سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+څنګه ځان وژنې ته له لېوال سره مرسته کولی شو؟

څنګه ځان وژنې ته له لېوال سره مرسته کولی شو؟

که څه هم ځانوژنه له فرهنګي پلوه په هېواد کې د منلو وړ نه ده او اسلام ورته هم اجازه نه ده ورکړې، خو سره له دې هم د پېښو شمېر يې ډېرېږي چې په هېواد موږ ډېر ځله د ښځو د ځانوژنې مسئلې اورو.

کورنى تاوتريخوالى، جګړې او پايلو يې ډېرو خلکو ته سخت ژوند ور په برخه کړى دى، ډېر کسان چې هڅه کوي ځان ووژني، هغوی په رښتيا سره نه غواړي چې مړ شي.

نو په دې ليکنه کې مو هغو ټکو ته اشاره کړې چې له هغوى کسانو سره له کومو لارو چارو کار واخلو چې د ځان‌ځورونې يا وژنې فکر کوي.

1- هغه څوک چې د ځانوژنې خيال لري، اړينه ده چې له نږدې وڅارل شي او يوازې پاتې نه شي.

2- ځانوژنې ته له مايل کس سره مرسته وکړئ، چې د ستونزو د حل لپاره مناسبې لارې چارې پيدا کړي.

3- که چېرې دا کس له ژور خپګان څخه ځورېږي، هغه د درملو کارولو ته اړ دى چې حالت يې ښه شي، خو په ياد ولرئ چې د ژور خپګان د درملنې د پيل په مهال د ځانوژنې خطر ډېر دى.

4- دا ټکى به ډېر مهم وي چې ځانوژنې ته مايل کس ته تر ټولو نږدې دوستان هيله بخښونکې خبرې وکړي او د ژوند د چارو د ښه سمبالښت ډاډ ورکړې او د ژوند په عملي ډګر کې لاسنوى وکړي، نو په دې کار سره د یوه کس ژوند ژغورلای شئ.

مینه احمد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب