Homeخبرونههند کې د الوتکې غورځېدو پېښې د قربانیانو شمېر ۲۰ کسانو ته...

هند کې د الوتکې غورځېدو پېښې د قربانیانو شمېر ۲۰ کسانو ته ورسېده

تاند (شنبه، د اسد ۱۸) د هند د هوایي شرکت یوه الوتکه، چې د عربي متحده اماراتو د دوبۍ ښار نه هند ته روانه وه، د هند په یو هوایی ډګر کې تر کیناستو وروسته دوه ټوټې شوې ده.
تر پېښې وروسته لومړیو کې د یادې پېښې د قربانیانو شمېر ۱۶ تنه ښودل شوی وو خو انډیا ټوډې راپور ورکړی دی چې د یادې پېښې د قربانیانو شمېر ۲۰ ته لوړ شوی دی.
په الوتکه کې د پیلوټانو، عملې او مسافرو په ګډون ټول ۱۹۱ کسان سپاره وو.
د هند د جنوبي کیرالا ایالتي چارواکو ویلي، چې په دې پېښه کې د الوتکې د عملې په ګډون تر ۱۲۳ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.
دوی وایي د پېښې د رامنځته کېدو علت څرګند نه دی خو پولیسو ویلي چې دوی په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.
په ورته مهال ارګ هم په هند کې د مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو له امله خواشیني ښودلې ده.
‏ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان حکومت او خلک د هند د خلکو په غم کې ځان شریک بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...