیکلي راته ووایئ!
په نس نهار پوزی دې نۀ وي
اورونه مړۀ لوګی دې نۀ وي
لنډه په دې یو شی دې نۀ وي
ستا د ښایست کمی دې نۀ وي
که د غنمو قحطي وي تېره به شینه
زړګی دې یوړو لاړې پېغلې
خولۀ کې مې نۀ شته لاړې پېغلې
لاړم د مرګ تر غاړې پېغلې
په دیوالۀ ولاړې پېغلې
ډوډۍ دې نۀ خورم د دیدن وږی دې یمه
د زړۀ په سر مې ازغی مات دی
نم مې د سترګو دومره زیات دی
یوه دجله بله فرات دی
حسن دې کم ظلم دې زیات دی
خلک د حسن مطابق ظلم کوینه
طارق وزیر: دا ټپیزې ستاسې وې او ټول پوهیږو چې لیکوال یې ډاکټر صیب حیران دی؛ نو ایا له ولسي ادبیاتو سره د لیکوال نوم ذکر کول پکار نۀ دي او که ذکر شي کوم تاوان خو به نۀ پېښوي؟
ډاکټرحنیف حيران: ټپیزې له ټپو راوتې؛ لکه څنګه چې یې له نوم ښکاري. اتلس شل کاله وړاندې چې موږ لیکلې نو مصره ییزې مو ورته ویلې خو بیا زیار صیب ویل چې ټپیزه له ټپې راوتي نو ځکه ټپیزه مناسب نوم دی.
نو پخوا به خلکو پخوانیو ټپو ته مصرې ورزیاتې کړې خو وروسته نظر دا شو، چې شاعر دې ټپه هم ورته خپله جوړه کړي.
نو له همدې وجې اوس خلک ټپیزې سره نوم لیکي او کتاب یې هم په مشخص نوم چاپیږي، ځکه جوړونکی یې معلوم دی؛ نو زۀ فکر کوم چې دا کوم عیب نۀ دی چې له ټپیزې سره د شاعر نوم ولیکل شي.
طارق وزیر: د ټپو کمال دادی چې یوه لویه خبره په نهایي اختصار سره بیانولی شي، خو که درې نورې مسرې ورزياتې کړو؛ نو د لنډون دا کمال خو یې له منځه ولاړ، نو ولې د ټپیزې پر ځای ټپو ته دوام نۀ ورکوو؟
حنیف حیران: واقعاً ټپه په دوو نیم بیتیو کې ډېر څۀ په ځان کې ځایوي،چې موږ یې لنډکی نظم بللی شو.
خو ټپیزه هم ځینې ګټې لري؛ ځینې ټپې مبهمې او ګونګې دي نو ټپیزه کولی شي، چې هغه راوسپړي او داسې ډېرې ټپې شته چې خلک ورته له مختلفو لیدلورو ګوري نو واضح کول یې پکار دي.
ټپیزه د ټپې د پراخوالي لپاره بد ژانر نۀ دی، ځکه ټپیزه خپله له ټپې راوتي ده، نو د ټپې د لا سینګار او ساتلو لپاره بهترین صندوق کیدلی شي.
ټپې د ولس مال دی سینه په سینه انتقال شوي دي، اکثره ټپې په ورکیدو دي؛ کچېرې ټپیزه د یو فولادي صندوق او ټپه د یو قیمتي غمي په حیث فرض کړو، نو کولی شو چې ټپې د یو قیمتي غمي په حیث په ټپیزه کې وساتو او د ټپې ارزښت او جوړښت ته هم زیان نۀ رسیږي.
طارق وزیر: ټپه ډېر پخوانی تاریخ لري، تر اوسه یې د لویو مفاهمو د لنډون کمال ساتلی نو اوس ولې ضرورت شو چې نورې مسرې ورزیاتې شي؟
حنیف حیران: که چېرې ټپیزه د ټپې اصالت ته زیان رسوي، نو بیا پکار نۀ ده چې ټپییزه ولیکل شي.
لکه تاسې چې یادونه وکړه ټپه په سلګونو او زرګونو کاله تاریخ لري، نو زۀ وایم چې یوه ټپه چې زر کاله تاریخ لري که هر څومره وګړي یې د بدرنګولو، د ترکیب د خرابۍ او بې ارزښته کولو هڅه وکړي، دا کار هېڅکله نۀ شي کولی.
خو زۀ فکر نۀ کوم چې ټپیزه دې د ټپې د تاریخ او ارزښت ته زیانمنه وي.
ټپه په خپل ځان کې لنډکی نظم او ځانګړی شکل دی.
که څوک ښه ټپیزه لیکلی شي، راسپړلی شي او سم تسلسل ورکولی شي، نو د ټپیزې لیکل کوم بد کار نۀ دی، ښه ده چې لا یې ښایسته کړي او وغوړوي.
که څوک ورته خپله ټپه جوړولی شي لا ښه ده، ځکه ممکن دا د نوو او ښو ټپو د پیدا کولو ښه لاره وي او زۀ یې عیب نۀ ګڼم.
څو کاله پخوا په افغان ادبي بهير کې د استاد غضنفر صاحب په غوښتنه ما په ټپيزه يو لکچکر درلود. په غونډه کې د شعر لوی استادان؛ لکه غضنفر صاحب، کاروان صاحب، نثار صاحب، عزيز تحريک او نور شاعران هم ناست وو. په ټپيزې هر اړخيز بحث وشو. استاد غضنفر وويل چې که شاعر هڅه وکړي د ټپيزې لپاره خپله ټپه هم جوړه کړي؛ دا به ډېره ښه شي؛ موږ به په راتلونکې کې ممکن نوې ښې ټپې هم پيدا کړو. ټپيزه شپېته اويا کاله عمر لري، دا چې هغه وخت خلکو ځنځيري لنډۍ او نور نومونه ورته اخيستل او اوسنی چوکاټ يې هم نه و. يا به له ټپې يوه نيم بيتي زياته وه، يا پنځه او يا هم تر دې زياتې. ډېرو سندرغاړو هم ويلې دي. دا هم مهمه نه ده چې ټپيزه لومړی چا وليکله او دويم چا. مهمه يې ښه ليکل دي. استاد غضنفر وويل چې غزل له فارسي پښتو ته راغلی دی. لومړی غزل خنظله بادغيسي ليکلی دی؛ مګر ډېر کم خلک يې له نوم سره اشنا دي؛ ځکه چې ښه غزل يې نه دی ليکلی. چا چې ښه غزل ليکلی دی، هغه لوی لوی نومونه لري. البته د بادغيسي پر غزل دا احسان دی چې غزل يې وپنځاوه.
طارق وزیر: پر ټپیزو لوی انتقاد دادی چې مسرې یې تسلسل او همغږي نۀ لري، حتی ځینو کې تضاد هم وي؛ نو دا یې عیب نۀ بولئ؟
حنیف حیران: د ټپیزو زیات کتابونه چاپ شوي او پر ټپیزو لویه نیوکه همدا ده چې تسلسل نۀ لري؛ خو د تسلسل نۀ لرل د ټپيزې ګناه نۀ ده بلکې د شاعر کمزوري ده چې تسلسل نۀ شي ورکولی او بې تسلسلي یې عیب دی.
که یو څوک ښۀ شعر یا ښۀ نثر نۀ شي لیکلی، نو د شعر یا نثر ګناه یې نۀ بولو او نۀ د ژانرونو د ختمولو خبره کوو، بلکې انتقاد مو پر لیکوال وي چې سم او عالي دې یې ولیکي نو عیناً ټپیزه کې ستونزه نۀ شته، بلکې مشکل د بې تسلسله ټپیزو په لیکوالو کې دی.
د ټپیزې حق هغه وخت پر ځای کیږي چې شاعر تسلسل ورکړي، نوښت ورکې راولي او د اصولو مطابق وي.
نو د ټپیزې کیفیت او دوام یې له شاعرانو سره تړاو لري، چې څومره ښه یې لیکي څومره یې نازوي او څنګه کار ورته کوي؛ ځکه کوم ژانر چې د خلکو د اظهار د ژبې لپاره مناسب نۀ وي نو له منځه ځي؛ دا به هم معلومیږي چې ټپیزه څومره دوام کوي. که څوک ښه غزل نه شي ليکلی موږ دا نه شو ورته ويلی چې نور بايد څوک غزل و نه ليکي، ځکه چې ښه يې نه شي ليکلی. ټپيزه هم داسې ده، ځينې شاعرانو ښه شاعري پکې کړې ده؛ خو دا چې په وروستيو کې خپل سري زياته شوه او خلکو ټيکه ييزې او نور شيان پکې را واېستل، د ټپيزې هنريت يې هم زيانمن کړ.
ويل کيږي چې د پښتو په ګډون ډېرو ژبو ته له وخت سره بېلابېل ژانرونه راغلي دي؛ لکه جاپانۍ هاييکو؛ خو دا چې پښتنو يوازې طنزيه شاعري پکې وکړه او له وخت سره پيکه شوه؛ نو دا دی ګورو چې کرار کرار زموږ له ژبې کډه کوي، داسې به نور ژانرونه هم وي. ټپيزه له اوږدې مودې دمې څخه وروسته يو ځل بيا زموږ په پښتو ادبياتو کې ظهور وکړ. په لومړيو کې يې خلکو تود هر کلی وکړ. په کم وخت کې خلکو ډېره شاعري پکې وکړه او ډېر کتابونه پکې چاپ شول، اوس هم روانه ده، سندرغاړي يې په مختلفو سازونو کې شرنګوي. دا به راتلونکي وخت ته پرېږدو چې ټپيزه نور څومره عمر کوي، پاتې کيږي، که د نورو ژانرونو په څېر زموږ له ادبياتو څخه وځي.