دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهټي ټي پي: القاعدې سره تړاو او افغانستان کې حضور دواړه نه...

ټي ټي پي: القاعدې سره تړاو او افغانستان کې حضور دواړه نه لرو

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۵ مه) د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي مشر نور ولي محسود د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړی، چې ډله یې ګواکې القاعدې سره د اړیکو تر څنګ د افغانستان له خاورې د پاکستان خلاف ګټه اخلي.

نوموړي په یوه پيغام کې ویلي:  « موږ خپله جګړه کې بهرنۍ مرستې نه ترلاسه کوو او نه هم ورته اړتیا لرو. د الله په حکم موږ د خپل ولس په ملاتړ او همکارۍ شل کاله بریالۍ مبارزه کړې او د راتلونکي کې یې هم د ترسره کولو توان هم لرو.»

نور ولي محسود دغه پیغام کې د هغو پاکستاني علماو، ملي او سیاسي مشرانو دریځ ستایلی چې د دغه هېواد د حکومت له لوري د “عزم استحکام” له عملیاتو سره یې مخالفت ښودلی دی.

نور ولي محسود وایي، پاکستانی پوځ او امریکایي بې پیلوټه الوتکو زرګونه ښځې او سړي و وژل، ښوونځي، کورونه، جوماتونه او دیني مدرسې یې ویجاړې کړې چې په خبره یې، دوی یې د عاملانو پر وړاندې وسلې اخیستلو ته اړ کړل.

د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو راپور او د ټي ټي پي غبرګون دواړو ته ځواب نه دی ویلی، خو مخکې یې ډېر ځله ادعا کړې چې ټي ټي پي په افغانستان کې حضور لري، خو پر افغانستان واکمن طالب چارواکي یې دا ادعا بې اساسه ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب