یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمارک ایسپر وايي، امریکا به د نوومبر تر پایه له افغاسنتانه ۵...

مارک ایسپر وايي، امریکا به د نوومبر تر پایه له افغاسنتانه ۵ زره سرتېري وباسي

تاند (یکشنبه، د اسد۱۹) د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، د سږ کال د نوومبر تر پایه به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر تر ۵ زرو لږ کړل شي.

ایسپر فاکس نیوز تلویزیون ته په مرکه کې وویل «موږ غواړو چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر د نوومبر تر پایه تر ۵ زرو هم لږ کړو.»

ده په عین حال کې وویل چې پینتاګون لا هم مکلف دی چې د دې پلان په اړه کانګریس ته معلومات ورکړپ او دا هم یقیني کړي چې ایا له دې سره د تروریستانو له لوري له افغانستان څخه امریکا خو نه ګواښل کېږي.

د ښاغلي ایسپر تر دې څرګندونو وړاندې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ په یوه مرکه کې ویلي و چې د نوومبر په درېمه د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پورې به له افغانستانه د ۴ زره او ۵ زره ترمنځ امریکايي پوځیان له افغانستانه څخه وباسي.

د سي این این د راپور له مخې، پینتاګون تېره میاشت راپور ورکړ چې طالبانو له امریکا سره د دوحې د موافقې له لاسلیکولو سره سره لا هم له القاعده سره اړیکې نه دي شلولي.

ایسپر تایید کړه چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر له دې سره کموي چې طالبانو د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې خلاف د افغانستان د دولت پر ضد بریدونو ته زور ورکړی دی.

د دوحې د موافقې پر اساس طالبان باید تشدد کم کړي.

په همدې حال کې د سي این این پر اساس، د پینتاګون ویندوی د پنجشنبې په ورځ په کلکه وویل چې د ولسمشر له لارښوونې سره سم به زرګونه نور امریکايي پوځیان له افغانستانه وایستل شي خو د پاتې ځواکونو ایستل به مشروط وي.

حاضردمه په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۸ زره ۶۰۰ ته رسېږي.

د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره سم، ټول امریکايی پوځیان د راتلونکي ۲۰۲۱ م کال د مې تر میاشتې پورې له افغانستانه وځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب