یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاتوکسوپلازموزس څه ډول ناروغي ده

توکسوپلازموزس څه ډول ناروغي ده

حکمت الله هڅاند||

توکسوپلازموزس يوه انتاني يا مکروبي ناروغي ده، چې عامل يې د (توکسو پلازماګاندي) په نوم يو ډول مکروب دی، چې پر انسان سربیره ډير نور ایلوال (تي لرونکي) حیوانات او مرغان هم پرې اخته کېدای شي.

د توکسوپلازموزس میکروب په حاد یا مزمن ډول د ناروغیو لامل ګرځيدای شي همداراز که دا میکروب له سترګو سره په تماس کې شي د سترګو د توکسو پلازموزس لامل کیږي خو په عمومي ډول د توکسوپلازموزس له ۸۰ تر ۹۰ سلنه ناروغان کومې خاصې نښې نه لري.

د توکسوز پلازموزس میکروب تر ډيره له حيواناتو، په تېره بيا پيشوګانو او موږکانو او د هغوی له فضله موادو سره د تماس په نتيجه کې انسان ته انتقالیږي.

دا ناروغي په افغانستان کې له حیواناتو سره د خلکو د ډير تماس او همداراز د تشخیص د لازمو وسایلو د نه شتون له امله په خلکو کې خوره ده خو تر ډیره پټه پاتې کیږي.

ډاکتران په دې اند دي چې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې کابو له ۱۵ تر ۲۰ سلنه خلک په تیره میرمنې په دې ناروغۍ اخته دي.

دا یوه اوږده او مزمنه ناروغي ده چې ډیرې روښانه نښې نښانې نه لري خو کله کله په ښځو کې د سقط یو لامل وي .
په توکسوپلازموزس اخته یو شمیر کسان خفیفه تبه لري، د سستۍ او ناتوانۍ احساس کوي خو کله کله هم له سره تبه نه لري او په یو شمیر مریضانو کې خو لا د ناروغ د بدن تودوخه هم تر نارمل کچې ټیټه وي.

سره له دې چې دا ناروغي په نرانو اوښځو دواړو کې وي خو په یو شمیر میرمنو کې د سقط لامل ګرځي.

هغه میرمنې چې ماشومان ېې زیان کیږي باید د توکسوپلازموزس لپاره ېې وینه معاینه شي ځکه په ډا ډول میرمنو کې د سقط یو مهم عامل هم توکسوپلازموزس دئ .

د توکسوپلازموزس میکروب تر ډيره د پيشو ګانو او موږکو له خوا انسان ته انتقالیږي دا میکروب د پيشو له غایطه موادو سر بیره د هغې په څرمنه کې هم وي نو له همدې امله هغه کسان چې له پيشو ګانو سره سر او کار لري باید د پاکوالي ډير خیال وساتي او پر پيشو له لاس لګیدو وروسته حتماً باید لاسونه په صابون کې ومینځي .

توکسوپلازموزس له مور ماشوم ته د زیږون په وخت کې هم انتقالیدای شي او له بلې خوا له دې امله چې دا میکروب په شیدو ورکوونکو حیواناتو لکه غوا وزه او پسونو کې هم وي نو د خامو شیدو د خوړلو له لارې د توکسوپلازموزس میکروب د انسان بدن ته ننوځي .

ډاکتران وايي باید پاستوریزه شوې شیدې او یا هم هغه شیدې او د شیدو محصولات وخوړل شي چې ښه پاخه شوې وي .

د ډاکترانو د وینا په اساس شیدې باید لږ تر لږه شل دقیقې وایشول شي او د ایشیدو په وخت کې هم ښې وښورول شي تر څو حرارت ېې ټولو برخو ته ورسیږي .

همداراز په خامه غوښه د لاسو له لګیدو وروسته باید لاسونه په صابون کې ومینځل شي تر څو د ناروغۍ د انتقال مخه ونیول شي.

په دې چاره کې قصابان هم باید ډير احتیاط وکړي ځکه کله کله د قصابۍ په وخت کې خپلې ګوتې هم زخمي کولای شي .

د کور په انګړ کې که ممکنه وي د پيشو ګانو او سپیو له ساتلو ډه ډه وکړئ او د کور انګر باید د سپیانو او پيشو ګانو له فاضله موادو پاک وي په تیره که په انګړ کې ماشومان هم لوبې کوي.

ښځو ته باید له امیدواره کیدو وړاندې یا هم د امیدوارۍ په لومړیو اوونیو کې د توکسو پلازموزس معاینه وشي تر څو د ماشوم له زیانیدو وړاندې د دې ناروغۍ درملنه وشي او د امیدوارۍ له ۱۶ مې تر ۱۸ مې اوونۍ باید دا معاینه تکرار شي تر څو له درملنې ېې ډاډه شو.

واړه ماشومان که د توکسو پلازموزس په ناروغۍ اخته وي او تشخیص ېې وشي نو که علایم ولري او که نه باید درملنه ېې وشي خو لویان نارینه که عوارض او د مرض نښې نښانې ونه لري د درملنې اړتیا ېې نه شته او ښايي څو کاله وروسته دا میکروب په خپله له بدن ووځي.

هغه ناروغان چې د بدن دفاعي سیستم ېې کمزورئ وي ناروغي ېې هم سختیږي نو له همدې امله کوم کسان چې د ایډز په شان ناروغۍ ولري او یا د ډير وخت لپاره کورتیکو ستروئید استعمالوي باید د توکسوپلازموزس ناروغي ېې تداوي شي.

د توکسو پلازموزس ناروغۍ تر ټولو لویه عارضه په امیندواره میرمنو کې ده ځکه کیدای شي د مړه ماشوم زږیدنه یا سقط او نور بیلابیل اختلالات لکه د ماشوم تشنج ، ړوندوالئ کوڼوالئ او د زیږون وروسته د مور د ګیډې او رحم عفونتونه په ځان پسې ولري.

په هغو ناروغانو کې چې د بدن دفاعي سیستم ېې کمزوری وي د سږو ، زړه او مغزو د پوښ پاړسوب هم را منځته کولای شي.

په هغو ماشومانو کې چې عمر ېې له پنځو کلونو کم وي د سترګي التهاب را منځته کیدای شي .

د تشخیص لپاره د ناروغۍ علایم او د وینې معاینه اړینه ده چې له نیکه مرغه په افغانستان کې هم د توکسوپلازموزس د تشخیص لپاره په روغتونونو کې آسانتیاوې شته.

درمل:

د توکسوپلازموزس لپاره د امیندواره میرمنو لپاره د دریو میاشتو لپاره سپيرو مایسین ورکول کیږي چې تر ډيره ښه نتیجه لري.

خو له امیندوارۍ وړاندې میرمنو او نرانو ته بیا پريمیتامین او سلفادیازین یا هم تري سلفا پيریمیدین له دریو اوونیو تر دری میاشتو ورکول کیږي.

البته اوس مهال د دې ناروغۍ د درملنې لپاره په نورو درملو هم څيړنې کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب