جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeجنرال وزیريیوه اشتباه دوه پیړۍ غلامي | جنرال دولت وزیري

یوه اشتباه دوه پیړۍ غلامي | جنرال دولت وزیري

انګریزان څه ډول هند ته راغلل؟

د ختیځ هند کمپنۍ چې په ۱۶۰۰ میلادي کال د انګلستان هیواد په لندن ښار کې تاسیس شوې وه، د تاسیس موخه يې دا وه چې د هند سره تجارتي اړیکې ټینګې کړي او په هند کې په ارزانه بیه ځینې د اروپایانو د اړتیا وړ څيزونه را ونیسي او هلته په اروپا کې يې په ګرانه بیه وپلوري.

ویل دورانت امريکايې ليکوال ليکي:

«دوی به په هند کې په دوه مليونو رانيولي څیزونه په اروپا کې په لس ميلونه پلورل.»

دې کمپنۍ ته د شاه جهان له لوري د دې له امله چې د ده په اور سوي لور درملنه يې وکړه  په ۱۶۴۰ میلادي کال د ګنګا د سیند خولې سره نيږدي د (هو کلي) سیمه د ډالۍ په توګه ور کړل شوه.

له دې سره د نوموړي کمپنۍ له پاره د بشپړ فعالیت زمینه برابره شوه. همغه و چې دوی درې نورې سیمې چې کلکته هم په کې شامله وه را ونیولې.

په دی توګه کله چې د انګلستان پاچا (دویم چارلز) د پرتګال هیواد يوې شهزادګۍ سره واده وکړ.

د پرتګال پاچا د خپلې لور د ولور په بدل کې په ۱۶۶۲ میلادي کال د او رنګزیب د واکمنۍ پر مهال بمبي چې هغه وخت د پرتګال مستعمره وه خپل زوم یعني د انګلستان پاچا ته ورکړه.

انګلیسي ختیځي کمپنۍ په ۱۶۸۶ میلادي کال د خپلې کمپنۍ په ګټه په کلکتې، بمبئ او مدراس کې ستر تجارتي مرکزونه جوړ کړل. نوموړي کمپنۍ د ټولو نړيوالو قوانینو خلاف د خپلو تجارتي مرکزونو د ساتلو له پاره وسله وال ټولګي را منځ ته کړل.

له دې سره کمپنۍ د تجارت په نامه په ټول هند کې خپل حضور وغزاوه او د تجارت تر څنګ يې استخباراتي کارونو ته مخه کړه. د هند د حکومت مشران جهانګیر، شاه جهان، اورنګزیب او د بابري کورنۍ نور غړي د دې پر ځای چې د دې کمپنۍ د فعالیتونو مخه ونیسي، دوی په خپلو ميلو او چړچو بوخت وو.

د دوی د سیاسي اشتباهاتو او عياشۍ له امله وه چې ټول هند د انګريزانو لاس ته ولويده او پر هند د انګریزانو واکمنۍ تر ۱۹۴۷ میلادي کال پورې دوام وکړ.

د شاه جهان يوې وړې اشتباه څو پيړۍ هند د غلامۍ په حلقه کې بند کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب