شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهمجاهد: ایراني کارپوهانو ته د هلمند سیند د اوبو اندازه کولو اجازه...

مجاهد: ایراني کارپوهانو ته د هلمند سیند د اوبو اندازه کولو اجازه نه ورکوو

تاند:( پنجشنبه ، د جوزا ۴ مه )  د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران هغه غوښتنه رد کړه، چې ګواکې ایراني متخصصینو ته دې د هلمند سیند د اوبو د اندازې معلومولو اجازه ورکړي.

نوموړي وویل، چې دا کار له ایران سره د یاد شوي سیند د حقابې د تړون خلاف دی.

مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم د ایران دا غوښتنه رد کړې وه.

ستانکزي ویلي، چې یاد شوي سیند ته نیږدې د طالبانو حساس پوځي مرکزونه دي.

ایران د طالبانو هغه خبره د باور وړ نه ده ګڼلې، چې وایي هلمند سیند کې کافي اوبه نشته، ځکه ایران ته د حقابې ورکړه کې ستونزه رامنځته شوې ده.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا کمال خان بند ته منسوب یو شمېر عکسونه خپاره کړي او ادعا یې کړې، چې یاد شوی بند پریمانه اوبه لري، خو طالبان یې ایران ته د ورتلو مخه نیسي.

د ایران او طالبانو ترمنځ د اوبو په سر جنجال په وروستیو ورځو کې شدید شوی، خو د ایران د ولسمشر مرستیال ویلي، چې طالبانو سره يې په دې اړه خبرې پيل کړي دي.

10 COMMENTS

  1. د شهید موسی شفیق ۱۳۵۱ ش تړون ټول حالات پیشبینی کړی د هغی تړون سره سم او موافق حل
    لاری لټول ډیر دقت او لازمی تدابیر لری نباید مقابل لوری ته د ګریز لاری پرانستل شی چی تړون نقض یا نور ضعیف مخرجونه ور اضافه شی چی هغه موږ ته مشکلزا وی ، زموږ متخصصین د تړون په دفاع کی تر اوسه برلاسی دی ۰

  2. په هیڅ صورت ایرانیانو ته اجازه څه چی حتا یو څاڅکی اوبه هم ورنکړی اول دوی هغه اضافی اوبه چی دا پنځوس کاله ورغلی دی د هغوی پیسی د افغانستان بانک ته جمع کړی بیا که اضافی اوبه وی د یو لیتر په مقابل کی دوه لیتره تیل باید راکړی کنه مفت خوری ختمه ده

  3. د هلمند سیند اوبه د افغانستان ملکیت دی ، کېدای شي افغانستان د خپلو هغو اوبو برخه چې په هر صورت سره د افغانستان سهم وي ، ځان ته ‌ذخیره کړي چې د برښنا د تولید او یا اوبو لګولو لپاره ترې ګټه واخلي .
    پدې حالت کې ایران دا ادعا نشي کولی چې زه ستاسو بندونه ګورم او هلته کومې اوبه چې تاسو ‌ذخیره کړي ، ماته را پرېږدئ .
    ایران په تېرو وختونو کې او خصوصا نژدې 50 کلونو کې په افغانستان کې زهر وپاشل ، مونږ یې له یو بل سره په جنګ اخته کړو . ملا محسني او ملا محقق، مزاري ، اکبري ، خلیلي او … یې راته وروزل چې مونږ مصروف وساتي او دوی زمونږ له اوبو نه په خپل زړه ګټه واخلي .
    ایرانيان د هم خپل سهم اوبه بېځایه نه مصرفوي ، نوي تاسیسات د نه جوړوی او یا د زاهدان ته 150 کیلومتره لرې نه انتقالوي . هغه د په ډنډونو کې ذخیره کړي او د ضرورت په وخت کې استفاده ترې وکړي . که خدای تعالي پر مونږ مهربانه شو او د اوبو پرېمانې راشي ، چشم بخیل کور ، مونږ به هم دوی ته ډېرې اوبه ورکړو. د اوس وخت لپاره چې وچکالي ده ، مونږ د هم له تندې نه وژني .

  4. شي غوښتلای. د هلمند سیند اوبه خو پریږده چې د کمال خان اوبه يي هم ورخوشي کړي.

    Reply
    غلام حضرت مې 24, 2023 At 6:38 am
    د بلی زاوئی څخه:
    زه د طالب په خپلواکی کی کلک شکمن یم او باور لرم چی په سږمو او خولو او لاسو او پښو کی ئی همدا اوس هم د انګریز او امریکی او غرب چنګکان بند دی.
    خو سره لدی غواړم طالب ته ووایم چی:
    د نړی او سیمی حالات د ژور اوښتون په درشل کی دی. د اوکراین تر ماتی وروسته به غرب سخت کمزوری او حتی ناټو ماټو به ئی هم بل وضعیت او حالت ومومی. ډیر احتمال لری چی غربیان د خپل خښم او انتقام او غچ د اور لمبی زموږ سیمی او زموږ هیواد ته را وغځوی او امنیتی او اقتصادی او حتی اجتماعی ناورین به را منځته کړی.
    نو
    طالب که رشتیا ځان افغان او مسلمان ګڼی ( چی بیا هم د شک ځای دی ) نو همدا اوس باید د شرق او شانګهای د احتمالی ( ممکن حتمی ) پیاوړتیا او افغانستان ته ددی پیاوړتیا د ګټو د لاسته راوړلو په موخه قلم او کاغذ را واخلی او محاسبه وکړی چی آیا د اوبو د جنجال او نه حل لیاره به ګټوره وی او که د شرق د اقتصادی کمربند د ایجاد ګټه به ډیره وی چی البته ددی حساب او کتاب او تسوئی خروجی به د منلو وړ وی.
    بله دا چی زموږ ځینی وړونه ( چی د ایمان او وطن دوستی په اصالت کی ئی شک نسته ) سره لدی چی پخپلو لیکنو او تبصرو کی قرآنی آیتونه او احادیث کارَوی خو فکری او حزبی تړاؤ ئی د کلونو مخکی ټالونو کی زانګی.
    اوس سیمه ایز او نړیوال شرائط او فضا بل ډول ده.
    تلویحاً به عرض کړم چی سیاسی او فکری ادبیات هم باید ترمیم سی. د شیعه او سُنی او پښتون او تاجک او هزاره او ازبک د کلماتو کاروَنه او پر هغی باور نور هیڅ بار نلری اِلّا دا چی د انګریز او امریکی په لوبو کی همداسی د تجاهل العارف په غیږه کی ځانونه پر خوب واچوو.
    د حکمتیار او سیاف او تکفیری عناصرو د افکارو د مصرف تاریخ نور تیر دی. نن ورځ ناصبی حماس د هغه چا د مرستو په زور مبارزه کوی کوم چی تر کلونو مخکی پوری ئی د اسلام له دائری ایستلی وه.
    لږ غوندی بصیرت هم بد نه دی.

    Reply

  5. دایران داخوندی زعیمانو ګونګوسی :
    ایت الله ګان باید لاندې مسایل له یاده ونه باسی او ماشومانه احساسات یولوری ته پرېږدی ځکه چی دلته دیوه ملت ملی اواسلامی برخلیک مطرح دی .شپه که تیارده مڼې په شماردی:
    اسلامی اصول د عهد اودمعاهد ترمنځ حقوق تفکیک کوی
    دګاوندیتوب حق، اړیکی او روابط
    دهوکړه لیک اهمیت ۱۳۵۱ عملی کیدل
    سیمه اوسیمه ایزه عوامل
    دېپلوماتیک نزاکت او اخلاق
    ریسی کدخدا ته شرم په کار دی چې د پورتنیو عواملو خلاف ګام اوچتوی او دبهرنیو چارو ماشوم وزیر یی دواقعیت خبره کوی
    برادر با برادر حسابش باهم برابر.

  6. دغلام حضرت لپاره
    ایران اوس بل خیال لری. سعودی یی خپل کړی او افغانستان اوس غواړی. هغوی دسوریی فکر لری چی افغانستان کی یی عملی کړی. هغوی فارس غواړی او پښتانه دکوردانو په ډول محکوم غواړی. په غربی برخه کی دلوی فارس نیمه خوب پوره سوی. داردګان په مقابل کی ارمنی او کوردی خلک یی پیدا کړی او تقویه کوی یی ترڅو ترکیه په پنځه ویشت دولتو بدله کړی او نوی کورنی جنګ خپور کړی.

    په شرق کی طالبان هغوی دخپل حاکمیت سد بولی. ما ددی خلکو خبری اوریدلی. دا داوبو خبره پلمه ده. هغوی شیطانت لری. هم طالبان په ځان متکی کوی او خپل شاړ اقتصاد ته دتقوی لاره پیدا کوی او هم طالبان ضعیفوی. اوبه دسیستان او بلوچستان نه بل ځای ته وړی او سیستان یی له کلونو تږی ستاتلی دی. زمونږ هیلمند یی هم تږی کړی. اوس دخپلو ظالمانه پالیسیو پړه په افغانستان اچوی. سیستان او بلوچستان کی دانقلاب اوازی دی.
    دیو نوی جنګ مقدمه ده. نو هغوی اوس طالبانو ته دنوی جنګ اخطار ورکوی. دنه رسمیت پیژندلو خبره دجنګ خبره ده چی همدا نن یی بیا تکرار کړی. دټول شموله حکومت خبره دخپلو اجنتانو دمقرری تقاضا ده.
    دغلام حضرت خبری دایرانی استخباراتو خبری دی. دهغوی بلند پروازانه ستراتیجی همدا ده چی چینایان قانع کړی له طالبانو سره نیژدی تعلقات ونلری. نوی جنګ شروع کړی، مسعودیان او شیعه ګان او دوستمیان بیا په کار واچوی. طالبان دامریکا او انګلیس خلک بولی او هغوی دپاکستان درژیم سره یوځای دمنطقی نه لیری کول غواړی. هغوی دنوی لوی فارس په خوب کی دی. دا خوب به داردګان، طالبانو، او پاکستان دورکولو په حال کی رښتیا سی.
    مسعودی اجنتانو هم ددوی خبری تکرار کړی او ځینی هزاره ګان هم ورسره یوځای دی. هغوی وسلی غواړی. امیر اسماعیل ته سلاح غواړی. خبره دایرانیانو او تورانیانو ده چی دشهنامی زهر دی چی لا تر اوسه دفارسی موبدانو له خیاله نه دی وتلی.
    افغانان دشیعه او سنی فرق نه غواړی. همدا ایران او شیعه ګان دی چی په همدی فرق اصرار کوی او هغه دساده مخلص افغان شیعه ګانو دخطا ایستلو لپاره استعمالوی. ایرانیان دخپل موبدی زمانه بیرته غواړی او اسلام ورکوی. دهغه په ځای نیمه اسلام نیمه مسیحیت او او شرک دنوی فارس ایدیالوجی غواړی.
    طالبان او ټول افغانان باید دایران شرارت او دهغه دبد نیت نه باید خبر سی. ایران شل کاله له امریکا سره یوځای وو او اوس هم ورسره یوځای دی. دا ده اوس عراقیانو ته وایی چی امریکا ته دایمی اډی ورکړی ترڅو سعودی خوښ وساتی.

  7. ثابت ساب غوندی کسان په غیر شعوری توګه د انګریز د پلانونو د پلی کولو هڅه کوی او انګریز غواړی د افغان خصوصاً پښتنو د اذهانو د مدیریت پروژه مخته بوځی.انګریز هڅه کوی چی د افغان ذهنیت د افغان په خاوره او حاکمیت کی د پاکستان د پراخ نفوذ د تشویش څخه منحرف او د اوبو په مسئله کی ئی مهییج او بسیج کړی.
    اصلاً ثابت ساب زما د مخکنی تبصری د محتوا د درک څخه عاجز دی او بل بچه ګانه تحلیل ته ئی پناه وړیده.
    ثابت ساب دا خبره هیره کړیده چی په اوسنی بشری جغرافیا کی نور د امپراتوری د پراختیا ارمان هیڅ مفهوم نلری او فارس خو پریږده حتی انګریز هم نور ددی توان نلری چی پخپله غیږه او ګیډه کی شمالی ایرلینډ او سکاټلنډ وساتلای سی.
    په هر حال، ما ته مهمه نه ده چی په شیعه توب یا ایرانیتوب متهم سم ( همدا یو دوه ساعته مخکی می د جمعی لمونځ د ثابت ساب د انډیوالانو یعنی اردوغانی تُرکانو په مسجد کی اداء کړ البته د سُنی توب او شیعه توب په کیسه کی نه یم بلکه همیشنی دُعا می دا ده چی د ” حق ” لیاره می نصیب او د حق د پیروانو په ډله کی محشور سم ) بلکه ما ته دا مهمه ده چی زما دا فریاد افغانان واوری چی طالب مالب د افغانانو د ګټو د تأمین په غم کی نه دی او د اوبو د جنجال څخه فقط یوه تبلیغاتی ګټه پورته کوی او ډیر احتمال لری چی طالب په شعوری یا غیر شعوری توګه په یوی امپریالیسټی پروژه کی ښکیل او ځان او وولس د نورو بلاوو په خوله کی ور لاهو کړی.
    زما درد دا هم دی چی ثابت او نظر محمد مطمئن او هغوی ته ورته مرموز کسان د انګریز او پاکستان د لوبو په وړاندی ولی پټه خوله پاتی دی؟

  8. دغلام حضرت حافظه خرابه سوی او که دخپلو خبرو په تناقض نه پوهیږی.
    زمونږ په پوهنتون کی به هم ایرانی شیعګانو لمونځونه کول خو بیا وروسته به یی بیرته راګرځول. بیا هم تاسو ویلی چی ته شیعه نه یاست. نو که نه یاست بیا خو سپیناوی ته ضرورت نسته.
    پاته سوه داوبو خبره. هغه خو ایرانی کورمغزه راپورته کړی او دجنګ اعلان یی وکړ. ستا په خبرو سر نه خلاصیږی او که څنګه. ایرانی په فارسی اخطار ورکړ. او طالبان بیا په نرمه ورته وویل چی عقل دی وکړی او دلیوانیانو خبری دی نه کوی. تاسو هم دطالبانو په نرمی پریشانه یاست او هم په سختی. تاسو دی خدای سمی لیاری ته هدایت کړی.
    ایرانی وایی طالبان دانګریز او امریکا خلک دی تاسو هم وایاست. هندوان هم وایی. نو ستاسو فرق چیری دی. زه چی ستا خبری ګورم او هغه دموبد خبری ګورم فرق مو نسته. تاسو هم غواړی داوبو په سر افغانستان ایران ته تسلیم سی، پنجشیریان هم وایی او موبدانو خو دپښتون وژنی او پینچشیریانو او شیعه ګانو بیرته راوستلو اعلان کړی.
    تاسی دموبدانو دفاع مه کوی. هغوی ایران په فارسی خیال باندی خراب کړی. هغوی دترکانو، کردانو او بلوچو نسل کشی روانه کړی ده. تاسی چی دهغه طرفدار یاست نو طبعا زمونږ خبری درته طفلانه ښکاریږی. په دی خبرو څوک نسی خطا کولای.

  9. ذامریکایانو په وخت به دهغوی پلو ته ناست واست او په ما به مو اعتراضونه کول. ما خو لا هلته دغربیانو او دهغوی دغلامانو په خلاف اواز پورته کړی وو. اوس نو بیا څنګه زه دهغوی طرفدار سوم.
    عاقل باید اسناد ولری. تاسو یی باید ښکاره کړی.

  10. ثابت ساب!
    مذهبی بحث او انګیزی ته خو اول تا اِشاره وکړه او ما فقط ستاسی د ادعا د رد پخاطر ولیکل چی د جمعی لمونځ می د تُرکانو سره وکړ البته ستاسی د ګومان خلاف، بیرته می هم نه دی را ګرځولی البته د دین په لمنه کی مذهبی تعصب نلرم.
    امّا اصلی خبره:
    ته او تا غوندی کسان به د طالب د حاکمیت وړوکی ضابطان یاستی خو مرکزی رهبران مو په هر څه خبر او هر څه وینی ( پر خپلو سرونو باندی د انګریزانو و امریکائیانو د ناز او نوازش لاسونه احساسوی او د لوبو په کیفیت پوهیږی ) خو خپل قلمی او توپکی مُریدان ئی د حقیقت څخه لیری او مغفول ساتلی دی.
    البته
    دا سناریو دا سل وروستی کلونه زموږ د تاریخ او جغرافیا په پراخه لمنه کی جریان درلود او جریان لری ( حاکمه هیئت په لوړه کچه یو څه لیدل او مُریدانو ئی بل څه اوریدل او بل څه ویل او بل څه لوستل او بل څه لیکل).
    نو
    شریکه
    دا ډول بحثونه د پیشو( پیشی) غوندی پیاوړی او قوی د شامی حس او باز غوندی د سترګو قوی دید ته اړتیا لری نه د پیښور د مدرسو په کچه او سطحه ساده او احساساتی تحلیل ته.
    بله دا چی:
    د افغانستان په وړاندی د پاکستان او د پاکستان د بادار د کړنو او دریځ په هکله تاسی خپل نظر نه دی څرګند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب