سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهغزني کې د موټر بم برید ۲۱ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله...

غزني کې د موټر بم برید ۲۱ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند (یکشنبه، د اسد ۱۹) تېر ماښام شاوخوا ۰۷:۳۰ بجې د غزني ولایت مرکز اړوند د روضي کوتل په سیمه کې د عامه نظم ساتنې پر کنډک موټر بم برید شوی دی.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، دغه برید د یو هاموې موټر په واسطه تر سره شوی دی.

حکومتي چارواکي وايي له برید وروسته وسله والو د یاد کنډک له سرتېرو سره جګړه هم کړې ده.

جمعه زاده زیاته کړه سیمې ته د ملي اردو او کومانډو ځواکونو له رسېدو وروسته جګړه مهار شوې ده.

ښاغلي جمعه زاده په برید کې د اوښتې مرګژوبلې په اړه معلومات ور نه کړل.

په ورته مهال د غزني د سیمه ییز روغتون رئیس ډاکټر بازمحمد همت د شپې ناوخته  وویل، تر اوسه روغتون ته ۷ جسدونه او ۱۴ ټپیان ور وړل شوي چې ټول نظامیان دي.

خو تازه شمېرې ښيي چې په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۹ او د ټپیانو شمېر ۱۶ تنو ته رسېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم پېښه تایید کړې خو دا یې نه دي ویلي چې برید کوونکي څو کسان او په کومې ډلې پورې تړاو لري.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کوم چا یا وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب