پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهسوات کې یوه ښځه او درې پېغلې لوڼې یې وژل شوې دي

سوات کې یوه ښځه او درې پېغلې لوڼې یې وژل شوې دي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۵ مه) د کوزې پښتونخوا د سوات سیمه کې له یوه کور څخه د یوې مېرمنې او د هغې د درېیو پېغلو لوڼو جسدونه ترلاسه شوي.

یوه سیمه ییز پولیس چارواکي عمر رحيم ویلي، چې د پېښې انګېزه تر اوسه نه ده معلومه، خو څېړنې یې پيل شوي.

ویل کیږي چې د پېښې په تور د ښځې د ژوند د ملګري او د نجونو د پلار د نیولو هڅې روانې دي.

لا کره نه ده دا پېښه هغه کړې او کنه، خو شک پرې شوی.

دا هم نه ده ښکاره، چې دا پېښه د نورو داسې وژنو په شان د غیرت یا ناموسي وژنو په نوم کومه پلمه او توجیه تر شا لري کنه؟

په وروستیو کې له پښتونخوا څخه داسې خبرونه زیات شوي، چې دلیل یې د پاکستاني مدرسو او ملایانو له لارې د مذهبي افراطیت زیاتوالی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...