یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهسهیل شاهین: له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو ژر تر ژره وتل...

سهیل شاهین: له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو ژر تر ژره وتل د دوی لپاره ښه ده

تاند (یکشنبه، د اسد ۱۹) د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له سپوټنیک اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي طالبان باور لري چې ټرمپ به د دوی او امریکا تر منځ د شوې هوکړې له مخې د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې خپل سرتیري له افغانستان څخه وباسي.

شاهین وايي دوی ددغه ګام هرکلي کوي او په خبره یې چې څومره ژر امریکايي پوځیان له افغانستان ووځي د دوی لپاره ښه ده.

د ښاغلي شاهین په خبره په ملکي برخه کې له امریکا سره د کار کولو په برخه کې کومه ستونزه نه لري او دغه هېواد کولی شي په افغانستان کې خپل سیاسي او ملکي حضور ولري.

خو شاهین زیاته کړې چې امریکايي ځواکونه دې ژر تر ژره له افغانستان ووځي.

شاهین دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې تر ولسمشرۍ ټاکنو پورې به خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب