یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهواشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر: پاکستان اوس هم د ترهګریزو ډلو...

واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر: پاکستان اوس هم د ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي

تاند (یکشنبه، د اسد ۱۹) واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني په تازه خبرو کې ویلي له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو وتل د سیمې په زیان دي.

د حقاني په خبره طالبان پر سوله باور نه لري او یواځې پاکستان غواړي د څه مودې لپاره له خپله ځانه د امریکا فشارونه کم کړي چې د همدې له پاره یې له طالبانو سره په ګډه د سولې ډرامه روانه کړې ده.

حقاني دغه راز وايي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به طالبان د پاکستان په ملاتړ د افغانستان حکومت پر وړاندې جګړه کوي.

ښاغلی حقاني زیاتوي پکار ده چې دې مسئلې ته توجه وشي او راتلونکي ګواښونه ته په پام سره هر قدم په احتیاط پورته شي.

نوموړی په سیمه کې د پاکستان د روانو ورانکاره سیاستونو مخالف دی.

هغه وايي پاکستان اوس هم د ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي او په سیمه کې د ترهګرۍ خپروونکی دی.

حقاني د پاکستان په حکومت غږ کوي چې د داعش او طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او له ګاونډیو هېوادونو سره دې ريښتیني همکاري وکړي.

حقاني دغه راز د پاکستان له حکومت غوښتي چې اوسنی سیاست دې تغیر کړي، څو پاکستان نړیوال باور تر لاسه کړي.

2 COMMENTS

  1. کچیری یاد پاکستان چارواکی رښتیا وایی نو نړیواله ټولنه او امریکا باید د پاکستان په اړه نهایی تصمیم ونیسی کچیری همدا حقانی درواغ وایی نو باید د پاکستان حکومت نړیوال امنیت شورا او امریکا ته دده په اړه شکایت وکړی نو لدی ښکاری چی هر وخت زیاتره پاکستانی چارواکی د پاکستان او انګریزانو د سیاست په اړه حقیقت وایی

  2. حقانى پہ امریکہ کى د پاکستان پخوانئ سفیر دئ۔
    پاکستان پہ اخپلو ڈپلومیٹانو کى تر ٹولو پوہہ
    ڈپلومیٹ پہ اول درجہ کى پہ
    امریکہ کى سفیر
    بیا پہ چین
    او ورپسے روس او سعودى کى سفیران ٹاکى،
    او دا خلگ تر ڈیر سخت پروسس راتیرسوى وى
    او اکسرہ د دوئ خلگ وى،،
    پہ خصوصى ڈول د پاکستانى فوج او د آغہ
    د جاسوسى استخباراتى اداروں پہ اجازت سفیران لگول کیژى،
    او بیا ہم د سفارت پہ دورہ
    او لہ آغہ پہ بعد کى ہم تر سخت نظارت سارنى لاندى وى،
    او د. دئ لہ خولے وتلئ یوو یوو لفظ تورئ
    ڈیر پہ زورا کتل او تلل کیژى،
    زہ پخپلہ یو ناخبرہ او ناپوہہ سڑئ یم،
    خو ما تہ دا سرگندہ دا،
    سى حقانى اوس ہم د پاکستان د استخباراتو خاص سڑئ دئ۔
    پاتہ دا خبرہ سى پاکستان مداخلہ کوى،
    ہر چا تہ معلومہ دا۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب