Homeخبرونهسیګار: بایډن له جمهوریت وروسته افغانستان ته د ۸ میلیارده ډالرو لیږلو...

سیګار: بایډن له جمهوریت وروسته افغانستان ته د ۸ میلیارده ډالرو لیږلو وضاحت نه کوي

تاند:( پنجشنبه ، د جوزا ۴ مه ) د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د جوبایډن حکومت ځینو ادارو لکه: «سیګار» ته اجازه نه ورکوي، چې له افغانستانه تر وتو وروسته دغه هېواد ته د ۸ میلیارده ډالرو بستې د لېږلو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د امریکا د ولسي جرګې د څارنې کمیټې ویلي، وروسته له دې چې افغانستان ته د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د ۸ میلیاردو ډالرو بسته واستول شوه، د بایډن اداره په دې اړه د داخلي تحقیقاتو مخه نیسي او نه پریږدي دوی پوه شي، چې له دغو مرستو څخه څومره پیسې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

ویل شوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې خپل کارکوونکي منع کړي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د تفتیش د دفتر له ځانګړي مفتش جان سیپکو سره مرکه وکړي.

دې کمیټې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د مالیې وزیر جینت ییلن او د USAID مشرې سمانتا پاور ته په خپل لیک کې ویلي: د همکارۍ نشتوالی د منلو وړ نه دی. یو با صلاحیته حکومت د سیګار له څارنې نه شرمیږي او نه هم په افغانستان کې د امریکا ولس ته د خپلو ناکامیو له حساب ورکولو سترګې پټوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د  طالبانو حاکم رژیم دواړو له جمهوریت وروسته افغانستان ته د ۸ میلیارده ډالرو استول او له دې پیسو څخه طالبانو ته ګټه رسیدل رد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...