دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+ولې ځینې انسانان ځان کم یا لوی ګڼي؟

ولې ځینې انسانان ځان کم یا لوی ګڼي؟

ژباړه: نجم الرحمن ناصري

ټول انسانان ډېر یا کم له دې عقدو څخه درد ویني. هغه څوک چې د دې عقدو له ژور حقارت څخه ځورېږي، ځان په خپل ذهن کې غټ حس کوي او ځان تر ټولو ښه بولي. تضاد د هستۍ اصول دي او انسان د ضد زېرمه ده. تر هغو چې انسان وحدت ته نه وي رسېدلای، له دې دروني تضادونو څخه درد ویني. دا ضد نه پرېږدي چې انسان آرام ژوند وکړي.

هغه څوک چې ځان غټ ښکاروي باید د ځان کم‌لیدنې د ریښې په کشف په لټه اوسي. دا عقدې د حقایقو د تشخیص پیاوړتیا له انسان څخه اخلي. د دې عقدو د له منځه وړلو لپاره باید وکلای شو، هغه ووینو او مقایسه کوونکی ذهن شا ته پرېږدو. انسان د حقایقو د درک او اروايي ودې لپاره باید ځان له دې عقدو څخه خلاص کړي.

عادي اوسېدل

ځان مهم کس ښکارول د درد او رنځ لامل کېږي. هر څومره چې دا شی په انسان کې ډېر شي، په هماغه اندازه ځان او نورو کسانو ته ډېر درد ورکوي. څوک چې له اروايي پلوه روغ رمټ دي، باید وکولای شي چې ځان یو عادي کس تصور کړي.

هغه څوک چې ځان یو عادي کس نشي تصورولای، په یوه ناعادي کس بدلېږي.

د ناعادي کس ناندرۍ هغه وخت پلېږي، چې دی په خپل مقایسه کوونکي ذهن کې له خپل ځان او خلکو سره شخړه کې وي، چې د خپل ځان مهم اوسېدل نورو ته ښکاره کړي. هغه عوامل چې د ځان مهم ښکاره کولو سبب ګرځي، عبارت دي له:

۱- دوی ته د ماشومتوب پر وخت پام نه دی شوی او یا ده د پاملرنې ځانګړو شرایطو پورې اړه درلوده.

۲- هغه یې غټ ښکاره کړی او ده ته یې اجازه نه ده ورکړې، چې د یوه عادي کس په توګه ژوند وکړي.

۳- خلک یې ورته غټ ښکاره کړي او مهم کسان یې بللي.

۴- هغه ته یې ور زده‌کړي چې باید ځان تل غټ ښکاره کړي.

وینو چې دا عوامل له ناسمو ترتیبونو څخه سرچینه اخلي او د ماشومتوب دوران ته ورګرځي. که څه هم ځان ناعادي او مهم بلل د پرمختګ لامل هم کېږي، خو د حسادت حس منځته راتلل په انسان کې د دې کار له مهمو عواقبو څخه دي. دا کسان وروسته له دې څخه چې خپلو هیلو ته رسېږي بیا هم سر ګنسي لري او همدارنګه دا اروایي اړتیا کولای شي په انسان کې جدیت او تاوتریخوالی رامنځته کړي.

هغه څوک چې په طبیعي او عادي ډول روزل شوي وي، د ځان د مهم ښکاره کولو لپاره تمایل نه لري، ځکه دا میل لکه د نورو میلیونو څیزونو په څېر د انسان د حرکت او پرمختګ لامل کېږي، نو ځکه یې باید له شتون څخه نارامه نه شو. باید چې قبول او ریښه یې کشف کړو.

معمولاً د مهم اوسېدلو میل په هنرمندانو او د ټولنې په بریالیو کسانو کې ډېر وي. تر هغو چې ځان عادي تصور او قبول نه شو کړای، سکون/ هوساینه به ترلاسه نه شو کړای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب