جمعه, اپریل 19, 2024
Home+مردی از کوهستان" ناتمامه خو کامل اثر"

مردی از کوهستان” ناتمامه خو کامل اثر”

محب الله زغم 

«مردی از کوهستان» د ارواښاد سلیمان لایق وروستی، خو نیمګړی اثر دی چې تر مرګ وروسته یې چاپ شوی دی. «مردی از کوهستان» منظومه فارسي کیسه ده چې پنځه څپرکي لري او پیل یې پر یوې واقعي پېښې شوی دی. 

څه باندې شپږ کاله مخکې له څو نورو ملګرو سره د ښاغلي لایق لیدو ته ورغلی وم. په هاغه ورځ لایق صاحب د خپل ژوند په اړه ډېرې کیسې وکړې. یوه کیسه یې همدا وه چې د خلق ډیموکراټیک ګوند د واکمنۍ پر مهال چې دی مهم چارواکی و، یوه شرقي ولایت ته د ستونزو د هوارولو لپاره تللی و. هلته پوځیانو د حکومت یو مخالف جنګیالی یرغمل کړی و. جنګیالی دومره زړور او بې‌باکه و چې لایق صاحب یې حیران او مجذوب کړی و. ښاغلي لایق د خپلو ملګرو له مخالفت سره سره، هغه خوشی کړی و. وروسته لایق صاحب پر همدې پېښې د یوه منظوم ناول د لیکلو تابیا کړې وه. لایق صاحب ویل چې د منظومې د لیکلو په هماغه لومړیو وختونو کې امریکاییانو ورته وړاندیز کړی و چې له دې ناول څخه به په هالیووډ کې فلم جوړوي، خو ده ورسره نه وه منلې. 

دلته به وګورو چې ښاغلي لایق په دې کیسه کې څه ویلي دي. دا چې څنګه یې ویلي دي، د کیسې تر لنډیر وروسته به پرې وغږېږو.

چو هیکلی که خدایش تراش کرده به شوق

بلند قامت و مردانه و سلاح به دست

منظومه په همدې بیت پیلېږي. ډګرمن دغه دنګ، هډور، مېړنی یرغمل راوي ته ورولي او غواړي چې راوي د صحرايي محاکمې یعنې د یرغمل د وژلو امر ورکړي، خو:

و من که شاعرم و پاسبانِ ګرم حیات

ز سحرِ هیکل و ګوپالِ او شدم از جای

ز دست رفت مرا عقل و حکمتِ تدبیر

و ګفتمی به دګرمن نمی‌توان کشتن

چنین نهنګِ تن‌آور، چنین جوانِ اسیر

راوي چې شاعر دی او کار یې د ژوند ساتنه، د یرغمل د وژلو امر څنګه ورکړي؟ هغه وايي دا دنګه ځواني د نړولو نه ده. هغه خوشی کړئ چې نړۍ وپېژني؛ فکر وکړي؛ سمه لاره سهي کړي؛ له اشرارو څخه خپله لاره بېله کړي؛ او د ګوندیانو لويي وویني. ډګرمن یرغمل ته مخ اړوي او وايي چې زموږ د ګوند ښېګڼه به منې چې ژوند یې دروباخښه، ګنې ستا حق خو صحرایي محاکمه وه، نو زموږ د ګوند ستاینه وکړه. جنګیالی غورېږي، وايي ومې وژنئ خو مه مې تحقیروئ. که له مېړه څخه مېړانه واخلئ، نو نور به څه ورپاتې شي؟ زه مرګ منم خو بې‌ننګي نه منم.

ډګرمن چې د هغه غرور ته ګوري، بیا راوي ته وايي چې مه یې خوشی کوه. دی لا د مار بچی دی خو که یې خوشی کړې، ښامار به شي. 

https://taand.net/%d8%b2%d9%85%d9%88%da%96-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d9%86%d9%88%d8%b1%d9%88-%d9%84%d9%86%da%89%db%90-%da%a9%db%8c%d8%b3%db%90%da%89%d8%a7%da%a9%d8%aa%d8%b1-%d9%85%d8%ad%d8%a8-%d8%b2%d8%ba%d9%85/

راوي ورته وايي چې ته نو ولې د دې ماشوم په باټو دومره جذباتي شوې. بیا یرغمل ته په غوسه وايي چې ته د کومې مېړانې خبره کوې. قتل او غلا او چور مېړانه ده؟ په دغه لاره چې ته روان یې، دا د مېړنو لاره ده؟ د دې پر ځای چې پښېمانه وې، لا د مېړانې خبره هم کوې. نرتوب دا دی چې خپل وطن جوړ کړې، که دا دی چې د دښمنانو ګوډاګی شې او وطن وران کړې؟ ته به مېړنی یې، خو بې‌ماغزو مېړنی.

تو تیغِ دستِ یزیدی به قتل آل حسین

به دست شیر خدا تیغ ذوالفقار نه‌ای

د راوي، جنګیالي او ډګرمن ناندرې پسې غځېږي. راوي هڅه کوي چې د جنګیالي ذهنیت بدل کاندي چې تر خوشې کېدو وروسته فکر وکړي او خپله لاره بدله کړي. ډګرمن بیا بیا ټینګار کوي چې هغه باید ووژل شي. خو جنګیالی تر پایه پورې له خپلې خبرې نه اوړي او هر ځل وايي چې که مې په دې نیت خوشی کوئ چې زه به ستاسو احسان منم او له خپلې لارې به اوړم، نو مړ مې کړئ، ځکه چې دا له ما نه نه‌کېږي.

په آخر کې جنګیالی خوشی کېږي. او نور نو راوي چې تر دې دمه پورې د کیسې برخه‌وال و، په درېمګړي راوي اوړي او کیسه داسې روایت کوي لکه پېښو ته چې له پاسه ګوري.

ظفر، چې عسکرو ورته د خوراک شیان، د ده وسله او مرمۍ ورکړې دي، د خپل کلي ته خوا ته روانېږي. په ذهن کې یې د راوي خبرې تاوېږي راتاوېږي چې «دا جهاد نه دی چې تاسې یې کوئ، دا فساد دی. د خپل وطن ورانول مېړانه نه ده …» بیا زهره وریادېږي. په خیال کې خپله معشوقه ورسره خبرې کوي. ورته وايي چې ستا کار خو له کتاب سره و، تا څنګه ټوپک ته مخه کړه. ته خو د مینې سړی وې، نو څنګه دې کرکې ته غاړه ورکړه. ما اورېدلي دي چې تاسې نه واړه پرېږدئ، نه زاړه؛ نه پر پېغلو رحم کوئ، نه پر بوډیو. تا څنګه د قاتلانو سره لاس یو کړی دی. په همدې چورتونو کې روان دی چې د درنې چاودنې غږ غرونه لړزوي او د دوی د کلي پول په هوا کوي. دی ورځي او هغه شپږ تنه ږیرور او څڼېور چې پول یې په بم الوځولی دی، نیسي. لاسونه یې ورتړي او د خپل کلي خوا ته یې په مخه کوي. کلیوال مجاهدین د ده په لیدو سخت خوشحاله کېږي او د هغو ظلمونو کیسې ورته کوي چې د ده په نه شتون کې جهادي قومندانانو پر خلکو کړي دي. 

ظفر خبرېږي چې زهره رسول ته ورکوژده شوې ده. رسول د ده زړور یار او د جهاد نژدې ملګری و خو له زهرې سره د ده له مینې ناخبر و. د زهرې تره چې غیاث نومېږي او جهادي قومندان امیر ګجر زهره ځکه رسول ته ورکړې ده چې هغه خپل ملګری کړي او بیا د هغه په زور پر ټوله سیمه خپله واکمني وغځوي او ظفر هم ورباندې سټ کړي. ظفر ډېر ځورېږي خو چاره یې نشته. هغه رسول او خپل نور ملګري بېرته سره راټولوي او ورته وايي چې موږ به نه د دولت خوا نیسو، نه د جهادیانو. موږ به خپله سیمه د دواړو له شره ساتو. 

https://taand.net/%d9%85%d9%88%d9%84%d8%a7%d9%86%d8%a7-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%db%8c%d9%88%d9%88%db%8c%d8%b4%d8%aa%d9%85%db%90-%d9%be%db%90%da%93%db%8d-%d9%82%d8%a7%d8%a8%d9%84%db%8c%d8%aa-%d9%85%d8%ad%d8%a8-%d8%b2%d8%ba/

څه موده وروسته امیر ګجر له خپلو دوو سوو جنګیالیو سره د دوی پر سیمې د حملې په نیت راوځي. ظفر چې خبرېږي، رسول ته وايي چې د درې د دواړو خواوو لوړې څوکې دې ژر ونیسې او له هرې خوا دې د ګجر لښکر محاصره کړي. امیر لا ګومان کوي چې د ظفر کسان کم دي، نو دی به ورسره وجنګېږي، خو ځینې سرګروپان یې بغاوت کوي او وايي چې موږ د غرونو له عقاب )ظفر) سره جګړه نه کوو. امیر د غیاث په مشوره غاړه نرموي او داسې ښيي چې ګواکې دوی اورېدلي دي چې دولتي ځواکونه پر سیمه برید کوي، نو د مرستې په خاطر راغلي دي. ظفر رسول د هغوی هرکلي ته استوي او ورته وايي چې په درناوي یې بدرګه کړه او پام کوه چې خپه یې نه کړې. رسول ټینګ دی چې دا د لېوه ذات دی، ولې ورسره ښه کوې. پرېږده چې مړه یې کړو. خو ظفر وايي نه. رسول امیر ګجر او څو ملګري یې په ادب او احترام راولي. 

او کیسه همدلته ختمېږي.

سره له دې چې لایق صاحب دا منظومه ان په شپېتمو شمسي کلونو کې پيل کړې وه خو خدای خبر چې ولې ورنه همداسې نیمګړې پاتې شوې ده. خو کیسه که نیمګړې هم ده، اوچته شاعري په کې شوې ده. د منظومې ځینې برخې د آزاد نظم په قالب کې لیکل شوې دي خو ډېره برخه یې ترجیع بند او یوه نیمه برخه یې د غزل، مثنوي او قطعې په بڼه ده. دلته به د دې منظومې ځینې ځانګړنې راوسپړو. 

ژبه

د دې اثر په لوستلو سره سړي ته پته لګېږي چې لایق صاحب پر فارسي ژبه څومره برلاسی و. داسې ښکاري چې ژبه د ده په لاس کې د موم غوندې وه. په دې شعرونو کې د فارسي ژبې کلاسیکه بڼه هم وینو، معاصره هم؛ د ګړنۍ ژبې اصطلاحات هم په کې شته او له انګلیسي ژبې ځینې راغلې کلمې هم؛ یوه نیمه پښتو کلمه هم لري او د عربي ژبې ډېرې کلمې او عبارتونه هم. بېلګې یې دا دي: 

ببایدا – رسولا – مثال ده که به جا آوریم سرور من – به پشاور شو – فراز شد سوی کوی ملک به تنهایی – به سوی باغ شد و از درخت جوز کهن – ز سحرِ هیکل و ګوپالِ او شدم از جای – ګفتمی – نَبَرده – شرزه …

په دې جملو کې «مثال دِه» د ووایه یا امر وکړه په معنا ده چې په اوسنۍ فارسي کې یې څوک نه کاروي؛ د «شو، شد» اصلي معنا «کېږه، وشو» ده خو په کلاسیکه فارسي کې د «ورشه، ولاړ» په معنا کارېدل، همدارنګه «جوز» په پخوانۍ فارسي کې غوزانو/ مټک ته ویل کېده چې په اوسنۍ فارسي کې ورته چارمغز وايي او «ګوپال» په کلاسیکو متنونو کې د «ګُرز» او «شدم» د «پاڅېدم» په معنا کارول شوی دی. «نبرده (مېړنی، جنګیالی)» او «شرزه (خشن، زورور)» هم په د پخوانۍ فارسي کلمې دي او له « ګفتمی» څخه هم د کلاسیک نثر وږم لټېږي.

وا، تُنُک ، پیشترک، خوید، دور خورد، دورترک، ستنګ، کیسه‌بُر، چتاق، مرغ‌دزد، تاقین‌ربا، پُس پُس و سُر سُر، کو (کجاست)، پندیده‌تر، نمی‌پایی، یخن، خرسنګ، پرچال، تازید، اژده‌هار، راکت‌چی، کِشِک … د فارسي ژبې هغه کلمې دي چې په ولسي ژبه کې شته خو په لیکنۍ ژبه کې خورا کمې راغلې دي. د فارسي ژبې اکثره شاعران او لیکوال ګومان کوي چې هغه کلمې چې په قاموسونو/ ډیکشنریو کې نشته، هغه مبتذلې دي او کارول یې عیب دی. دا چې د فارسي ژبې تقریباً ټولې ډیکشنرۍ ایرانیانو لیکلي دي او هغوی ته د افغانستان د فارسي‌ژبو ګړني اصطلاحات نه وو ورمعلوم، نو ډېرې زیاتې کلمې ځنې پاتې شوې دي چې اوس افغان فارسي‌ژبي شاعر او لیکوال یې پر لیکلو شرمېږي. خو لایق صاحب چې لوی شاعر و، له کلمو سره یې دا تعصب نه دی کړی. د ولسي ژبې کلمو د هغه شاعري لا صمیمي او لا ښایسته کړې ده. همدارنګه، شاعر د ولسي ژبې ځینې ګړنې/ محاورې هم راوړي دي، لکه: غریو شادزی از سنګ و چوب بالا شد – که سیر آرد شود چند قرص نان فطیر – رسیده بود بلایی ولی به خیر ګذشت …

په دې شعرونو کې د عربي ژبې ځینې داسې کلمې راغلې دي چې په اوسنۍ فارسي کې عامې نه دي او د شلمې پېړۍ د لومړۍ نیمايي د فارسي شعر او نثر رنګ او خوند لېږدوي: خزید و پردۀ ساتر کشید بر تن خود، سعیر، اثیر، کثیر، مستتر، احرار، ابرار، حریر، به جز تمرد و فرط جنون مخواه از من، غزال منتقمم و آفتاب رسوایم، تدمیر، خائن بالطبع، رجعت، نیران، تزویر، خاسر، ذروۀ موج

او د پښتو او انګلیسي ځینې کلمې هم کارول شوي دي، لکه: کوشیر- به سعی بنده‌ګی ما ککی، غمی نشود – ولکان (دو چشم روشنش آتش ګرفت، ولکان شد).

د کلمو نوي کول

پر دې سربېره چې لایق صاحب په خپله شاعري کې کلاسیکه فارسي، معاصره فارسي، او ولسي فارسي رانغښتې دي، ژبه یې نوې کړې هم ده. د دې اثر ژبه سولېدلې کلیشه‌یي ژبه نه ده، بلکې نوې تازه ژبه ده. دا نویوالی که له یوې خوا د نویو ترکیبونو محصول دی؛ له بلې خوا، د نویو کلمو مولود دی. ښاغلي لایق په ځینو ځایونو کې معمول فعلونه بدل کړي دي او ژبې ته یې تازه‌ګي ورکړې ده، لکه: «تراش ګیرد» د دې مفهوم لپاره معمول فعل «شدن» دی «تراش شود» خو دلته د «شود» پر ځای «ګیرد» راغلی. «پروریده‌ای» د دې فعل اصلي بڼه ده «پرورده‌ای». د خپل ساه د بندولو لپاره په فارسي کې معمول فعل «حبس کردن» دی خو لایق صاحب وايي «نَفَس خود شکست». بل تخنیک چې لایق صاحب د ژبې د نوې کولو لپاره کارولی دی، په مشتقو او مرکبو کلمو کې د روستاړي او/ یا یې د اصلي برخې (ریښې) بدلول دي. دلته به یې ځینې نمونې راواخلو او په لیندیو کې به د دې کلمو عامې بڼې راوړو: تباه‌ګران (تباه‌کاران)، نبردآور (جنګ‌آور)، ستاره‌بار (پرستاره)، بهانه‌طلب (بهانه‌جو)، پرورش‌ده (پرورنده)، شوربخش (شور انګیز)، کرم شب‌نما (کرم شب‌تاب)، خوک ګونه (خوک مانند)، حادثه‌جو (ماجراجو)، فروش‌کار (فروشنده)، برهنه‌قامت (برهنه‌تن)، غیرپرست (بیګانه‌پرست)، فسون‌کار (فسونګر)، نوحه سازی (نوحه سرایی)، کاه‌خانه (کاه‌دان)، ستم‌باره (ستمګر)، کینه‌ور (کینه‌توز)، نبرد تیر به تیر (جنګ رو در رو)، نصیبۀ ما (نصیب ما)، ګاهوار (ګهواره).

نوي ترکیبونه

ښاغلی لایق په ترکیب جوړولو کې داسې استاد دی چې سړي ته حضرت بېدل وریادوي. دا اثر یې له نویو ترکیبونو مالامال دی چې ځینې نمونې یې دلته لولو: منِ فلک‌زده، سر پرفتنه، خلاب حوض کثافت، پر خشکیدۀ ګیاه، تفنګ مرګ، جسارت وحشی، کدوی سر، یل نبرده، شسته افغان، تنور غضب، درنده کسان، شکسته سری، سرب داغ مسلسل، تندپیچ حتمی مرګ، آتش تنان، جنګل اندیشه، فراز تخت تخیل، دره‌های بلند، تنک خمچه، آدم‌ربا، چراغ سرد خرد، کج آهنګ، ریش تنک، آتش فشان عصیان، مصیبت عالم‌ربا، تکیه‌ګاه شر، آه مختنق، دامِ آزار، دره‌های فلک‌سای، نخل خنک‌کشته، ادب‌ګاه عقل، سرد جان، سایه پرور، زهر صبر، جګرګاه، آفتاب‌آویز، شیشه‌کاری، نبرد تیر به تیر، خون‌سِتان، ګاهِ نازک پدرود، او لسګونه نور.

 تشبیه‌ګانې او تصویرونه

د لایق صاحب کمال یوازې د نویو ترکیبونو او نویو کلمو په جوړولو نه دی منحصر، بلکې بلا نوې تشبیه‌ګانې، نوي مثالونه، او په زړه پورې منظرکشۍ هم کوي. 

لبش ګزید به دندان و بوسه باران کرد

دو بازوان به تن ګرم عشقه‌پیچان کرد

چو شعله‌یی که بپیچد به ګرد موج حریر

و یا ګرسنه پلنګی به قامت نخچیر

دلته یې تر معشوقې د غېږې ګرځول له دریو شیانو سره تشبیه کړي دي: د پېروتي ګل له تاوېده سره، تر ورېښمین ټوکر د لمبې له ګرځېدو سره، او تر هوسۍ د وږي پړانګ له چاپېرېدو سره.

و پشته‌ها همه پوشید جامه‌های حریر

و دره غرق تنک خمچه‌ها چو لانۀ تیر

غونډیو ورېښمینې جامې واغوستې او دره (چې له ونو ډکه ده) د غشو له کڅوړې سره ورته بلل شوې ده.

تو خواب‌ګونه ز من رفته با شب ګذران

و من به یاد تو نالیده تا سپیده‌دمان

ته لکه خوب رانه ولاړې.

چو کوسه‌ماهی آدم‌ربا ز ذروۀ موج

و انفجار چو تب لرزه در مفاصل کوه

و پل ز ضربت آن انفجار مرګ‌آور

چو تیر خورده نهنګی میان رود خوید

چاودنې غر داسې ولړزاوه لکه یخه تبه چې د سړي بندونه لړزوي او پول د چاودنې له ضربه د سیند په منځ کې داسې څملاست لکه ویشتل شوی نهنګ.

و کوه‌ها به تُنُک روشنی ستاده چنان

چو ګوهرینۀ سلطان شبِ چراغانی

غرونه په تنکۍ رڼا کې داسې ولاړ دي لکه د سلطان د غمیو تاج چې د شپې څراغونو ته ځلېږي.

نسیم نغز ملایم چو دست مهر پدر

نری خوږ باد د پلار د مینې لاس سره تشبیه شوی دی.

قطارهای سپیدارها به زمزمه‌ها

چو کاهنان شب جنګل به ګاه قربانی

د سپېدارو ونو کتارونه چې د باد د لګېدو په وجه آواز کوي، هغه کاهنان بلل شوي دي چې د قربانۍ پر مهال دعاګانې کوي.

و شب چو کوزۀ اسرار دل فریفته‌ګان

شب خموش ولی پر ز صولت عصیان

شپه د مینانو د رازونو کوزه ده، شپه خاموشه خو د ګناه له ځواکه ډکه ده.

و آسمان کهن، کوژپشت آبی پوش

آسمان هغه کوږسټی چې نیلي جامې یې اغوستې دي.

سپیده‌های سحر شیر زد به سقف کبود

و چرخ راه چراغان خویش را پیمود

د سهار سپېدو پر نیلي چت شیدې وشیندلې.

و لاجورد افق ګشت رود خون آلود

و شب به جام طلا ریخت هر چه بود و نبود

او د سهارني شفق دغه بې ساری انځور وګورئ: د آسمان لاجورد په وینلړي سیند بدل شو او شپې خپل هر څه په طلايي جام کې واچول. دلته آسمان له لاجورد سره تشبیه شوی، شفق له وینلړي سیند سره، لمر د سرو زرو له جام سره، شپه له هغه چا سره چې خپله ټوله شتمني (ستوري) د لمر په زرین جام کې غورځوي. 

چو طفل ګم‌شده از خانه زار زار ګریست

د سختې ژړا لپاره د یتیم مثال مو په ډېرو شعرونو کې لیدلی دی خو له کوره د ورک شوي ماشوم مثال نوی او مناسب مثال دی.

موسیقي

د لایق صاحب دغه شعرونه ډېر خوږ آهنګ، مناسب ریدم او خوندوره موسیقي لري. د شعرونو ریدم او موسیقي داسې دي چې چېرته د ولولې او جذبې خبره وي، د مارش او شعار رنګ اخلي؛ کله چې د غم او خفګان خبره شي، د وایلن نغمه شي؛ او کله چې د مینې او وصال بیان کېږي، د اتڼ ډول غږوي.

په ځینو بیتونو کې د آوازونو تکرار شرنګېدلې داخلي موسیقي پنځولې ده. په دې بیت کې د «ز»، «ن»، «ض» او «ی» د تکرار موسیقۍ ته غوږ شئ:

به ما ګزندِ زبانی زدی ندانستی

که ضد زنده‌ګی خویشتن قضا کردی

او د دې نورو بیتونو د موسیقۍ خوند هم وڅکئ:

در این دیار عقابان و قله‌های بلند

زمین زمین منست و زمان زمان منست

ظفر ز جبن جبونان هنوز جوشان شد

چو رعد ثور سراپا غریو و افغان شد

که او دوباره همان قهرمان دوران شد

و مرد، مرد شود از نبرد با تقدیر

که فرق مرد مجاهد شود ز فرد اجیر

و شیر شرزه نګردد ردیف روبه پیر

که د لایق صاحب «مردی از کوهستان» منظومه نوره هم راوسپړل شي، ډېر نور کمالونه به په کې پیدا شي، نو زه به د دې بې‌ساري شاعر روح ته همدومره ووایم چې: 

ستا د ښایست ګلونه ډېر دي

ځولۍ مې تنګه، زه به کوم کوم ټولومه.

1 COMMENT

  1. که دا ښاغلی هماغه سلیمان لایق وي چې بېننسیوان یې په هکله وږغېد او د ډاکتر نجیب د وخت کیسه یې وګړه او هم که د بېننسیوان خبرې رښتیا وي، نو خدای دې ………………………………………………………..وکړي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب