د مجسمې ټیټ دیوال یې په سوک وواهه. د بیرو له دوه لیتره بوتله یې څو غوړپه سر په سر وکړل. سترګې یې پټې ونیولې.لاسونه یې پرمځکه بیواکه پریوتل لکه ساه چې ترې ختلې وي، خو بوتل یې تکیه کړ.
د مجسمې پر سر ترپ ترپ شو، کڅوړنې سترګې یې ورپورته کړې….شنې کوترې د مجسمې پر سر وز واهه.
د اوږدو ویښتو څوکې یې ومروړلې. څپولي ویښته یې داسې ښکاریدل لکه د اوبو مخ چې یې له زمانه نه وي لیدلی. په بوتل کی پاتې څاڅکي یې په خوله کې وڅڅول. راپاڅید، له څو ګامه لرې یې د مجسمې پښو ته پرتو ګلانو ته لاس ونیو:
« هاغه نجلۍ دې په یاد ده چې لاره دې ورته نیولې وه…بیا دې زیاتی ورسره وکړ»
« هاغه بله دې په یاد ده…. ښه دې په یاد ده…چې درواغ دې ورته ویلي و»
«زه خو دې پیژنم ځکه دې د واک په وخت نه درپرې ښودم…»
« دې احمقانو چې شمې درته بلې کړې دي تا نه پيژني»
« چا چې ګلان درته ایښي دي هغوی ته فرشته ښکارې…ناولې زه دې ښه پیژنم»
د مجسمې ګردیو ګردیو بې بڼو سترګو ته یې ګوتې نیغې ونیولې، د مجسمې پرتندي د کوترې سپینه چټلي لیکه راماته شوې وه. کټ کټ په خندا شو:
«کاشکي نه وای الوتې دې پیژندلی یې…هسې وایم چې ستا رازونه به له ما سره خاورې شي…. نه نه …نه خاورې کیږي»
مجسمه یې د بیرو په تش بوتل وویشته، شمال پلاستکي بوتل لنډ واچاوه ده مجسمې ته شا واړوله. پارک ته یې هم شا کړه.
پراګ