زه لا انګړ ته نه وم راوتلی چې دروازه بیا ټک ټک شوه، له کمزوري او ځانګړي ټک ټک نه پوه شوم چې همغه سَندهیا دی، موږ په همدې کې یو شفر درلود، ماښام مې په کوڅه کې ورسره وعده کړې وه چې سبا جمعه ده، ښوونځي ته نه ځم او ټوله ورځ به زموږ د انګړ تر نارنجو لاندې ساعتري او لوبې کوو.
په منډه ور ووتم، ځنځیر مې خلاص کړ، د دروازې شاته سندهیا -چې موږ به ورته سندو نوم اخیسته- له پاکې څېرې او منظمو جامو سره ولاړ و، له خندا یې وازه خوله نیولې وه او یوځل بیا یې د ځان ډاډه کولو له پاره وویل:
نن خو جمعه ده، ښوونځي ته خو نه ځې؟
زه پوهېدم چې زما دغه دېوال شریک هره اوونۍ ددې ورځې انتظار وي چې دواړه لوبې وکړو، زه د دوی په رخصتۍ نه پوهېدم او نه یې کوم ښوونځی و، خو هر سهار به هغه درمسال ته روان و او ماته به یې ویل چې هلته سبق وايی، نو ځکه به مې نه ورسره لیدل.
که څه هم دی وزګار و، خو د جمعې په ورځ به حتمی هغه له درمساله کور ته له رسېدو سم دستي زموږ کور ته راغی او بیا به مو په ګډه د خټو او ډبرو په جوړ کړي بازار کې لوبې کولې، د اوونۍ نورو ورځو کې د کړو کارونو به یې هم راته ویل، د نورو ماشومانو کیسې به یې کولې، لوبه به د غرمې تر ډوډۍ پورې روانه وه، د ګرمۍ خطر به ځکه دومره زیات نه و چې د نارنجو سیوري به لمر راڅخه نیولی و، مور مې تر ونه لاندې سیوري ته خټین منګی په خاورو او چمن کې پټ کړی و، یخې یخې اوبه مو ترې څښلې.
موږ به په خپلو لوبو کې تر هغو پورې بوخت وو چې د غرمې د ډوډۍ وخت به شو، مور به مې کله هلته ور وغوښتو او دواړو ته به یې یوځای ډوډۍ راکوله، خو کله به مې چې مشر ورور زرخان -چې څلور کاله راڅخه مشر او اوس په لسم ټولګي کې و- کور و، نو له وېرې به هلته نه ورتلو، همدلته به مو تر ونه لاندې څه خوړل.
زرخان به زه نه پرېښودم چې د سندهیا او په کوڅه کې د هغوی له نورو خپلوانو ماشومانوسره لوبې وکړم، راته ویل به یې چې هغوی کافران دي، کلمه یې نه ده زده، خو هغه مهال زه په دې نه پوهېدم چې هغه څنګه کافر دی ؟ هر سهار چې زه جومات ته ځم، نو هغه هم له نورو ماشومانو سره د درسمال په لور په منډه روان وي.
ماته هغه بد نه ښکارېده، پلار مې هغه ته هم «وراره» او «بچیه» اواز کاوه او زما په څېر به یې نازاوه، اکثره وخت به مې که پلار ماته څه اخیستل، نو ده ته به یې هم ورکول چې دا کار یې د زرخان هم بد راته، خو څه یې نه شو ویلی، یوازې زه وم چې مخې مې هر وخت د هغه درنو څپړو ته سپر کړی و.
له هر ځل وهلو سره به یې راته په ګواښنه ژبه ویل چې بیا دې له هغه تورمخي سره ونه ګورم، زموږ د عقاید مضمون معلم صیب وايی چې د دوی نېکونو په هند کې بابري جومات شهید کړی، له مسلمانانو سره ظلم کوي، دوی ته د سلام پر ځای باید لاړې ورتو کړو.
په دې خبره به مې اکثره وخت پلار ورته وخندل او ویل به یې چې دوی د همدې هېواد دي، دوی ته افغانان وایي، زموږ په شان ژوند لري، له مانه وړاندې دوی په دې کوڅه او ددې سړک په غاړه کورونه ودان کړي دي، له پخوانه دلته ارام ژوند لري، خو دې خبرو کله هم د زرخان فکر بدل نه کړ او د پلار د خبرو غچ به یې هم زما او سندهیا نه اخیسته او پسې اخیستي به یې وو.
کله به یې ویل چې د انګړ ګلان مو شکولي، کله به یې ویل چې د نارنجو څانګې مو ماتې کړي، انګړ مو چټل کړی، خو بهانه اوضد به یې ټول په دې و چې ولې له سندهیا سره ګرځم، هغه به حتی نوم هم نه ورته اخیسته او تورکی به یې ورته ویل.
یوه جمعه سهار مهال چې چای مو لا نه و څښلی، له سندهیا سره کړې وعده را یاده شوه، پرون یې زړې نیا ورته په ښار کې نوی پلاسټیکي موټرک او کوم بل ځناور -چې ماته پیل ښکارېده-اخیستي وو، ماښام یې راته وویل چې سبا ته په ګډه لوبې ورباندې کوو، په موټرک د افغانستان ښکلی درې رنګه بیراغ هم لګېدلی و.
چې څنګه زرخان له کوره بهر ووت، نو زه هم له ځایه غلی پاڅېدم او شېبه وروسته سندهیا د پخوا په څېر دروازه ټک ټک کړه، راننوت موټر او فیل یې په لاس کې وو، په منډه د انګړ وړاندې کونج ته لاړو او په لوبو مو پیل وکړ، یو ډېر ښکلی سهار و، لا څو شېبې نه وې تېرې چې زرخان او پلار مې دواړه د کور له سودا سره راننوتل، پلار مې کوټې ته ننوت، خو زرخان زموږ په لیدو هر څه په ځمکه کېښودل، په انګړ کې شور ماشور شو، چیغې یې کړې، زموږ په خوا راغی له قهر تور اوښتی و، پرله پسې یې څو څپېړې ووهلم، د سندهیا فیل یې په پښو چیت پیت کړ.
له ما نه درد هېر و، خو د مات شوي فیل په لیدو مې چیغې کړې، په همدې کې مې پلار په منډه راغی،هغه پوهېده چې په زرخان بیا زما او سندهیا لوبې ښې نه دې لګېدلې. له واره یې زرخان ته په مخ یوه درنه څپېړه ورکړه، خو هغه لا همغسې غو سه و .
پلاره! ولې له دې تورکي سره لوبې کوي، هغوی خو کافران دي …
ولې د کوڅې نور ماشومان کم دي…
بې عقل دی زه یې …
پلار مې خبره ورپرې کړه
بس کړه احمقه! دوی زموږ ګاونډیان دي، دوستي او همسایه توب لرو، ماشومان دي، په څه پوهېږي ؟ او بیا سندهیا خو زما وراره غوندې…
زرخان خبره ور پرې کړه، سور او سپین واوښت:
نه پلاره! دا دومره زړه تا ورکړی، د هغه پلار کوم دی؟ که سم هلک وی پلار به یې معلوم و، هغه یو بې پلاره هلک دی، د دوی د قومیانو هر ماشوم خو لږ تر لږه پلار لري او دی …
د پلار په سترګو کې مې اوښکې را ډنډ شوې او په سړه ساه یې د زرخان په اوږه لاس کېښود:
زرخان بچو! هغه بې پلاره نه دی، کاشکې کې ته پوهېدی چې زما دوست کرشن هیا ستا له پاره څه کړي؟
زرخان تعجب شو او ویې پوښتل
زما له پاره؟
د پلار په څېره کې مې د خپګان نښې را ښکاره شوې او زرخان ته یې وکتل
بچیه! سندهیا وراره ته مې دا پیغور مه ورکوه،ما باید پخوا درته ویلي وای، کلونه وړاندې چې ته د دوی نه هم وړوکی شوخ ماشوم وې، هره ورځ به دې سړک ته منډې وهلې او د سړک پر غاړه به دې موټرو سیل کاوه، کله کله به مخامخ یوې ایسکریم خونې ته هم په خپل سر اوښتی وې.
یوه ورځ زه له وظیفې نه کور ته را روان وم، تا د سړک له هغې غاړې دې خواته را منډه کړه، مازدیګر نا وخته موټر د غشي په څېر روان وو، یو ګړندی موټر درته رانږدې شو، د ټایرونو دبرېک او هارنډ خشن غږ یې اوس هم زما غوږونو کې دی، وار پار رانه خطا شو، څه مې په وس نه وو پوره، سترګې مې پټې کړې، دومره مې ولیدل چې د سړک له غاړې چا راکش کړې، دې خواته یې په چمن او ګلدان کې را وغورځولې، خو موټر په همغه ولګېده، زه چې در ورسېدم، د سړک په منځ د یوه لوی کس په وینو سور جسد پروت و، ورته مې وکتل، سم نه پېژندل کېده، شاوخوا هټیوال او یوناني درمل پلورونکي خلک را غونډ شول، جسد یې د سړک له غاړې اوچت کړ، چې ښه ورته ځير شوم، نو ومې پېژنده، زما ملګری کرشن هیا و چې یوه شېبه وړاندې یې له تا وړاندې د سړک پر غاړه قدم واهه او کوڅې ته را روان و.
تا ته مې پام شو، د سړک پر غاړه جوړ روغ ترهېدلی ولاړ وې، یوازې ګرېوان دې یو څه څېرې و، د سندهیا د پلار مخ په وینو کې لمبېده، ښۍ سترګه یې راوتلې وه او چپ لاس یې په لستوني کې زنګېده.
په دې خبرو د زرخان له لاسه اوږده لښته پرېوته، د بت په څېر وچ کلک ولاړ و، هلته وړاندې سندهیا خپل چیت شوي فیل ته ناست و او اوښکې یې تویولې.
۱۳۸۸، د غبرګولي ۲۳مه
جلال اباد