Home+په دې ورځ امریکا پر طالبانو حمله پیل کړه

په دې ورځ امریکا پر طالبانو حمله پیل کړه

تاند- له نن څخه 25 کاله پخوا د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر په ۷ مه امریکا او متحدانو یې په افغانستان کې د طالبانو پر رژیم بمبارۍ پیل کړې.

 امريکا دا بریدونه د سپتمبر د يوولسمې د بريدونو په غچ کې په افغانستان کې د القاعدې پټنځايونو د له منځه وړلو په هدف پيل کړل.

پر امريکا د سپتمبر د ۱۱ له بريدونو وروسته د دغه هېواد د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش طالبانو ته خبرداری ورکړ چې اسامه بن لادن وروسپاري او د القاعدې روزنځایونه له منځه یوسي، که نه نو جګړې ته دې ملا وتړي.

طالبانو دغه غوښتنې رد کړې او د امريکا پر وړاندې يې ننګوونکی دريځ خپل کړ.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷ مه د امريکا ولسمشر جورج بوش پر افغانستان د بريدونو د پيل اعلان وکړ.

له درنو بمباريو او د امريکا په مرسته د شمالي ټلوالې له مځکنيو جګړو وروسته د طالبانو نظام د ۲۰۰۱ کال د دسمبر په لومړۍ اوونۍ ورپرزېد.

خو امریکا د ۲۰۲۱ اګست په وروستیو کې خپل شل کلن حضور په افغانستان کې پای ته ورساوه هماغه طالبان چې د دوی د بریدونو په سبب یې رژیم نړېدلی وو بېرته پر افغانستان واکمن شول.

1 COMMENT

  1. دا عنوان غلط دی.
    په دې ورځ د امریکا په مشرۍ ناټو ټولوالې پر افغانستان یرغل وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...