یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د ژبپوهنې او ادب په تړاو د رقیه حسن نظریې

د ژبپوهنې او ادب په تړاو د رقیه حسن نظریې

څېړونکی: نثاراحمد «احمدي»، کابل پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي، پښتو څانګې ماسټرۍ پروګرام، د دویم ټولګي محصل

سریزه

ژبپوهنه د یو ځانګړي علم په توګه په ۲۰ مه پېړۍ کې رامنخته شوه او ژبپوهانو وکولی شول، د دغه علم په مرسته د ژبو په هکله د نوو څېړنو لپاره یو نوی ور پرانیزي او د ژبې ډېر تیاره ګوټونه پرې روښانه کړي.

په ټوله کې ۲۰ مه پېړۍ د ژبپوهنې د نظریو پېړۍ بلل کېږي او دا ټولې نظر یې زما لپاره خورا نوې او جالبې وې، ما هم د دغو نظریاتو په درشل کې د ژبې او ادب په برخه کې د وتلې لیکوالې، پروفیسورې او څېړونکې « رقیه حسن» په ژبپوهنیزو نظریاتو د څېړنې او شننې کلک هوډ وکړ او د دې څېړنې لپاره مې د بېلابېلو کتابونو پاڼې را واړولې، له توضېحي، تحلیلي او د ژباړې مېتودونو څخه مې پکې ګټه واخیسته.

د ژبپوهنې نړۍ د مشهورو او نامتو څېرو څخه یوه هم رقیه حسن ده، چې د خپلو نظریاتو په مرسته یې وکولی شول، د ژبپوهنې په کږلېچونو باندې رڼا واچوي او هغه وڅېړي.

په یاده مقاله کې مې هڅه کړې، د رقیه حسن نظریې په منظمه بڼه روښانه او توضېح کړم او د دې مقالې له لوستلو وروسته به پوه شو، چې رقیه حسن څوک وه، څه یې ویلي وو او ولې یې تر ننه پورې د ژبپوهنې په نړۍ کې خپل نوم روښانه ساتلی دی.

د رقیه حسن « Ruqaiya Hasan» پېژندګلوي

رقیه حسین د ۱۹۳۱ زېږدیز کال د جولای په درېیمه د هند په پراتاپګار کې زېږېدلې ده.

 نوموړې د ژبپوهنې استاده او څېړونکې وه او د انګلیسي د مشهور ژبپوه او څېړونکي مایکل هالیډې مېرمن وه.

رقیه حسن د خپل مسلکي فعالیت په کلونو کې د خبرو کولو هنر، کلتور، شالید، متن، اوب، لیکسيکوګرامر او د ماناپېژندنې تنوع برخو کې کتابونه او زیات شمېر مقالې لیکلې او خپرې کړې دي.

دغه راز هغې په ۱۹۵۳ زېږدیز کال کې یې الله آباد پوهنتون کې د انګلیسي ادبیاتو او تاریخ زده کړه وکړه، د هغې مشر ورور زوار حسن چې په پاکستان کې یې د خبریال په توګه کار کاوه، په ترڅ کې یې هغه او د کورنۍ پاتې غړي په ۱۹۵۴ زېږدیز کال کې لاهور ته راوستل.

 رقیه حسن له ۱۹۵۴زېږدیز کال راهیسې په لاهور کې د کڼو زده کړیالانو اړوند پوهنتون کې د استادې په توګه تدریس کاوه، له هغې وروسته یې په ۱۹۵۸زېږدیز کال کې د پنجاب ایالت له لاهور پوهنتون څخه په انګلیسي ادب کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.

رقیه حسن په ۱۹۶۴ زېږدیز کال کې د برتانوي شورا د سکالرشیپ په توګه اډینبرو ته ولاړه او له اډینبرو پوهنتون څخه یې د ژبپوهنې په برخه کې دکتورا ترلاسه او له هغې وروسته یې د انګلستان په څو پوهنتونونو کې تدریس کړی دی.

دغه راز نوموړې په وروستیو کې د اسټرالیا هېواد د سېډني په مک‌کواری پوهنتون کې د استادې په توګه دنده ترسره کړې ده ، چېرې چې هغه په ​​۱۹۹۴ مخزېږدیز کال کې د پروفیسور په توګه تقاعد شوه.

رقیه حسن په ډېرو هیوادونو لکه امریکا، کینیا، جاپان، سینګاپور، ډنمارک او هانګ کانګ کې د افتخاري استادې او روزونکې په توګه تدریس کړی دی، چې بلاخره نوموړې په ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جون په ۲۴ مه نېټه د اسټرالیا په سېډني ښار کې د ۸۳ کلونو په عمر مړه شوه.

په ټوله کې د رقیه حسن نظریات په لاندې برخو راڅرخي:

د متن جوړښت

رقیه حسن په ټوله کې د متن جوړښت، د متن اوب او د متن پېژندګلوي برخې څېړلې دي.

نوموړې  د خپلو ۵۰ کلنو مسلکي فعالیتونو په اوږدو کې د ژبپوهنې په دایره کې د یو شمیر لویو پېچومو د لرې کولو په موخه کار وکړ.

د هغې لومړنیو مطالعاتو د ژبپوهنې د علم په اډانه کې د متن جوړښت او اوب/بافت مطالعاتو ته لار پرانیستله او د متن په کلي جوړښت کې یې اوب او ټولنیزو نقشونو ته خپل پام واړاوه.

۱- متن:

متن هغه ژبه ده، چې د موقعیت او بېلابېلو شرایطو په اوب کې دنده ترسره کوي.

رقیه حسن ترډېره متن د بېلابېلو شرایطو په اوب پورې تړلی بولي او زیاتوي چې اوب د متن په ماهیت کې بنسټیز نقش لري.

متن د مفاهېمو یو له هغو هستوي برخو څخه دی، چې د کړکۍ په څېر د لوستونکي ذهن د کتاب، مقالې او نور لیکنو… له داخلي نړۍ څخه خارجي نړۍ ته لېږدوي او دا د بهرني چاپېریال د موضوعاتو د لوستلو له پاره د نقشې حکم لري؛ نو په همدې استناد موږ کولای شو، ووایو چې اوب د یومتن یا جملې کره بڼه ده او دا موږ ته راښیي، چې د یاد ژبني واحد چار، نقش یا مانا څه ده.

همدارنګه رقیه حسن ټينګار کوي، چې اوب /بافت او متن یوله بله سره ډېرې نیږدې اړیکې لري، دا ځکه چې مفهوم د دې دواړ له یوځای والي پرته نه شي بیانېدلی.

هغه استدلال کوي، چې ژبه یوه ټولنیزه فرهنګي پدیده ده، تر څو چې د متن له موقعیتي او فرهنګي اوبونو خبر نه شو، مانا به یې راته واضېحه نه وي او ځینې وخت شاید زموږ استنباط غط ثابت شي.

(حسن، هلیډې،۱۳۹۳:۱۳۵)

۲- د متن پیغام او مفاهېم:

په حقیقت کې پیغام د قالب کلي جوړښت دی، چې لیکوال خپله موخه پکې څرګندوي.

رقیه حسن استدلال کوي چې د هر متن شاته یو بل ضمني متن موجود دی، کوم چې موږ یې د استنباط په توګه یادوو؛ نو همدغه استنباطونه په حیقیت کې د یوه لیکني متن ضمني متنونه ګڼل کېږي.

همدارنګه  د “متن سره” مفهوم د هغه څه څخه بهر دی چې ویل شوی یا لیکل شوی؛ په دې مفهوم کې غیر لفظي پېښې شاملې دي، د بېلګې په توګه ټول چاپېریال چې متن پکې واقع کېږي.

 له همدې امله دا د متن او هغه وضعیت ترمنځ اړیکه رامینځته کوي چې په حقیقت کې متن واقع کېږي.

په دې عمومي موضوع کې زموږ تمرکز به په ځانګړو شیانو وي چې په ژبپوهنه کې متن ته ورته ویل کېږي. البته، موږ تل د شرایطو په توګه په وضعیت تکیه کوو چې متنونه راځي او پکې تفسیر کېږي.

د هر متن چوکاټ او اساس هغه موقعیتي اوب دی چې موږ پکې یو، لکه: له دوکان دار سره د سودا پېردولو په وخت د خبروکولو/ مکالمې  متن او طریقه، له اولاد سره د مور او پلار خبرې او نور…

مګر په موقعیتي اوب کې باید ځای او وخت دواړه په نظر کې ونیول شي.

له دې څخه مالومېږي چې هر ځای بېلابېلې ځانګړنې لري او د همدې ځانګړنو اواشارو په مرسته د کلمو، جملو او متن سمه مانا پیدا کېږي. لکه: کور (دویم کور په مانا، اصلي کور په مانا او د تېروتنې په مانا…)

همدارنګه د مهال اوب کې ټولنیز، سیاسي نظامونه او د خلکو د افکار بدلونونه په الفاظو او متنونو کې هم بدلون راولي چې موږ د وخت او مهال اوب په مرسته کولای شو، په ټاکلي وخت کې د کلمو، جملو او متنونو په اصلي مانا وپوهېږو.

حسن زیاتوي: د هغه چا، شي یا ځای لپاره چې په باره کې یې متن راوړل کېږي، د فاصلې نیږدېوالی او لرې والی مستقیما د متن په توکو او چوکاټ کې تغیرات راولي.

د هغې په باور ټول پیغامونه په دریو بڼو خپرېږي(فونیک/آوایي/صوتي/ غږیز، لیکني او ګرافیک/انځوري) چې دا هر یو په خپل ځای کې ځانګړی اغېز لري؛ مګر د انځوریزو هغو ارزښت ترټولو لوړ دی.

 (حسن، هلیډې،۱۳۹۳:۱۳۹، ۱۴۷مخونه)

د متن چاپېریالونه

هر متن دوه چاپېریاله لري، (له ژبې بهرچې ضمني او تفسیري برخې پکې راځي او ژبنی چې د ژبنیو داخلي توکیو پر مټ جوړېږي).

د متن د لیکلو برخې/ اجزاوې:

الف:جوړښت: په دوو برخو (داخلي یعنې د لیکلو طرحه او بهرنۍ یعنې شکل لکه داستان، ډرامه…) پکې راځي.

ب: محتوا (په دې کې د محتوا عناصر شامل دي).

د حسن په خبره چې له ژبې څخه طبیعي استفاده په يو منظم چوکاټ کې ترسره کېږي، خو په ټوله کې ژبنی چوکاټ دوې برخې لري اوب/ بافت او جوړښت چې په هغه نظم کې ژبه په استفاده یا عمل کې احساس کېږي، دغه ځانګړنې له موقعیتي بافت/اوب سره نیږدې اړیکې لري چې په هغو کې خبرې کول روح اخلي.

دلته د بافت/اوب اړیکه د متن له جوړښت سره تر بحث لاندې راځي، د متني جوړښتونو د تاسیس او اېجاد لپاره بافت/ اوب بنسټیزه دنده لري؛ نو په دې ترتیب موږ کولای شو چې د یوه متن د زاویو په سپړنه کې له فرهنګي اوب څخه ګټه واخلو.

رقیه حسن- ویکي پیدیا

د رقیه حسن د دوکتورا په برخه کې د لومړنۍ څېړنې وروسته د ژبې او لفظي هنرونو سره اوږده علاقه پیل کړه او څرګنده یې کړه، د لفظ هنري ارزښت ځکه مهم او د پام وړ دى، چې مخينه يې د بشريت له تاريخ او بشري ژبې له پيدايښت سره تړلې ده، هنرمند انسان ته يې ددې ځواک ورکړى چې په خپله ژبه او الفاظو کې پر نورو د اغېز شيندلو لپاره ځانګړى مهارت پيدا کړي او له دې لارې په مخاطب کې د خپل اثر اغېز وګوري.

هغې وویل، د هنر يوه ځانګړنه داده، چې د هنرمند او مخاطب تر منځ يوه احساسي اړيکه رامنځته کوي، پرمخاطب اغېز کوي، له همدې امله ده چې هنر ددغې اړيکې پر مټ د خلکو په يو ځاى کولو کې رول لري او په دې باوري وه، چې د هنر درک هر ډول انساني کړنې را نغاړي او هغه احساسات چې پخوا يې تجربه کړي، نندارې ته وړاندې کوي.

حسن زیاته کړه، چې بله خبره په ټوله کې د هنري ارزښت ده، هنري ارزښت د ادبياتو پېژندنې او مطالعې په برخه کې يوه مهمه او بنسټيزه ځانګړتيا ده، دغه ارزښت دی چې ادبي اثار پرې له نا ادبي اثارو بېلېږي او د ادب څېړونکي کار اسانوي.

په ۱۹۶۰ لسیزه کې هغې د ټولنیزو ژبو د څېړنې په مرکز کې د ژبې او د شکلونو د بڼو وېشلو په اړه کار کاوه، چې دې کار هغه د مانایي تنوع په اړه څېړنې ته چمتو کړه او د هغه د لومړنیو مطالعاتو لپاره هڅونه او معلومات د هغه څه په اړه چې متني یووالي ته لار پرانیزي، چې بلاخره یې د متن د جوړښت او اوب(هغه چاپېریال چې جمله پکې ویل شوې ده) اصطلاح رامنځته کړه.

هغې توضېح کړه، ژبنی اوب په حقیقت کې د یوې ژبې د کلمو او چاپېریال په شرایطو پورې تړلی دی، چې د کلمو د ژبنیو شرایطو څخه اساسي موخه د کلمو هغه ټولګه ده، چې په یوه جمله یا عبارت کې خوا په خوا راځي او د کلمو دغه ډول راتګ او شرایط مستقیما د هرې کلمې په مانا باندې د پام وړ اغېزه لري. د مثال په ډول د «خراب» کلمه چې اصلي مانا یې د متن په اوب کې ټاکل کېږي.

اوبل ډول یې فزیکي اوب/بافت وباله، چې موږ په یو ټاکلي ځای او وخت کې کلمه په پام کې نیسو. د بېلګې په توګه، که تاسو د “بانک” کلمه وګورئ، چې بېلابېلې ماناوې لري، مګر که تاسې دغه کلمه د یوې ودانۍ په مخ وګوری، نو تاسو به پوه شئ چې د دې کلمې مانا په حقیقت کې د همدغه بانک لپاره کارول شوې ده.

د هغې په نظر یو بل مهم ټکی دا دی، چې د یوې کلمې د مفهوم د ترلاسه کولو په اړه زموږ پوهه په ذهني انځور پورې اړه لري او دا چې د یوې جملې یا متن سره زموږ په ځای او وخت کې زموږ تفسیر تر ډېره توپیر لري. یعنې د خلکو د پوهې د کچې لوړوالی د مفهوم په ژر اخیستلو او د مانایي تنوع برخه کې مهم نقش لري.

حسن په خپل بل کتاب کې چې عنوان یې دی “د ژبې شرایط او متن» د ژبې اړخونه په ټولنه کې د نښې پېژندلو اړخونه تر نامه لاندې خپور کړ، هغې د متن جوړښت او  اوب/بافت شرایط تشرېح کړل او دا یې روښانه کړه چې اوب د متن په جوړښت او تغیر کې بنسټیز نقش لرلای شي.

هغې د ژبپوهنې نظريې په دوو برخو وېشلې دي: “بهرنۍ” او “داخلي”.

 هغې د “بهرني” اصطلاح په هغو تیوریو باندې پلي/ تطبیق کړه، چې په هغه کې ژبه د مانا په جوړولو کې “دویم رول/ نقش” ترسره کوي.

 هغې څرګنده کړه، چې په بهرنیو نظریاتو کې، “ژبه د نومولو وسیلې ته راټیټه شوې، دا د نومونو مجموعه کېږي چې مخکې موجود شیان، ملکیتونه، پېښې، کړنې او نور ټاکي.

د نومولو شرط دا دی چې پدیده شتون لري او د پېژندلو وړ وي،د ځانګړو هویتونو درلودل د هغه “نومونو” څخه خپلواک وي چې د ژبې ویونکي غوره کوي.”

Describing Language Form and Function Macquarie University Hasan, Ruqaiya

دا چې ژبه د خبرو کولو وسیلې سربېره د فکر کولو او هنريت نقشونه هم ترسره کوي، هغې له ژبپوهانو وغوښتل چې بهرنی لید پرېږدي او پرځای یې د ژبپوهنې ماډل لپاره”چې دا کار کولی شي”  استدلال وکړي.

په ساحه کې مطالعه

حسن د مایکل هالیډې له خوا د ۱۹۶۰ لسیزې راهیسې د ژبني جوړښت ماډل تعقیب کړ، مګر هغې وړاندیز وکړ، چې ژبنی جوړښت باید د دریو بنسټیزو څانګو(ساحه، دوره، حالت اوطریقه) په توګه وګڼل شي، هغې استدلال وکړ، چې د دسوسور د ژبپوهنیزو نظریاتو د اختلاف د حل لپاره د هغه وخت د شرایطو هراړخیزه څېړنه اړینه ده.

حسن په ۱۹۷۳ کې د “اړونده شرایطو” [په متن کې د شرایطو اړخونه] او هغه څه چې هغه یې “مادي موقعیت” بولي، نظریې توپیر وکړ.

 هغې ” د اړونده شرایطو” د مطابقت هغه چوکاټ چې د متن د ژبې لخوا روښانه کېږي” د “نښانه یي جوړښت” په توګه تعریف کړ؛ ځکه چې اړونده شرایط یو “نښانه يي جوړښت” دی، هغې استدلال وکړ، دا باید “د ژبپوهنې په تشریحي مدار کې وي.”

 برسېره پردې، څرنګه چې په ژبپوهنه کې نښانه یي جوړښت د ژبې یوه ټولنیزه تیوري ده، نو دا په دې دود کې د ژبپوهانو دنده ده چې “دا جوړښت روښانه کړي”.

(حسن، هلیډې،۱۳۹۳:۱۳۸)

د مانایي تنوع مطالعات

حسن ۱۰ کاله د سیډني په مک کوارې پوهنتون کې د کار کولو پرمهال، « د ماشومانو د تمایل/ علاقې په جوړولو کې د ورځنۍ ژبې نقش» په څېړنه کې تېر کړل.

 هغې د دې څېړنې څخه د خپلو موندنو تشرېح کولو لپاره د مانا پوهنې تنوع اصطلاح غوره کړه، دا اصطلاح لومړی د لیباو او وینر له لوري رامنځته شوې وه.

 د دې مفکورې په وړاندې کولو سره، لیکوالانو په ښکاره ډول د ټولنیزې ژبپوهنې مفهوم په توګه د ماناپوهنې تنوع/ توپیر د عمر پورې تړلي احتمال څخه پرته رد کړ.

د حسن کار د مانایي تنوع د تجربې څېړنه وه، چې بلاخر هغې د مختلفو ټولنیزو موقعیتونو په کورنیو کې شاوخوا ۱۰۰ ساعته طبیعي خبرې راټولې کړې.

هغې د ټولنیزو موقعیتونو د توپیر لپاره د مسلکي لوړ خپلواکۍ او ټیټې مسلکي خپلواکۍ اصطلاحات وکارول او څرګنده یې کړه د خبروکولو اغېزه د هغو کسانو څخه توپیر لري، چې وخت یې د نورو په اختیار کې وي.

په دې اړه(د مانایي تنوع په تړاو) د کالیفورنیا په پوهنتون کې پروفیسور جې لیمکي لیکي:

د دې کار پایلې لږ تر لږه دوه ډوله وې:

لومړی دا چې د ټولنیزو(لوړې، منځنۍ او کارګر) طبقو کې د میندو او ماشومانو ترمنځ د پوښتنو او ځوابونو، امرونو، غوښتنو، او دلایلو په بیانولو کې د هغوی د ژبو په سټایل وپوهېږو او دویم، په دې پوه شو چې د معمول په ډول د یو ښوونکي له ماشومانو سره خبرې څه ډول دي.

له دې څخه ویلی شو، د ښوونې او روزنې او د ټولنیزې پالیسۍ په برخه کې د خبروکولو سټایلونه او سبکونه د پام وړ توپیر لري.

حسن په ژبپوهنه او ټولنپوهنه کې د خپلو مالوماتو پر بنسټ استدلال کوي چې د مانا په جوړولو کې تنوع د ټولنیز نقش سره نه بېلېدونکې اړیکې لري.

(حسن، هلیډې،۱۳۹۳:۲۳۵)

لفظي هنر مطالعه

د لفظي هنر په اړه رقیه حسن وایي، چې موکاروفسکي، د پراګ د مکتب د ژبپوهانو څخه دی، “د لفظي هنر د ماهیت او د ژبې سره د هغې د اړیکو په اړه یې خورا همغږی نظر” وړاندې کړی دی.

 موکارروفسکي استدلال وکړ چې شاعرانه ژبه د ژبې د یوې برخې په حواله نه شي تعریف کېدلی؛ بلکې ویلی شو چې پرځای جمالیات د ژبې د ځانګړتیاوو د کارولو طریقه ده، له موکاروفسکي څخه حسن د مخکینۍ مانا مفهوم واخیست.

رقیه حسن د ژبې د ادب او جمالیاتو په برخ کې د “تلفیق کولو” په پروسې تمرکز وکړ.

دې څرګنده کړه، “تلفیق کول” هغه وسیله ده، چې له مخې یې د یو څيز دویمه مانا/نښه را ښکاره کېږي، دا هغه پروسه ده چې “د مانا یو حکم د دویمې مانا لپاره د استعار په توګه کاروي”.

Unity in Discourse Texture and Structure The Collected Works of Hasan, Ruqaiya,

پایله

رقیه حسن د مشهور ژبپوه مایکل هلیډې مېرمن وه، نوموړې د معاصرې ژبپوهنې د نظریاتو په برخه کې یو له مهمو اشخاصو ګڼل کېږي او په ټوله کې یې د خپل مسلکي فعالیت په کلونو کې د خبرو کولو هنر، کلتور، شالید، متن، اوب، لیکسيکوګرامر او د ماناپېژندنې تنوع برخو کې کتابونه او زیات شمېر مقالې لیکلې او خپرې کړې دي.

حسن د ژبې ډېری تیاره ګوټونه د خپلو نظریاتو په پایله کې توضېح کړې دي، چې یو له هغو څخه د ژبې د اوب/ بافت موضوع ده او څرګنده یې کړه چې  اوب د ژبنیو توکو په بشپړ پروسس کې بنسټیز نقش لري.

د نوموړې دا نظریې دژبپوهنۍ په نړۍ کې «د رقیه حسن د نظریاتو» په نامه یادولای شو.

نوموړې د ژبپوهنې سربېره هنري او ادبي برخه کې هم خپل قلم ځغلولی دی او څرګنده یې کړې ده، چې د لفظ هنري ارزښت ځکه مهم او د پام وړ دى، چې مخينه يې د بشريت له تاريخ او بشري ژبې له پيدايښت سره تړلې ده، هنرمند انسان ته يې د دې ځواک ورکړى چې په خپله ژبه او الفاظو کې پر نورو د اغېز شيندلو لپاره ځانګړى مهارت پيدا کړي او له دې لارې په مخاطب کې د خپل اثر اغېز وګوري.

له دې سربېره حسن د متن جوړښت، اوب، د متن هویت او یو شمېر نورو برخو کې څېړنې کړې دي.

اخځلیکونه

۱- حسن رقیه، هلیدی، مایکل، زبان، بافت ومتن، ۱۳۹۳، نشرعلمی، تهران.

2- https://en.wikipedia.org/wiki/Ruqaiya_Hasan

3- https://www.equinoxpub.com/home/unity-discourse-texture-structure-collected-works-ruqaiya-hasan- vol-6-ruqaiya-hasan-edited-jonathan-j-webster/

4- Describing Language Form and Function Macquarie University Hasan, Ruqaiya

5- Unity in Discourse Texture and Structure The Collected Works of Hasan, Ruqaiya,

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب