Homeخبرونهد جاپان ۱۰ میلیونه ډالره مرسته د بدخشان، کندهار او هلمند بزګرانو...

د جاپان ۱۰ میلیونه ډالره مرسته د بدخشان، کندهار او هلمند بزګرانو ته ځانګړې شوه

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۵ مه) د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا او مل پلاوي سره لیدنه کې په د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د ښه والي او د بشري مرستو د دوام او پراختیا په اړه خبرې کړي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د جاپان سفير، د نشه يي توکو له کښت سره د مبارزې او د کوکنارو د کرکيلې د بديل معیشت پروژو د پلي کېدو په موخه د جاپان هېواد له خوا د لسو مليونو ډالرو مالي مرستې په اړه چې په پام کي ده د بدخشان، هلمند او کندهار ولایتونو کی له بزګرانو سره د مرستې، د نشه يي توکو د کارونې د مخنيوي، د معتادینو د درملنې او د زیانمنو وګړو او زیانمنو شویو سیمو د بیارغونې پروګرامونو له لاری ولګول شي د اقتصاد وزیر سره پرې خبرې کړي.

د طالبانو وزیر افغانستان سره د جاپان هېواد د ۱۰ میلیونه ډالرو مرستې څخه مننه کړې، چې د بدیل معیشت د پروګرامونو په پلي کولو، د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملني لپاره څانګړي شوي.

قاري دین محمد حنیف د دغو پروژو پلی کېدل په بېلا بېلو ولایتونو کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د کورنیو د اقتصادي ملاتړ لپاره اغیزمني بللي .

د جاپان سفیر له افغانانو سره د خپل هېواد له خوا د نشه یي توکو له کښت سره د مبارزې او بشري مرستو د دوام ژمنه کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...