Homeخبرونهمنیراکرم: د افغان طالبانو ترمنځ اختلاف د ټي ټي پي پرضد د...

منیراکرم: د افغان طالبانو ترمنځ اختلاف د ټي ټي پي پرضد د اقدام مخه نیولې

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۲ مه) په ملګروملتو کې د پاکستان استازی منیر اکرم وايي، د افغان طالبانو ترمنځ داخلي اختلافات سبب شوي چې هغوی د ټي ټي پي پرضد جدي اقدام ونه کړي.

د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، اکرم وویل هیواد یې هڅه کوي چې د پاکستاني طالبانو په اړه د افغان طالبانو پالیسي بدله کړي.

ورځپاڼې نن د اکرم له قوله همداراز ویلي چې پاکستان په دوه اړخیزه، سیمه ییزه او نړیواله سویه د دیپلوماسۍ له لارې د ټي ټي پي په اړه د افغان طالبانود پالیسۍ د بدلولو هڅه کوي.

په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازې همداراز دا نظر رد کړ چې ګنې پاکستان د افغان طالبانو دریځونه نه شی بدلولی، ویې ویل:«دا ستاسو باور دی چې د موږ د طالبانو دریځ بدلولی نه شو. موږ دغسي باور نه لرو. که طالبان وي یا هر بل څوک، هر حکومت هڅه کوي چې خپله پالیسي د دیپلوماسۍ له لارې بدله کړي او دا هڅه روانه ده.»

منير اکرم زياته کړه، اسلام اباد د دغه ګام د پورته کولو لپاره ډېرې هڅې کړي، خو د طالبانو د حکومت خپلمنځي اختلافات د دې سبب شوي، چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو پر ضد جدي ګامونه پورته نه کړي.

په ملګروملتو کې د پاکستان استازي د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «موږ هڅه کوو چې طالبان قانع کړو چې د دوی شتون (په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک) د پاکستان، سیمې او حتی په خپله د طالبانو په تاوان دی.»

نوموړي دغه راز په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالې اجماع غوښتنه وکړه.

د پاکستان استازي دا هم وویل چې په راتلونکي کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل او پر هغوی د بندیزونو لرې کول د ترهګرۍ پر وړاندې د طالبانو د حکومت له اقداماتو پورې سره تړلی دی.

د افغانستان د طالبانو حکومت د ټي ټي پي د ملاتړ او یا د ټي ټي پي له لوري د جګړې لپاره دافغانستان له خاورې د کار اخیستلو ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

طالبان په عین حال کې وايي چې پاکستان باید خپلې ستونزې په خپله خاوره کې دننه حل کړي.

1 COMMENT

  1. کثیفیستان چې دا پنځوس کاله د افغانستان پرضد څه وکړل ، څومره بدبخته ، منحوسې څهرې یې د افغانستان د ورانۍ لپاره وروزلې ، څومره مضر او وطندښمنه عناصرو ملاتړیې وکړ، ټول د دوی لپاره ښه وو. « جنګ افغانستان ، د فاع کثیفیستان » ، ټالب همارا هیروهې . دا خو هیچا محکوم نه کړل .
    ضیاالباطل یې د مجاهدینو د کامیابۍ په هیله د کابل په پلخشتي جومات کې د لمانځه اداکولو خوبونه له ځان سره دوزخ تو یووړل . جنرال اختر ، جنرال حمید ګل ، جنرال فیض حمید یې د خپلولاسپوڅو پوځي مشاورین نه وو ټاکلي ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...