Home+د انسان تر مازغو تیزه مصنوعي ځیرکتیا

د انسان تر مازغو تیزه مصنوعي ځیرکتیا

تاند- د ګوګل شرکت د «دیپ مایډ» د مصنوعي ځیرکتیا ورکشاپ ريیس ډمیس هاسابیس وايي، داسې مصنوعي ځیرکتیا به، چې د انسان د ماغزو هومره وړتیا ولري، په راتلونکو څو کلونو کې بازار ته راووځي.

ده د خپلې دې ادعا دلیل، په وروستیو څو کلونو کې د مصنوعي ذهانت چټک پرمختګ وباله.

هاسابیس دا ادعا په داسې حال کې کړې چې ځینو متخصصانو د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا او د هغې د پایلو په اړه اندېښنې څرګندې کړي او په عین حال کې د مصنوعي ځیرکتیا پلویان وايي چې د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا به د انسانانو د ژوند کیفیت اوچت کړي.

د مصنوعي ځیرکتیا له پرمختګه اندېښنه لرونکي وايي چې دا ټکنالوژي به ډېر شمېر انسانان وزګاره کړي.

په همدې حال کې ګوګل کمپنۍ په خپل لټون یا سرچ کې د مصنوعي ځیرکتیا د زیاتولو په لټه کې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...