Homeخبرونهدفاع وزارت وايي، انجینیرانو یې دوې الوتکې ترمیم کړي

دفاع وزارت وايي، انجینیرانو یې دوې الوتکې ترمیم کړي

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۲ مه) د طالبانو دفاع وزارت وايي جې دوې له کاره لوېدلې الوتکې یې له ترمیم کولو وروسته الوت ته چمتو کړي دي.

دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي یوه الوتکه او یوه څرخکه د دغه وزارت تخنیکي ټیم ترمیم کړي دي او د الوت په مراسمو کې یې دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد ګډون کړی و.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د الوتکې د ډول په اړه څه نه دي ویل شوي خو څرخکه یې ایم ډي – ۵۴۰ ښودلې ده.

تر دې وړاندې هم د طالبانو دفاع وزارت د یو شمېر الوتکو د ترمیم او الوت ته د چمتو کولو خبرونه ورکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...