جمعه, اپریل 19, 2024
Home+ملګری او زموږ په ژوند یې اغیزې

ملګری او زموږ په ژوند یې اغیزې

عبدالرحمن احمدزی

انسان ټولنیز موجود دی او په ټولنه کې یې له شته موجوداتو سره له تقابل پرته ژوند ناممکن دی.

 د انسان مادي، معنوي، روحي او جسمي اړتیاوې دي چې مکلف کیږي له نورو انسانانو سره په یو ډول نه یو ډول اړیکه کې واوسي تر ټولو مهمي اړیکې یې د کورنۍ له غړو، میرمني او ملګرو  سره دي خو موږ دلته له ملګرو سره په اړیکو او د دغو اړیکو په اغېزو بحث کوو.

ملګری زموږ په ژوند او روان خورا تاثیر لري. که ملګری مو له ښه نوم او نیک شهرت نه برخمن او نېک صالح وي نو په موږ به یې هم مثبت تاٍثیر وي او کولي شي زموږ نیکمرغي او خوشالي تضمین کړي، او که خدای مه کړه بدبخته وي له دغو بدبختیو موږ هم په امن کې نه پاتې کیږو.

ملګری کولای شي موږ  نیمکرغۍ او همدارنګه بدمرغۍ ته سوق کړي او دا انتخاب زموږ تاسې سره دی چې کوم لوري ټاکو.

 او په انتخاب کې باید دقیق وواسیږو د ملګري اړیکه د ورور او د کورنۍ د غړو په څیر نه ده چې الله تعالي درپیروز کړي وي که ښه وي ښه ژوند به ورسره وکړئ  او که بد وي مجبور یې تر مرګ یې وزغمي خو ملګری هغه الهي ډالۍ ده چې انتخاب یې ستا په لاس کې دی  او د خپلې د نیکمرغی او بدمرغي تنابونه ستاسره دي.

او دا حالت جبر دی ته که ونه غواړي هم انسان تاثیر مننونکی دی د ملګرو کړ او وړ په  تاسو تاثیر کوي.

نو راځئ ښه ملګری انتخاب کړو ښه ملګری د الله تعالی ځانګړي ډالۍ ده او د ژوند په ټولو چارو کې د ملګري شتون او مشوره مهم ده چې هم مو  د ژوند له روان کاروانه مخکې کولي  او هم مو پاتې او وروسته کولی شي. او بې ملګري ژوند که له هرڅومره مادي امتیازاتو ډک وي خو بیا هم بې خونده او ستړیونکي وي.

که موږ ښه ملګری ونه لرو نو په دامانا چې موږ په ځان کې نیمګړتیاوي لرو او ژوند مو بشپړ نه دی ،که غواړئ په ژوند کې د بریالتوب لوړو پوړیو ته ورسیږي نو راځئ خپل ځان ته داسي یو ملګری ولټوو  چې په غم او بد وخت کې مو د سترګو اوښکې په خپلو لاسو پاکې کړې او ترڅنګ یې د آرمی احساس وکړو، که داسي څوک نه لري همدا نن یې په لټه کې شي.

داسي یو کس ومومئ چې ستا درد خپل درد وګڼي او ستا د خفګان په خوشالي بدلولو لپاره تل تیار وواسي داسي یو کس ومومي چې له ځانه هم  ډیر په تا او ستاسره په اړیکه  او ملګرتیا  باور ولري، داسي اړیکه جوړول او پیداکول هنر نه دی او نه هم هنرمند کس دا کار کولی شي او نه هنر ته اړتیا لري دا کار پاک زړ او باور ته اړیتا لري، خو په نننۍ نړۍ کې دغه پاک زړې او د باور وړ خلکو پیدا کولو هم اسانه کار نه دی.

اول چې داسي یو کس چې هم باور په ولرو او هم پاک زړ  ولري که یې ومومو باید د یو نایاب کتاب په څیر یې ساتنه وکړو .هڅه باید وکړو چې خپلو ښایسته او مننونکو ملګرو ته په زړه کې ځای ورکړو ځکه  د ملګرو پرته د انسان ژوند دومره بې خونده  وي لکه تش کالبوت.

د ښه ملګري ځانګړتیاوي او تعریفونه زیاد دی او هر څوک یې له خپل لېد لوري راته وایې موږ یې دلته څو هغه مهمې ځانګړتیاوی راوړلو چې ډير خلک ممکن راسره متفق شي.

 ۱ – ښه ملګرئ ښه استاد، ښه مشاور او لارښود وي

۲ – ښه ملګرئ هغه چی ښوو کارونو ته دي هڅوي.

۳ – ښه ملګرئ ملګرو ته د حقارت، توهين او تمسخر په سترګه نه ګوري او نه ئې هڅه کوي.

۴ – ښه  ملګری د ملګرو عزت او ابرو د ځان عزت او ابرو بولي

۵ – د ښه ملګرئ ملګرتيا له اسرې اومطلبه څخه خلاصه او د راز ساتونکي وي.

۶ – ښه ملګرئ له ملګري څخه د هغه تر وس لوړي غوښتني او خواهشات نه کوي.

۷ – ښه ملګرئ خپل ملګرئ له روزمره ازمويلو سره نه مخ کوي.

۸ –  ښه ملګرئ په ملګرتيا کي مادياتو، موقف، قوميت او دې ته ورته نورو خواوو ته ارزښت نه ورکوي.

۹ – ښه ملګرئ په ملګرتيا کي ځان پر نورو غوره او بهتره نه ګڼي

۱۰ – ښه ملګری مو هېڅکله په سختو حالاتو کې یوازې نه پرېږدي.

۱۱- ښه ملګری مو پدې پوهيږي چې څه وخت خبرې او څه وخت سکوت وکړي.

۱۲ –  ښه ملګری مو هېڅکله د نورو په وړاندې نه تحقروي بلکې د نورو پر واړندې مو ستاینه کوي.

۱۳- ښه ملګری ښه اورېدونکی وي؛ لومړی ستا خبرې په غور اوري، وروسته خپلې خبرې کوي

۱۴ -د ښه ملګري مو د زړه او خولې خبره یوه وی

۱۵ – ښه ملګری مو پر تېروتنو او بدیو سترګې پټوي له ښېګڼو او نیکیو مو مننه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب