عبدالرحمن فرقاني
انسانان ټول په یوه کچه اغېزمن او اثر لرونکي نه وي؛ ځینې کسان داسې ځانګړی حضور او اغیز لري چې خلک یې خبرو ته غوږ ږدي، په خبره یې باور کوي او له ناستې ولاړې یې اغېز او خوند اخلي. دې ډول شخصیت ته نن سبا «کاریزماتیک شخصیت» ویل کېږي. خو د اسلام او نبوي سنتو له نظره د انسان حقیقي جاذبه یوازې په ظاهري ښکلا، لوړ غږ، شهرت، ثروت،مقام او ډېرو خبرو کې نه ده نغښتې؛بلکې د کاریزماتیک شخصیت ریښه په صداقت، اخلاص، تقوا، تواضع، د نفس په کنټرول او له خلکو سره په خیرخواهۍ کې نغښتې ده.
نبوي سیرت موږ ته د داسې شخصیت بشپړ تصویر وړاندې کوي؛ داسې شخصیت چې زړونه یې د زور او مقام په وسیله نه، بلکې د اخلاقو، رحمت، صداقت او انساني چلند په وسیله خپلول.
تر ټولو لومړی د داسې شخصیت بنسټ رښتینولي ده. هغه څوک چې خبره یې له عمل سره برابره وي، خلک پرې باور کوي او په حضور کې یې د امنیت او ډاډ احساس کوي. الله تعالی فرمایي:
«لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ، كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ»
یعنې ولې هغه څه وایئ چې نه یې کوئ؟ د الله په نزد ډېره بده خبره ده چې هغه څه ووایئ چې نه یې کوئ.
رسول الله ﷺ هم د صداقت ارزښت داسې بیان کړی دی: «تاسې پر رښتینولۍ ټینګ اوسئ؛ ځکه رښتینولي نېکۍ ته لارښوونه کوي، او نېکي تاسو جنت ته رسوئ.»
رښتینولي یوازې یوه اخلاقي ښکلا نه ده؛ بلکې د انسان د نفوذ تر ټولو قوي سرچینه ده. خلک کېدای شي د یو انسان له ظاهري تصویر څخه یو څه وخت متأثر شي، خو د اوږدې مودې لپاره یوازې هغه چا ته خپل باور سپاري چې ژبه او عمل یې یو وي او امانتدارۍ باندې مشهور وي.
د اغېزمن شخصیت بله ځانګړنه دا ده چې له خلکو سره د ځان په څېر چلند کوي. د هغوی درد خپل درد ګڼي، د هغوی عزت ساتي او د خپلې ګټې تر څنګ د نورو ګټې هم ویني. رسول الله ﷺ فرمایي:
«له تاسو څخه هېڅوک تر هغه بشپړ مؤمن نه شي کېدای، څو د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي.»
همدا روحیه انسان له ځانمحورۍ او ځان غوښتنې څخه ژغوري او د خلکو په زړونو کې ورته ځای جوړوي او محبوب کېږي.
خو جذاب شخصیت په دې معنا نه دی چې انسان باید ځان له نورو لوړ وبولي. ریښتینی ځواک له تواضع سره مل وي. قرآن کریم د انسان د عزت معیار په مال، نسب، منصب، شهرت او ظاهري بڼه کې نه، بلکې په تقوا کې ټاکلی دی:
«إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ»
کله چې انسان له نورو سره په درناوي خبرې کوي، د هغوی خبرې په حوصله اوري او هغوی ته دا احساس ورکوي چې خبرې یې ارزښت لري، نو د هغوی زړونه خپلوي. ډېر ځله انسان د خپلې خبرې له قوت څخه نه، بلکې د خپل چلند له ښکلا څخه خلک قانع کوي.
د نبوي شخصیت یوه بله ستره ځانګړنه رحمت او همدردي ده. مؤمن انسان نورو ته یوازې د خپلو موخو د ترلاسه کولو وسیلې په سترګه نه ګوري؛ بلکې هغوی د احساساتو، دردونو، هیلو او اړتیاوو لرونکي انسانان ګڼي. رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«مؤمنان په خپلمنځي مینه، رحمت او خواخوږۍ کې د یوه بدن په څېر دي؛ کله چې د بدن یو غړی ناروغ شي، ټول بدن یې په بې خوبۍ او تبه کې ورسره شریکېږي.»
له همدې امله هغه څوک چې د خلکو خبرې اوري، د هغوی حالت درک کوي او د اړتیا پر مهال ورسره درېږي، په طبیعي ډول د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کوي.
خو متوازن شخصیت داسې نه وي چې خپل ارزښت د خلکو له ستاینې او خوښې سره وتړي. هغه له خلکو سره ژوند کوي، خو خپل شخصیت د خلکو په رضا پورې نه تړي. د خلکو مینه ورته ارزښت لري، خو د خپل اطمینان سرچینه یې یوازې د خلکو ستاینه نه وي. نه له خلکو ځان بېلوي او نه ځان پرې لوړ ګڼي.
له دې ټولو سره سره، د شخصیت تر ټولو لوی قوت د خپل نفس کنټرول دی. څوک چې خپل غوصه ، احساسات او غوښتنې نه شي کنټرولولای، د نورو د رهبري او اغېز دعوه هم نه شي کولای. رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«زورور هغه نه دی چې خلک په زور راوغورځوي؛ بلکې زورور هغه دی چې د غوصې پر مهال خپل ځان کنټرول کړي.»
د انسان حقیقي ځواک هغه مهال څرګندېږي چې د غوصې پر مهال چوپ پاتې شي، د انتقام توان ولري خو عفو وکړي، د سپکاوي په بدل کې سپکاوی ونه کړي او د احساساتو پر ځای د عقل او اصولو له مخې پرېکړه وکړي.
همدارنګه، اغېزمن شخصیت اصول نه پلوري. هغه د خلکو د خوښې لپاره خپل حق او باطل نه بدلوي. د هرې ډلې او هرې غونډې له مزاج سره خپل دریځ نه اړوي. هغه خپل ارزښتونه پېژني او د ټولنیز قبول لپاره یې نه قربانوي.
خو دلته یوه مهمه خبره ده: کاریزما او جذابیت په خپله فضیلت نه دی؛ بلکې یوازې د اغېز کولو وړتیا او مهارت دی،که دا وړتیا د خیر لپاره وکارول شي، د خلکو د اصلاح، خدمت او لارښوونې وسیله ګرځي؛ او که د ځانغوښتنې، شهرت، فریب او استعلاء لپاره وکارول شي، همدا اغېز انسان ته د تباهۍ وسیله هم کېدای شي.
له همدې امله نبوي لارښوونې د انسان ظاهري جذابیت نه، بلکې د هغه نیت، اخلاق او لوری سموي. که انسان خپل زړه له الله تعالی سره وتړي ، له خلکو سره په صداقت او رحمت چلند وکړي، خپل نفس مهار کړي او خپل نفوذ د خیر لپاره وکاروي، نو د هغه حضور یوازې جذاب حضور نه وي؛ بلکې ګټور حضور هم وي.
او تر ټولو ستره خبره دا ده چې د انسان حقیقي محبوبیت د خلکو په مصنوعي خوشحالولو نه ترلاسه کېږي. رسول الله ﷺ فرمایلي دي چې کله الله تعالی له یو بنده سره مینه وکړي، جبرائیل علیه السلام ته یې اعلان وکړي چې له فلاني سره الله مینه کوي؛ بیا یې جبرائیل علیه السلام خوښ کړي او د اسمانونو خلکو ته یې د هغه د مینې اعلان وکړي، وروسته په ځمکه کې د هغه لپاره جذابیت او منل ایجاد شي.
نو د نبوي شخصیت راز یوازې دا نه دی چې خلک دې شاوخوا راټول شي؛ بلکې دا دی چې ستا په شتون کې خیر پیدا شي، ستا په خبرو کې صداقت وي، ستا په چلند کې رحمت وي، ستا په قوت کې تواضع وي او ستا په نفوذ کې د الله تعالی رضا هدف وي.
ریښتینی اغېزمن انسان هغه نه دی چې خلک خپل اسیر کړي؛ بلکې هغه دی چې خلک له ده سره په ملګرتیا کې خپل عزت، خیر، امید او د نېکۍ لاره ومومي. او تر ټولو ستر بریالیتوب دا دی چې انسان د خلکو په زړونو کې له ځای پیدا کولو سره سره، خپل زړه د خپل خالق له دربار څخه نا هیلی نه کړي.