پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه تورخم کې هم د چمن په شان پرلت پیل شو

په تورخم کې هم د چمن په شان پرلت پیل شو

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۲ مه) د چمن په شان په تورخم کې هم د ځايي خلکو د کاروبار د مخنیوي په اعتراض کې ګڼو خلکو د پاکستان د ملېشه ځواک او د پاکستان تر کنټرول لاندې تورخم د اداري مسوولانو خلاف پرلت پیل کړی دی.

پرلتوال وايي، له ډېرو کلونو راهیسي یې له افغانستان څخه پاکستان ته وسایل وړل خو اوس د تورخم پاکستاني چارواکو دا لار پرې بنده کړې او د دوی د روزګار مخه یې نیولې ده.

دوی همداراز وايي چې د اګست څوارلسمه، چې پاکستان یې د خپلواکۍ ورځ ګڼي، د تورې ورځې په توګه نمانځي.

په چمن کې هم پرلتوالو ویلي چې یو وار بیا احتجاجونه پیلوي. هغوی ته په وروستیو ورځو کې وویل شول چې د پخوا په شان اجازه ورکړل شوې چې په افغاني تذکره او پاکستاني شناختي کارډ تګ راتګ وکړي، خو وروسته د پاکستان پوځ او نورو چارواکو خپله خبره واخیسته.

همداراز د جنوبي وزیرستان او پکتیکا ولایت ترمنځ په انګور اډه کې ځايي خلک له یوې مودې راهیسي پرلت ته دوام ورکوي.

دوی وايي، شپږ میاشتې کېږي چې د پاکستان حکومت یې غوښتنې نه دي منلي.

د چمن، انګور اډې او تورخم اعتراض کوونکي د پخوا په شان بې وېزې او پاسپورټه د پخوا په شان د سوداګرۍ او تګ راتګ غوښتنه لري خو د پاکستان حکومت په تېره بیا پوځ په دې ټینګار کوي چې نور څوک پر دیورند کرښه بې وېزې او پاسپورته تګ راتګ ته نه پریږدي.

د پاکستان دې پرېکړې د دیورند په دواړو خواوو کې لسګونه زره کسان بې روزګاره کړي دي.

 د دې سیمو اوسیدونکي وايي چې نه کرنیزې مځکې لري او نه صنعت، د روزګار یوازینۍ وسیله یې په کوچنۍ پیمانه په ګنډو او غوټو کې د مالونو وړل راوړل و چې هغه هم د پاکستان حکومت ورڅخه واخیست.

خو د پاکستان پوځ وايي چې د دغو کسانو کاروبار غیرقانوني وو او نور غیرقانوني تجارت ته اجازه نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب