پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد کابل په چاودنه کې یو تن وژل شوی، ۱۱ ټپیان دي

د کابل په چاودنه کې یو تن وژل شوی، ۱۱ ټپیان دي

تاند (یکشنبه، د اسد ۲۱ مه) راپورونه وايي چې د کابل په لوېدیځ کې د نننۍ (یکشنبې) په چاودنه کې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ پېښه تایید کړه، ویې ویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې برید کې، چې په دشت برچي سیمه کې وشوه، یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ژوبل دي.

ده د پېښې د حرنګوالي په اړه ویلي چې د سپرلیو په بس کې اېښودل شوی ماین چاودلی دی.

مخکې یو شمېر کورنیو رسنیو ویلي چې د دشت برچي په سیمه کې چاودنه شوې ده.

د راپورونو له مخې، د دې برید هدف د ملکي وګړو یو موټر و.

تراوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو باور کېږي چې داعش به کړی وي.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي چې برید چا کړی او انګېزه یې څه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب