پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبلنډه کیسهمکتب/ اجمل پسرلی

مکتب/ اجمل پسرلی

لکه تور اسکلیټ چې دې مخې ته ولاړ وي، لکه د اتم ټولګي بیالوژي استاد چې پر لویه سپینه پاڼه د انسان اسکلیټ تور رسم کړی دی، ښوونځی همداسې ښکارې، بیګا یې اور اخیستی، ښایي هغه رسم شوی اسکلیټ هم پکې سوځیدلی وي.

سهار تر لمانځه وروسته چپړاسي په جومات کې کلیوالو ته کیسه تیره کړه چې د شپې څو تنو د ده لاسونه شاته پرې واړول، مکتب ته یې اور ورته کړ.

تر لمانځه وروسته دا دریمه ډله ده چې د مکتب لیدو ته راځي. یو زلمي نیمه سوځیدلې پاڼه په لاس کې نیولې ورپو کوي، بل لاس له سکرو څنډي…

یو سپین ږیری خپلې مخې ته پرته ماته دړه په پښه ټینګوي…

غږ جګ شو:

« د خدای لپاره دې ته وګورئ»

خلکو ورمنډه کړه، سړي نیمه سوځیدلې بغدادي قاعده په دواړو لاسونو له مکتبه  راوایسته:

-جومات ته یې وړم

نورو یوه بل ته وکتل، سړی روان شو.

یوې کاغۍ سکوت مات کړ، د ښوونځي د نړیدلي بام پر ژۍ وکغیده، خلکو سترګې ورپورته کړې، مرغۍ والوته.

نارې شوې، نجونې وې چې لا خبرې نه وې، چیغي یې کړې رخصتي شوه، رخصتي……دوی د کورونو په لور منډې کړې، د کلي خواته د پټیو ترمنځ له غځیدلې نرۍ لارې لیکه دوړې هسکې شوې، چې څومره نجونې لرې کیدې، دوړې پورته کیدې، د خوښۍ چیغي کښیناستې.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب