Homeخبرونهداعش ډلې د کابل د چاودنې مسوولیت ومانه

داعش ډلې د کابل د چاودنې مسوولیت ومانه

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۲ مه) داعش ډلې د کابل ښار په لویدیځه برخه کې د سپرلیو پر موټر د پروني بمي برید مسوولیت ومانه.

داعش ډلې د کابل په دشت برچي سیمه کې د ټیلو ټانک په ساحه کې په مني بس کې له چاودنې څو ساعته وروسته په خپل ټلګرام چاینل کې په یوه بیان کې د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست.

تر دې مخکې په کابل کې د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ ویاند خالد ځدران ویلی و چې په چاودنه کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شو دي.

د پېښې ځینې شاهدان وايي چې په دې پېښه کې، چې په یوه مرسدس مني بس کې د مقناطیسي بم د چاودنې په پایله کې وشوه، د مرګ ژوبلو شمېر تر هغه څه ډېر دی چې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند یې ښيي.

داعش ډلې سږ کال په کوټه سنګي او دشت برچی کې د دوو نورو بمي بریدونو مسوولیت هم په غاړه اخیستی دی.

خو په مجموع کې د تېرو کلونو برتله په افغانستان کې د داعش بریدونه کم شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...