Homeخبرونهشېخ خالد خپل یو مذهبي پولیس د یوه ډریور د وهلو له...

شېخ خالد خپل یو مذهبي پولیس د یوه ډریور د وهلو له امله ګوښه کړ

تاند:( پنجشنبه ، د جوزا ۴ مه ) د  طالبانو د امربالمعروف وزارت ویلي، چې د دغه وزارت وزیر شېخ خالد حنفي خپل یو مذهبي پولیس د یوه موټر چلوونکي د ډبولو له امله ګوښه کړی.

یاد شوي وزارت په یوه خپره کړې ویډیو کې ښودلې، چې شېخ خالد له ډبول شوي موټر چلوونکي سره ناست دی او د نوموړي قضیه څېړي.

د دغه موټرچلوونکي د په څپېړه وهلو ویډیو له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او د خلکو توند غبرګون سره مخ شوې وه.

طالبانو د محتسبینو په نوم خپل امر بالمعروف وزارت ته په ښارونو کې مذهبي پولیس ګومارلي، چې د خلکو په ورځیني ژوند او خصوصي حریم کې په مداخلو تورنیږي.

دغو مذهبي پولیسو مخکې په ځینو مواردو کې پر ښځو هم لاس پورته کړی، چې په ټوله کې یې کړنې د خلکو منفي غبرګونونه لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...