پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه غور کې ترافیکي پېښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په غور کې ترافیکي پېښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۲مه) د غور ولایت د مرکز فیروزکوه په کندیوال سیمه کې په ترافیکي پېښه کې دوه تنه مړه او ۵ ژوبل شول.

د غور امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې نن (دوشنبې) ویلي چې دا پېښه د یوه فلاینګ کوچ د چپه کېدو په نتیجه کې وشوه.

قوماندانۍ د پېښې علن د موټرچلوونکي بې احتیاطي بللې ده.

وړمه شپه د میدان وردک په بهسود ولسوالي کې په ترافیکي پېښې کې ۴ تنه مړه او یو ټپي شو.

په افغانستان کې اکثره ترافیکي پېښې د لارو د خرابوالي او د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله کېږي.

سږ کال په ځانګړي ډول ترافیکي پېښې زیاتي دي خو له کبله یې د مرګ ژوبلو کره راپور نه شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...