چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeمقالېاسلامد‌ ژوند‌ بدلون | محمدسعید سعادت

د‌ ژوند‌ بدلون | محمدسعید سعادت

په نړۍ کې انسانان الله تعالی په شکلونو،فکـــرونو،قدونو او رنګونو کې یو شان ندي پیدا کړي، دغســې د انسانانو ترمنځ رسمونه، رواجونه، دینونه مذاهب هم یو شان ندي پېدا شوي.
ځنې خلک پدې فکـــر دي که ډیر زحمت وباسم ډیر څه به لاس ته راوړم، خو ځنې بیا د ډیر زحمت ویستلو سره سره هم څه نشي ترلاسه کولای،ځنې انسانان پدې اند دي چې ښه تعلیم وکړم د لیسانس نه نیولې تر دوکتورا پورې سندونه تر لاسه کړم ژوند به مې ښه شي،خو ځنې انسانان د ډیرو سندونو په درلودلو سره هم په ژوند کې ځوریږي.
په دنیا کې د ژوند بدلون د رزق ویش بیا ځنې انسانان د تقدیر په ویش پورې تړي چې له احادیثو هم ثابت دی،که تاسې وګورۍ بې حسابه سرمایه داران بی سواده وي. د دنیاوي تعلیم لوی سندونه نلري،خانداني مالداري نلري، د یو عادي تجارت نه الله تعالی لویو پوړو ته رسولي وي.
ځنې انسانان د خپل فکــر له لاسه زوریږي خپله څه لاسته نشي راوړلای په بل یې نه لوریږي،او ځنې نور بیا د شکلونو،قدونو په لحاظ ځان معتبر ګڼي خو بیا هم په دنیا کې زیاتره بدرنګه بې قده خلک تری په ژوند کې بریالي دي او ژوند یې ښه وي.
داسې فکــر کول هم نادرست دی چې د تحصیل په کولو ژوند نه ښه کیږي تاسې د نړۍ اکثــره سرمایه داران ،لوړ پوړي چارواکي وګورۍ له پیله تر پایه یې ژوند مطالعه کړۍ پدې نتیجه به ورسیږۍ چې تحصیل یعنې څه؟،زما د ژوند ډیرې ملګري ټولګیوال چې ګورم په ښه موقفونو قرار لري ژوند ی تر ما ښه دی.
د دنیا ژوند بدلون یو امید د هر چا وي، خو د نورو په ښه ژوند پسې باید کړاو ونکړو د رزق ویش (تقسیم) د ښو تعلیمونو تر څنګ په ښه بخت (نصیب) پورې هم تړلې دی، کله، کله خلک وایې چې مالداري د کورودانې (ښځی) په بخت پورې هم تړلې ده.
په خپل ژوند کې به په هـــر حال شکر ګذار اوسیږۍ که سخته وه یا راحت.
همیشه په تیارو پسې رڼا وي.
ژوند الله تعالی په خپلو بندګانو یو امتحان ګـرځولې دی،د انسانانو صبر، حوصلې او زغم ننداره کوي، زیاتره صبر لرونکي انسانان پداسې ازمینو کې بریالي شي او د یو روڼ سهــار پېل وکړي،مګـــر ځنې انسانان بیا دغه ازموینه خپله بدبختي ګڼي ددې پر ځای چې خپل جهالت دنیا ته ښکاره کړي الله تعالی ناراضه کړي بل هیڅ لاسته نه شي راوړلای.
د کم ژوند زیاتې تجربې لرم داسې خلک چې د سهار یې درلوده خو د ماښام د رزق لپاره د الله تعالی ناامیده نه وو. نن د ډیر څه خاوندان دي، خو بیا داسې هم مې ولیدل چې تر پرونه یې په ښه لباس،ژوند، ښه رزق پسې زړه ناقرار وو نن د یو عادي موقف خاوند وي خو تیر ترې هېر دی،تر څنګ یې داسې سرفرازه خلک هم پیژنم چې پرون ښه نه وو مګـــر نن په لویو موقفونو قرار لري خو تېر وخت ی هېر ندې،هر ځای کې د ژوند خپلې سختې خلکو ته د مثال په توګه وړاندې کوي دغه خلک د شکـــر سره ژوند تیروي. ډیر څه لري په ژوند کې خوشاله هم دي او الله تعالی یې له یوې ورځې بلې ته لا ښه کوي د پرمختګ دروازې ورته پرانیزې.
شخصأ وایم که په هر حال کې قرار لرم الله ښه پوهیږي پخپل حال خوښ یم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب