چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeټولنیزنوښت Creativity and Problem Solving 

نوښت Creativity and Problem Solving 

لنډیز او را اخیستنه: انجنیر رسول امین (سلطاني) 

یاد کتاب د براین ټریسی (Brian Tracy) له شهکارو اثارو څخه یو دی چ په ۲۰۱۴ کال کی چاپ شوي، په یاد کتاب کی د وخت مدیریت، ښه پلان جوړونه، او د فکر د پراختیا په اړه مسایل څیړل شوی، لیکوال کاږی چ یاد ۳ فکتورونه د ښه ژوند د جوړولو اساسی او منلی فکتورونه دی چ باید کار پری وشي او په ژوند کی خپل شي. 

د تل په څیر لیکوال هڅه کړی چ د نړیوالو څیرو په ژوندانه د رڼا اچولو سره دغه ۳ مسایل واضح کړي، دا چ دا کتاب د حجم له مخی کوچنی ولی له مانا ډک دی نو موږه یی هم د کتاب نچوړ او مهم ټکی تاسي ته راخیستی.

د مغز او اعصابو متخصص ‘’Tony Bozan’’ وایی د انسان مغز له ۱۰۰ بیلیونه سلولونو څخه جوړ شویدی، چي هر یو یی بیا په متسقیمه او غیر مستقیمه توګه له ۲۰۰۰۰۰ څخه زیاتو سلولونو سره اړیکه لري. د ریاضي له اړخه ویلای شو چی: د انسان په مغز کي له ۱۰۰ تر ۲۰۰۰۰۰ بیلیونو افکار شتون لري. د انسان په ذهن کي د شته افکارو شمیر په نړی کی له کشف شویو مالیکولونو څخه زیات دي. په اصل کی ټول انسانان نابغه او استعدادونه یی د قدر او ستاینی وړ دی.

د ذهن توپان د ستونزو  دحل او موخو ته د رسیدو په برخه کی یو له اړینو او مهمو حل لارو څخه شمیرل کیږی. په دی حل لاره کی یوه یوه پوښتنه پیدا کیږی او د حل لپاره ی ستاسو ذهن په کار پیل کوي. زما په اند خلک کولای شی دی اسانه حل لاري ته په هغه نورو چی کشف شوی او یا هم د کشف په حال کی دی لومړیتوب ورکړی. بډای شی او خپلو موخو ته پری ورسیږی.

کیدای شی چي هغه چاپیریال چی تاسی په کښی ژوند کوی چندانی انګیزه بخښونکی نه وي، خو بی له شکه، چي داسی کسان او وسایل شته چی تاسو ته انګیزه درکړي. لکه الهام بخښونکی کتابونه، د لویو استادانو شاګردي، لوی مراسم لکه د ‘’Oscar’’ وګوری چی په هغه کی لویو لویو کسانو ته جایزی ورکول کیږی.

که موخه لرونکی او خلاق واوسی نو لیري نه ده، چي یوه ورځ به د نړي تر ټولو په مشهور کس بدل شی. د خلاقیت په جانس سره تاسو د ژوند لوړو څوکو ته ختلی شی. هڅه وکړی ځان داسی ځای ته ورسوی چی لایق یی یاست.

لیکوال بینجامین تروګو ‘’Benjamin Trogo’’ وایی: له وخت څخه تر ټولو بده ګټه اخیستنه دا ده چي تاسو یو کار په سم ډول ترسره کړی، په داسی حال کی چی د هغه کار لپاره هیڅ اړتیا نه وي. ډیری کسان په سختو کارونو مصروف وی او په خپل کار کی له پوره زحمت څخه کار اخلی، خو یوه څه ته یی پام نه وي هغه دا چی کوم کار چی نوموړی یی ترسره کوی ورته هیڅ اړتیا نه لری او له موخو سره یی هم هیڅ  تړاو نه لري. کله مو چی کارونه سم په مخ ځي او په کار کي مو ښه بوخت وی، خو پایله یی درته چندانی په زړه پوري نه وي نو ښه دا ده چی کار بس کړی او په یوه امن ځای کی کښینی، وخت ودروی د خوني ګروپونه مړه کړی، پردي کش کړی او له ځانه دغه پوښتنی وکړی چي: زه کوم کارونه ترسره کوم؟ د څه لپاره یی کوم؟ او څه ډول یی ترسره کوم؟)

بله خبره دا کله مو چي هم د موضوع حل په موخه له ټولو لارو څخه ګټه واخیسته، خو اصلی لاره مو پيدا نه کړه، ښه ده چي په هماغه ځای یي پریږدی او د یو څه وخت لپاره یی په ځای بل کار وکړی. ځکه ډیری مسایل داسي دي چي وخت ته اړتیا لري. د ستونزي حل پریښودل د بل وخت لپاره ددی لامل کیږي چي ستاسو ناخود اګاه او هوښیار ذهن دواړه شپه او ورځ د هغي موضوع په اړه فکر کوي، هغه ده چي بیا یی حل کول درته اسانه شي. 

انسان چی کله د یوه شکل په اړه فکر کوي او ګوري یی هغه لومړی په ذهن کي د یوه دوه اړخیز یا دوه بعدي شکل په څیر ګوري، خو د ړندو کسانو لپاره هر شکل یا جسم یو اړخیز ښکاري. د بیلګي په توګه تاسو د یوه کاغذ پر مخ دوه دایري پری رسامي کړی، دي شکل ته تاسو ګیلاس وايي، خو ړانده کسان په ډیري سختی سره ویلای شي چي دا یو ګیلاس دی. ان ډیر کله پري د یوه ګیلاس حکم هم نه شی کولای. نو کله چی د یو کار کولو پریکړه کوی اړ یاستی چی له ۳ واړه حواسو مو کار واخلی. ټول شیان درسره ولیکی د مسایلو په اړه خبری وکړی او یو بل بحث کولو ته رادعوت کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب