Homeخبرونهم.م. د افغانستان ۶۳ ٪ وګړي تر ۲۵ کلونو کشران دي

م.م. د افغانستان ۶۳ ٪ وګړي تر ۲۵ کلونو کشران دي

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۲ مه) د ملګرو ملتونو د نفوسو ادارې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د افغانستان ۶۳ سلنه وګړي تر ۲۵ کلونو کشران دي.

دې ادارې ټینګار کړی چې د دوی په مشارکت به بشري او پرمختیايي هڅې لا ډېرې اغېزمنې او دوامداره شي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر۵۰۰ زرو ډېر کسان بېکاره شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د احصایې ادارې تېره اوونۍ (چهارشنبه، د اسد ۱۷ مه) د افغانستان نفوس ۳۵ میلیونه او ۸۰۰ زره وښود او ویې ویل چې له دې منځه ۱۸ میلیونه نارینه او څه باندې ۱۷ میلیونه ښځې دي.

خو ملګرو ملتونو د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۳ میلیونه اټکل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د دغه هېواد ۴۳ سلنه وګړي تر ۱۴ کلونو کم عمر لري او ۵۵ سلنه یې د ۱۵ او ۶۴ کلونو ترمنځ عمرونه لري، یعنې د کار عمر لري او د هېواد یوازې ۲ سلنه وګړي له ۶۵ کلونو پورته عمر لري.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق هم اټکل کړی چې د افغانانو د عمر اوسط یا عمر ته امېد ۶۲ کاله او د ښځو ۶۸ کاله دی.

د احصایې د ادارې پر اساس، ۹ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانان په ښارونو او ۱۵ میلیونه په کلیو کې اوسي. همداراز یو نیم میلیون کوچیان دي.

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د نفوس وده یې ډطره چټکه ده.

دا داسې حال کې ده چې په افغانستان کې څه باندې ۲۰ میلیون وګړي د لوږې له بحران سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...