تاند- له نن څخه ۱۷۹ کاله پخوا د ۱۸۴۴ د اکتوبر په ۱۵ مه نامتو فیلسوف فدریښ (فدریک) نیچې، چې پر مدرنو مفکرانو یو تر ټولو اغېزمن نظرخاوند ګڼل کېږي، په پروسیا (د اوسني جرمني په ساکسوني ایالت) کې وزېږېد.
د نیچې پلرنی نیکه مذهبي مشر و او د پروتستانتیزم په اړه کتابونه لیکل. مورنی نیکه یې کلیوال و. پلار یې کارل نیچې د پروسیا پاچا څلورم فدریک ویلیم له لوري په روکن ښار کې پادري ټاکل شوی و. نیچې لا پنځه کلن نه و چې پلار په ۱۸۴۹ کې مړ شو. نیچې کوچینواله په یوه داسې کور کې تېره کړه چې ټولې ښځې وې.له خپلې خور، مور، دوو تروریانو او انا سره په یوه ښځینه او مذهبي چاپیریال کې لوی شو او ډېر ورڅخه اغېزمن شو.
په ۱۸۵۰ کې نورمبرګ ته لاړ او هلته په یوه لومړني شخصي ښوونځي کې شامل شو.
نیچې له دوولس کلنۍ څخه شعر ویل پیل کړل، له لومړنیو زده کړو وروسته یې الهیاتو ته مخه کړه. په الهیاتو کې یې د زده کړو ډیر وخت نه و تیر شوی چې پر مسحیت بې باوره شو. په ۱۸۶۵ کې یې په لایپزیګ کې د یوناني ژبې او د هغې د ريښې په اړه څېړنه پیل کړه. په همدې موده کې په تصادفي ډول د ارتور شوپنهاور له «د تصور او ارادې په شان نړۍ» کتاب سره بلد شو او سخت یې تر اغېز لاندې راغی.
نیچې مخکې تر دې چې فلسفې ته مخه کړي، د یوه کلاسیک ژبپوه په توګه کار پیل کړ. ده په ۱۹۶۹ کې په بازل پوهنتون کې د کلاسیکې ژبپوهنې چوکۍ ترلاسه کړه. دی په دې وخت ۲۴ کلن و او تر دې وړاندې څوک په دومره کم عمر دې چوکۍ ته نه و رسیدلي؛ هغه هم په داسې حال کې چې فدریک نیچې نه دوکتورا لرله او نه یې د تدریس کوم سند درلود.
د هماغه کال په مارچ میاشت کې لایپزیک پوهنتون نیچې ته افتخاري دوکتورا ورکړه. په دې موده کې په ایټالیا کې د رنسانس تمدن د کتاب له لیکوال جاکوب برک هارت سره بلد شو او د هغه په وسیله له موسیقي پوه ریچارد واګنر سره ملګری شو چې دې ملګرتیا د نیچې پر ژوند او افکارو ژور اغېز درلود.
نیچې په ۱۸۶۹ م کال خپل تابعیت لغوه کړ او په جرمني، سویس او ایټالیا کې یې د کوچي په شان ژوند ته مخه کړه. اکثره وخت به په پانسیونونو (هوټلونو) کې اوسیده او ډیر وخت به یې په لیکلو تیراوه. په ۱۸۸۹ کې، چې ۴۵ کلن و، له ذهني نظره ګډوډ شو، احتمالاً مازغه یې فلج شول. نیچې له ۱۸۹۷ وروسته تر مړینې پورې خپلې مور او خور وساته. په ۱۹۰۰ کې له څو مغزي سکتو وروسته مړ شو.
د نیچې په اثارو کې (Thus Spoke Zarathustra)) یا نو زردشت وویل، (Beyond Good and Evil) د ښه او بد ورهاخوا، (On the Genealogy of Morals) د اخلاقو شجره پېژندنه، (Human, All Too Human) انسان، خورا انسانیت، (Twilight of the Idols) د بتانو تتوالی او نور یادولی شو.