تاند (سه شنبه، د اسد ۲۸ مه) نن د اسد ۲۸ مه له بریتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ له 107 کالبیزې سره برابره ده.
د طالبانو په مشرۍ د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د (د اسد ۲۸مه) به په افغانستان کې عمومي رخصتي وي.
افغانستان د ۱۹۱۹ کال د اګست په ۱۹مه نېټه د شاه امان الله خان په مشرۍ خپلواکي ترلاسه کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ځینو غړی امان الله خان غندي او له عامه ځایونو څخه یې د پاچا امان الله خان عکسونه لېري کړي یا پاک کړي دي.
شاه امان الله خان د خپل پلار حبیب الله خان له وژل کېدو او د واک پر ګدۍ تر کښېناستو وروسته په خپله اجنډا کې خپلواکۍ ته لومړیتوب ورکړ. د افغانستان خپلواکي له برتانیايي امپراتورۍ سره له درې لویو جګړو وروسته ترلاسه شوه: د انګلیس – افغان لومړۍ جګړه (1839-1842) او د انګلیس – افغان دوهم جنګ (1878-1880)، چې دواړه د افغانانو په سوبې پای ته ورسیدل.
د افغانستان د خپلواکی یا آزادی یا استقلال د لاسته راوړلو د ماهیت او کیفیت په هکله می د قلم په قلب کی ډیری سپینی او توری او سرې او زرغونې او خوږې او ترخې او پستې او زیږې خبری ساتلی دی کومی چی نشئت ئې ممکن ډیرو وطنوالو ته د هاضمې وړ نه وی خو د لاندی ټکو نه څرګندونه را ته سخته ده:
د یو “وطن پرست ” کس او یو ” وطن دوست ” کس تر منځ جدال او مناقشه را منځته شوه، وطن پرست کس ویل چی یوه آزاده مرغۍ که څه هم وږې او تږې وی تر هغی مرغۍ بختوره ده کومه چی په طلائی قفس کی په نس مړه وی. وطن دوست کس ور ته ویل چی مغلطه ممنوع، مرغۍ د انسان سره د قیاس وړ نه ده، انسان که خپلواک او آزاد هم وی خو چی په نس او فکر او عقیده او ایمان وږئ وی نو ممکن چی هم ځان او هم نور زیانمن کړی.
سیاسی – ملی آزادی او خپلواکی ( البته که نن سبا زموږ غوندی هیوادونو کی شتون ولری) هغه وخت ارزښت درلودلای شی چی د خپلواکی مدعی انسان یا انسانان په هر څه یا لږ تر لږه په ګېډه او تفکر او د مدنی حقوقو په میراث ماړه وی.
بناءً پوښتنه دا ده:
آیا طالب یا عالم وولس کوم چی د خپلواکی د نعمت د درلودلو باټی بادوی آیا د خپلواکی په مزه او مفهوم او معنی پوهیږی او آیا د عام وولس نوری ټولی انسانی او وطنی هیلی او ارمانونه تر سره شوی دی چی پاتی شو د خپلواکی د لمانځنی د خوښۍ احساس؟