Home+په فضا کې د واده ترتیبات نیول کېږي

په فضا کې د واده ترتیبات نیول کېږي

تاند- یو امریکايي شرکت غواړي چې فضا ته د سیالانیانو د بیولو په لړ کې په فضا کې د ودونو بندوبست وکړي.

سپېس پرسپیکټیف فضايي شرکت وايي، په فضا کې د واده لپاره د خدماتو د وړاندې کولو هڅه کوي.

دا شرکت په پام کې لري د هغو ډېرو شتمنو جوړو لپاره، چې د عجیب و غریبو کارونو په لټه کې دي، د مځکې په مدار کې د عاشقانه سفر امکان برابر کړي.

د دې شرکت په وینا، تراوسه څو تنو په فضا کې په لومړي وار د واده کولو لپاره نومونه ثبت کړي دي.

ټاکل شوې ده چې نیپتون ستوربیړۍ لومړنۍ جوړه فضا ته واستوي. دا ستوربیړۍ له یوه فضايي بالون او نیپتون کپسوله جوړه ده.

په پام کې ده چې ستوربیړۍ له هایدروجنه ډکه کړای شي او اسمان ته وخېژول شي.

په دې فضايي سفر کې به له هیڅ راز راکټ یا توغندي کار وانخیستل شي.

د دې ستوربیړۍ سرعت به په ساعت کې ۲۰ کیلومتره وي او ټاکل شوې ده چې په ۶ ساعتونو کې منزل ته ورسیږي.

سپېس پراسپکټیف په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې د هر سیټ کرایه به یې یولکو ۲۵ زره ډالره وي خو ګومان کوي چې کرایه تر دې هم لوړه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...