Home+ځان وژنه او ځانوژنه | زهير سپېڅلی

ځان وژنه او ځانوژنه | زهير سپېڅلی

يوه جلا «ځان وژنه» او بله ګډه «ځانوژنه» ليکل کېږي.
«ځانوژنه» مفرد ښځينه نوم دی، د خودکشۍ په معنا ده.
جمع ئې ځانوژني دي.
«ځان» نوم دی.  «وژنه» که په دوو څپو ووايو فعل دی. که ئې په درو څپو ووايو  نوم دی.
«وژل» ئې مصدر دی.
نوري بڼي ئې (وژني، وژنې، وژنو…) دي.
تو پير ئې په مثالونو کي:
هغه په داسي موقع پسي ځان وژني.
په لوېديزه نړۍ کي د ځانوژني پېښي ډېري شوي دي.
ځانوژنه حرامه ده.
ځانوژنه د ستونزو حللاره نه ده.
په داسي حالاتو کي مه ځان وژنه او مه بل.!
څه چي مو وبايلل، په هغو پسي به ځان وژنو؟!!
د ځانوژنو پېښو ځيني رسنۍ مصروفي ساتلي دي.
همداسي (ټول وژنه) او (ټولوژنه) درواخلئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...