یکشنبه, مې 19, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهد بریالیتوب لپاره د برایان ټرېسي توصيې او د هغه د خولې...

د بریالیتوب لپاره د برایان ټرېسي توصيې او د هغه د خولې الهام بښونکې خبرې

ژباړه: عبید الله سهاک
(درېیمه او څلورمه برخه)
 ـ یوازې او یوازې په یوه شي تمرکز وکړئ
برایان ټرېسي وايي: (( له لسو هغو موخو څخه چې خوښېږي مو او غواړۍ چې په راتلونکي کال کې یې تر لاسه کړئ یو لست چمتو کړئ او دغه پوښتنه مطرح کړئ ” که چېرې وکړی شم له یادو موخو څخه یوازې یوې ته یې ورسېږم؛ نو هغه به کومه موخه وي چې زما د ژوند په نېکمرغۍ کې اغېزمنه تمامېږي؟ ” هغه یو مورد د کاغذ پر مخ ولیکئ او د خپل ژوند د یوې اصلي او قطعي موخې په صفت یې په نظر کې ونیسئ )).
یوه تر ټولو مروجه تېروتنه چې خلک یې تر سره کوي دا ده چې دوی کوښښ کوئ تر څو په یو ځل ټول ژوند ته تغیر ورکړي. هغوي غواړي چې یوې اړیکې ته ننوځي، میلیونر شي او په خلکو کې ځانګړي ښکاره شي؛ خو د هغوي دغه کړنه د تمرکز د کمېدو لامل کېږي، د دې کار پر ځای خپل ټول ځواک د یوه تېره خنجر په څېر کړئ او ټولې هغه موانع چې ستاسو پر وړاندې د لارې پر سر شتون لري لمنځه یې پرې یوسئ.
ــ له خپل وخت څخه ښه استفاده وکړئ
برایان ټرېسي وايي: (( زه تل فکر کوم چې ژوند مې لمر ده او د ژوند ټول مختلف عوامل مې داسې سیارې دي چې د ژوند په شا او خوا مې را څرخېږي. دا عوامل کېدای شي ټول فزیک، ټولنیزې اړیکې او یا هم کار وي. زما ژوند کول هغه وخت تغیر کوي چې زه پوه شم د وخت مدیریت کول لمر ده او نور هر څه څرخېدونکې سیارې دي)).
کوم درس چې له پورتنۍ جملې څخه اخیستل کېږي دا ده چې تر ټولو ارزښتمنه سرچینه چې تاسو یې په خپل اختیار کې لرۍ هغه وخت یا زمان ده. که چېرې له هغه څخه په عاقلانه ډول استفاده وکړئ کولی شئ په ډېره چټکۍ سره خپلو موخو ته لاس رسی پیدا کړئ. د وخت مدیریت ده چې له امله یې یو شمېر وګړي لکه تیموتي اسکای یا مارک زاکربرګ میلیاردران شول.
کله چې خپل ځواک متمرکز کړئ، له ډېرې چټکې تېروتنې سره به زده کړه هم وکړئ، دغه تجربه د دې لامل کېږي چې تاسو له نورو څخه په چټک ډول خپل اوج ته ورسېږئ.کوښښ وکړئ چې له خپل وخت سره د پیسو په څېر چلند وکړئ تر څو په پرمختګ کې مو ډېره چټکتیا رامنځته شئ.
دوام لري…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب