جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپېښوری، شینواری او ګرامر یې| پوهاند دوکتور م. ا. زيار

پېښوری، شینواری او ګرامر یې| پوهاند دوکتور م. ا. زيار

زه له لوړ ترين زدکړيز لاسوند او په څو دنننيو او بهرنيو پوهنتونو کې له دو مره استادۍ او له لويه سره، پر هېوادني-سيمييز او جهاني کچ يې له  نوروژبو سره د لېنگوېستيکي سرڅڼې اوسيالۍ په موخه له نيم پېړييز رېکاردي ليکنو څېړنو سره، دا غورې نه کوم چې د پښتو ناوې له مخه مې پلو پورته کړ؛

او ان پخپله ستر خوشال  د خپل مهال بېساري ويناوال په توگه  دا ښنده (مبالغه) نه وه کړې، که نه ولې به يې دامنښته کوله :

چايې پلو له مخه وانخېست// پښتو لاهسې بکره پرته ده

او دا دی  زموږ د (وچ خوړ ملا)  له يو بې سروبوله گرامرگوټي سره په ټول شينواري ښاڅ او ولوله وايي: ((خوښ يم چې پلو يې ما له مخ نه پورته کړ))؟

پېښوری او گرامري پېښې

د يوې – کره ليکنۍ پښتو) مينه والو به  د همدې ووبپاڼې ( ۲۲می ۱۹)  له لارې ((د نوې ژبني ساينس او نوې پښتو ژبپوهنې په مورچل کې[  کره کتنه لوستې وي چې د رياضي پوه ډاکټر ماخان شينواري تر څنگ د پېښوري شينواري ورور اما توري ژبپوهنيزو او بيا گرامري لاسوهنوته هم گوته نيول شوې وه، دادی، له ژمنې سره سم يې  يوه ځغلنده کره کتنه همدلته وړاندې کوم او وار له مخه ترې د ((ترخو رښتيا وو)) له کبله د زړه له کومي بښنه غواړم. زما زاړه اوځوان شاگردان او پليونيان ښايي،داتر غوږه راتېره کړي چې د پښتوگرامر په نامه دا سې بې سرو بوله  ليکنه څېړنه هډو پرکره کتنه يا ارزونه نه ارزي،خو زه د خپلې څانگپوهيزې ې پازوالۍ (مسوليت) او دفاع ترڅنگ د يو نيم پېړييز ښوونکي په توگه غواړم چې پر داسې يوه دوست عزيز باندې د گوتنيوي ترڅنگ ولې لاسنيوی ونه لوروم او لارښوونه يې و نه کړم!

۱-  نن سباد هرې پوهنې او پوهنڅانگې ليکنه څېړنه هله  رښتاينه او ارزښت پيدا کولای شي چې اړوند ليکوال څېړنوال يې  وړنده پوهنتوني (اکادميکي) څا نگپو هيز (تخصصي) لاسوند واک و ويساولري،خو د گران  پېښوري دا دواړه آړوآره (شرط و اصل) راته سم سهي نه برېښي.

ورځه، دابه ورسره ومنم چې د کوربه هېواد ژبې  په زدکړيز بهير کې يې د خپلې پښتو رغښت ته پام وراوښتی او گرامرکښنې ته يې مټې را نغښتې دي، بې له دې چې. پرلغښتې (سېستماتيکې) څانگپوهيزې،لږترلږه تر ماستري کچې، هغه هم د سپڼيزې (descriptive) ژبپوهنې زدکړې سرته ورسوي،هسې يې يو لړ کور سونواو لکچرونو ته  سر ورښکاره کړی او ورسره ورسره يې له نړيجال (انټرنېټه) د ژبې او ژبپوهنې په اړه هم اړونده اوناړونده دېتاراخېستې؛ هغه هم  تر ډېره د پسرغښتي (post-structural) ژبپوهنې پرځای سوسوري رغښتي هغې اړوندې ليدتوگې له الماني کتابونو راژباړ لي او راکوټه کړې  دي، بې له دې چې د لنگاژ اولانگ-پرول. له مخې يې آره بېخبنايي او مخبنايي ژبه سره توپيرکاندې. هرگوره، زموږ  پښتو-پارسي ووبپا ڼې، لکه، تاند، دعوت، افغان-جرمن…له ټولو گټورو علمي -فر هنگي ليکنو او ژباړنو سره او بيازما ترځانگړې څانگپو هيزې (zyar.net) دې پورې يې تر خپلې کچې  (سو يې) ټيټې انگېرلې دي!!؟

۲- د پوهې او فرهنگ-د بنسټيز څرگندونيز اوزار په توگه يې ليکنۍ پښتو ليکلار وليکدود تر ډېره د ليکلوست کورس او لومړي ټولگي (پښتولوست)  تر کچې هم را ټيټ دي، د پښتومرکې او پښتو ټولنې هومره يې هم نه ده کارولي، پاتې لاد نوي ژبني ساينس په رڼاکې زموږ د ۵کلن غورځنگ ((يوه- کره ليکنۍ پښتو)) له څلورگوني وييپانگيز انډول سره.

(۱) د کتاب.(د پښتوگرامر پخپله بڼه کې:دويم چاپ، دانش۱۳۹۱) نوم يې دوې غبرگې تېروتنې لري، يوه داچې پښتو، له خپلې پښوييزې دويې (قاعدې) سره) سم د بل هر ژبني نوم غوندې ، کټ مټ ، لکه  ستاينوم پخپله د ورپسې نوم (گرا مر) ټاکندويه ده او بل ټاکندوی يانې (د) سربل ته اړتيا نه لري او دويمه يې دا ستره تېروتنه چې (د (په خپله بڼه کې) پرځای يې پخپله بڼه کې) کښلی؛ دغلته (په) يو سربل دی چې له (کې) وستربل سره  د اړوند نوم وستاينوم( خپله بڼه) ټاکند وی دی.

هرگوره، له کره آر او خپل گړدود سره سم يې (زور-a )پايلې پر خپل اکر پر ېښې، خو يوځای ليکلې( پخپله) يې بياهم د پزې پېزوان پاتې کېږي، ځکه د موخې پرخلاف يې  بشپړن چار (متمم نقش) پرکړولي چار (قيدي نقش) وراړولی چې انگرېزي انډول يې (myself) اوالماني يې (mir-od.mich selbst) راځي- څشی (څه شی) هم يو نادوده ليکدود دی!

(۲) – ځ ) چې د گردو شمالختيځوالوپه (ځيگر) کې نشته،  دی د مشر ورور په څېر، هغه هم د ارواښادې پښتوټولنې د پرېکړو پرخلاف د(ز) پرځای کاږي، لکه په (يواځې،يواځنی،ځما، ځلمی…يانې په دې لړکې د پېښوريوغوندې د (ز-ځ)  اخښلون (contamination) ښکارکېږي. نورې بېلگې يې (ښ-خ)،لکه نخښه-نښه -نخه او همداراز يې(ږ-گ) نه توپيرول هم ورته تېروتنه ده،لکه (بږه-بگوه، ورږه-ورگه… .

(۳)  لرې خوا د پښتو زورکي په پلمه د عربي چنعړکيز کنسوننټ فونيم (ء) د هندي (اردو،هندکو، پنجابي…) ژبو تر اغېز لاندې له ورته وينگ سره پر پښتو راتپلی، (لکه په (أو،أور، أوړه… کې) او زموږ د برې خوا شينواری يې بې له دې چې پر آره کنسو ننټي موخه  ځان خبر کړای شې، د زورکي خپلواک ښوونې لپاره يې رادود ول غوا ړې او له دې سره په لوی لاس د (يوې -يوازېنۍ کره ليکنۍ پښتو) او بيا سرڅڼې اوسيالۍ مخې ته يوه بله توره کرکنډه رارغړوي؛ تردې چې په دغه نه را خپلېدو نکې زورکي نښه،يوخوا د پښتو اواز پوهې (phonemics) پښتۍ ماتوې او بلخوا ترې لږ کی منلی ليکدود بلهاروې، دساري په ډول (وخوړلای شي) پر (ؤه خوړلی شي) راړوي؛ايا په دې لړ کې به دڅپو او وييونو په منځ (گرد، تل، خپل، کليو، شړ يو، پېړيو …)کې، دغه عربي ثمٌ  هندي (ء)  څنگه وروټومبلای شي؟

(۴)  (-ۍ) او (ئ)  توپيرول اړين دي:

زما د ادبي او سياسي ليکوال شاگرد (يون) پر پليونۍ چې دواړه ورورنه  (ئ) هم پرنومواله (ۍ) اړوي (← تاسو زده کوۍ ۵۲)،يوه بله تېرو تنه ده،ځکه د پښوييز-مانيز ټکر (لړۍ-لړئ، شړۍ-شړئ، کنۍ-کنئ، کرۍ- کرئ…) له کبله لابتر جنجال رازېږوي، نو ترڅو چې بل بلونج مو ورته نه وي راپيداکړی او يامو غږيږه ابېڅې د اوسني پېريانی ليک  او ورسره دداسې خندنيو نومَونو (اصطلاگانو) ځايناستی کړی نه اوسي، ورسره به يې گا لو، که گور گران دی، دمړي نا کام دی!

(۵) د  ټوليزناسم ليکدود په لړ کې يې نورې پاموړ بېلگې يې:

لوښنپېری ياانسترو مېنتال (په) او تونپېری  يالوکاتيف ( پر) نه توپيرول (پر يوه څو کۍ دې کښېنوم # په بله دې وهم!)،او همداراز يې د نورو سربلونو اخښل را خښل هم درواخله. د ( لپاره)،پر ځای (دپاره) او داسې ورته تېروتنې خو د اکا دمۍ څېړنپوهان هم کوي!؛ اُردو آری درغلي وستربل (په هکله) يې لا پر (په اړه،  په تړاو…) راړولای نه دی. همداسې يې د (له-سره) پر(د-سره) اړول درواخله، لکه (د خپلې ژبې سره ۵۸)!

(۶) د (بعضې) پښتو انډول (ځينې) يې بياهم، لکه مشر ورور هر چېرې (ځنې) کښلی چې د وييکنومځري يا اداتي ضمير(ترې) همچاری او هما نيز دی.

(۷).د (و)گړنۍ نۍ پښتو تر اغېز لاندې يې (اولادونه) کښل هم بېځايه دي  چې د عربي ډېرگړي (اولاد) بيا ځلي ډېرگړی يا () جمع الجمع) ده اوان په خپل شينواري گړد ودکې يې سوچه انډولونه (بچي،وړکي، زوزات) شته  اوخوگياڼی او…انډول يې زوی زات دی..

(۸)  د استاد رشاد غو ندې يې د پارسي دربرگرفتن ۵۲) ټکي پر ټکي راړونه (په غېږ کې نيول) څرگندنه (اصطلاح) هم يوه نابښنوړه تېر وتنه ده چې نږه (و)گړنی انډول يې (راخېستل) او نوی دودشوی ادبي دايې(رانغښتل) راځي!!؟

(۹) کره منل شوی (دويم) يې يونيم ځای (دوهم) او نور زياتره (دووم ) کارولی (۵۹) او دکتاب پر پښتۍ(دويم چاپ) هم ښايي دانش ورسهي کړی اوسي). همداسې يې د هماغه ارواښاداستاد (درېيم) پر خلاف ( درېم، او نور نادوده ليکدودي خپلسرۍ يې در واخله!

(۱۰) نيموا که -ی (Halbvokal -y) ، په نورو ټکو،غبرگغږې (ی -ay)  يوازې د څپې او ويي پايته له نورو (ياگانو) سره توپيرېدای شي،لکه په (سړی-لر گی،ځای،پای،بډای … ) کې،او په سراو منځ کې بيا له ناکامه په لنډه-ي) دود شوې ده؛

خو، زموږ (د وچ خوړ ملا) يې د دې لپاره چې په خپل گومان يې دغلته هم يو بل ((نوښت!)) په سترگو کې راننيستی وي، هرچېرې پراوږده (ې) اړوي، لکه: (ېو،وېنا،بېدېا، ېېوه، ېا…) او ان د وييونو  پای ته يې هم پر (ې) بدلوي 🙁 لوې، زوې، بوې، خوې، پاې، ځاې …۴۴) چې دا يې هم پر منلي پښتو ليکدود دملنډو يوه بله بېلگه بللای شو؛کښېني پېښوري انډيوالان يې له بده بتر پر سر همزه (ء) اچوي او له دې ناخبر چې د هندواروپايي کورنۍ پر کچ هر غبرگغږ (ديفتانگ)  تردوه ټاکلو غږو (خپلواک+ نيمواک) تېری نه کوي! (زيار: ۳-پښويه ۲۹مخ)

له دې نادوده ليکدود سره  يو بل ورانپوهاوي او انارشېزم ته  هم لاره هواروي او لا هممهاله د پښتو پښويې← ړومبۍ برخه (اوازپوهه يا فونيميکس) هم له پو ښتنې سره مخامخوي!!؟… !

(۱۱)  راغلو،ورسېدو-ورسېدلو، وخوړو-وخوړلو(…براېل نومېدلو، رامنځته کړلو…۵۵) غوندې ناکره بېلگې يې خو له جلال اباده تر اسلام اباده له گرد شما لختيځ سره شريکې  دي او داهم غنيمت دی چې بايللي غږونه (ځ-څ-ږ-ژ- ښ) يې له لږوډېرو (اخښلتيا وو) سره په ليک کې له پامه نه دي غورځولي!

درېيم- له لويه سره يې د سوچوالي خيال د ورور په توپير هم ډېر لږ ساتلی اوگو تشمېر ولسي بېلگې يې، لکه د کتابگوټي په روستي مخ کې هسې يوه بېدودي (استثنأ) ده.

په دې توگه  يې د ژب-ټولنپوهانو  پرگواښنه (← تېره ليکنه) ځان ناگاره کړی چې وايي: ]هغه دوديالې ليکنۍ  ژبې د روانې پېړۍ ترپايه له منځه تلو نکې دي چې پر جها ني کچ ورځ ترورځې د نويو جاجونو (مفاهيمو)  او ورسره هماغومره را تلونکې وييونه يومخيز را پورکاندې[

او يوازېنۍ چاره يې دا را پرگوته کړې چې اړوند ژبپوهان يې څلورگونی انډول  په پام کې ونيسي: درې برخې خپلې (گړنۍ-پخوانۍ-خپللا سي) او څلورمه پور نۍ (مستعاره) برخه!

پښتو لا ښايي، تر انگرېزۍ ډېره مخکې د لاس پرلستوڼي نژدې تربرې پار سۍ تر گونډو لاندې ساورکړي، خو د ۵-۶۰ ميليوني پښتني ولس پر وړاندې،تاريخي پازه اوپړه  به يې هم تر ټولو وړاندې پر رښتينو ژبني ساينسپوهانو رابارېږي او د ده غوندې (بې علمه شېخان) به ورته  د خير پر غو نډۍ ارام ناست وي او ننداره به يې کوي!!؟

څلورم- د عربي آرو دوديزو هغو ترڅنگ له خپلې خېټې يو شمېر رايستلې تخنيکي نومونې يې هم نادودې او د پښتو وييرغاونې (Wortbildung) له آرونو سره همغږي نه لري(← وييپوهنه او وييرغاونه):

(۱) گړ  يې هم دمورفيم تر څنگ د (ويي پرځای کارولی)، د پښتو  قا موس (پق) کړ(فعل) پر بنسټ يې زموږ رغولي انډولونه (کړند،کړی، کړول، کړوال…) بې دک ودليله  په (فعل، فاعل، مفعول، بې واسطه مفعول، با واسطه مفعول…) راننگو لي اکر دا چې په ټولنه کې يې بدې ماناوې را خپلې کړې او ما هغه مهال د يو لړ نورو پخوانواو وسمهالوليکوالواواستادانو په لړکې دارواښاد استاد الفت په سلامشوره ، رادود کړي او زموږ شاگردانو څه د ښوونکو استادانو او څه د ليکوالو اورسنوالو په توگه  له نيمې پېړۍ راهيسې کارولې او پر لپسې ټوليز والی مومي، خو ده لوړلې ده چې خپله يوه پښتني- افغاني چاپي يا برېښنايي رسنۍ به نه لولي او نه اوري!

(۲) غونډ (عبارت، فقره) او غونډله (جمله)،غونډله پوهه  هم همداسې درواخله. څومانيز عربي هغه، لکه (نحو، نومځري) (ضمير) … يې هم هسې  بيرته له گوره را يستلي، د معلوم تر څنگ يې مجهول بيا (پاسيو) کړی دی!.

(۳). (ويی ) يې چې د (خوره يی) غوندې يې ډېرگړی (وييونه) راځي، هم  بېځايه را ننگولی،لالا خويې لږ تر لږه د يوې (يا) په غورځونه (ويونه) راخپل کړي دي.  مادا سوچه زړويزی (ارکاکاييزم) او هممهاله گړويزی (دايلکتېزم) ←په مردان کې د (لغت او کلمې) په مانا په خپلو گناهگارو غوږونواورېدلی او د منځني پښتو اد بي پېر د ويناوالو په لړکې احمد شاه بابا ان د (طيبې کلمې) په مانا هم کارولی:

((دا ويی د تنعم دی لا اله الاالله))

(۴)  د (-تون) والا نويزونو (نيولوجېزمونو) په لړ کې يې، يو (روغتون) هم پر (نا روغتون) اړولی، له دې ناخبر چې (روغ-)  يوا زې نوم او ستاينوم نه ، بلکې د (رو غېدل، روغول…) کړ ريښه هم ده، يانې روغتون (د روغېدلو يا روغولو ځای) په جاج رامنځته شوی يا تعبير شوی دی؛ مولانا خادم ما ان په زړبوډۍ کې ورته ورا نپوهاوي ته ورځير کړ!

(۵)  د کړاوړون (فعلي گردان) د يوه اړخ (وجه)  په توگه يې د عربي (مطلق او غير مطلق) او بياپښتو بشپړ او نا بشپړ پرځای نادوده نومَونې (مکمل او نا مکمل (۱۱۸) د خنداوړ برېښي، يا پاسيو تړلی (شرطي) متعدي (شيروشکر) يې  زموږ د د (بېچار اړوتي لېږند) ځايناستی کړی چې دنورو عربي- دوديزو هغو غوندې ،نه د منلو کابو درلودای شي او نه د دودولو، ځکه نه يې څوک شاگردي کوي او نه پليوني !؟

داچې ده په ليکنۍ پښتو او تخنيکي پوهنوييونو (دانشواژه ها) دواړو برخو کې، ان  تردوديزو استادانو هم ورتېره کړې او ۹۹  سلنې هومره يې پر(عربېزم) زور اچو لی دی، ايا پر نوی ځوان کمپيوټري پښتنی پښت  به يې ومنلای شي؟

پېنځم- څېړندود (مېتودولوجي) –

(۱) نن سبا  تر ژبني اوزار راروسته د هرې څانگپوهيزې ليکنې څېړنې په ارزونه او کره کتنه کې پرټوليز او بياځانگړي نومهالي څېړندود (مېتودولوجۍ) ټيکاو لري، هغه هم د استاد منلي په خبره، له څېرمه متنه  تر آر متنه (له پاراتکسته تر اصلي تکسته) – د ((پېنځو ستورو!)) په گډون،ځکه ((دوديز ليکوال پوهان او يا استادان)) بلل کېږي چې تر هر څه له مخه يې  پر وسمهالې مېتودولوجۍ لاسبری نه درلود، نو له دغه گوټپېر (زاويې) ښاغلی پېښوري ته هم گوته نيول کېږي!

(۲)  نېغ پر نېغه ټاکلې سکالو نه راپيلوې.، يا د ارواښاد روهي په خبره(د پر مو ضوع  مستقيم تعرض نه کوي، او نورې بې اړاو تړاوه او بې اخځه سکالووې تر آرې سکا لو (گرامر) او بيايې ترهرې څېرمه برخې مخکې را ډېرۍ کوي، او له

دې سره د څېړندود يو بل اړين آر (سکالوييز اوډون او ډيزاين) هم لتاړوي. پښو

کټ مټ،لکه دملنگ  کچکول،د ژبې او گرامر په تړاو يې چې هرڅه له الما ني کتابونو او انټرېټه راژباړلي، پکې را لړلي دي:يوار له اسمانه غږېږي بيا له ريسمانه: يوځل دايکرونيکي(تاريخي او پرتليزه) سکالو راخلي او بل ځل سېنکرونيکي (تشريحي) سکالو، او په دې لړ کې کله پښتو سره د پرتلې لپاره کله له سانسکرېټ او اوېستا غږ نيم راخلي او کله  له عربي او عبري چې دی يې ((يهودي!)) بولي. له سېنکرونيکي پلوه له روسي يا جرمني هغه!

د خپرندوی له (دروغ رښتيا) يادښته نيولې،ترخپل لنډيادښت (دسريزې په تو گه)، بيا نيوليک (د سر ليکونو لړليک!)، (دويم ځلي) بسم الرحمن الرحيم، ژبه، موږ څرنگه خبرې کوو، ژبه څشی (څه شی) دی،د ژبې په هکله (اړه-تړاو) د نړۍ د پوهانو څرگندونې، ژبه او فلسفه، دشتو (هستۍ؟) دوه اړخونه،د ژوند ښکلا په څه کې ده؟د ژبني گړونو (نوم،فعل، فعل، قيد) فلسفي اړخ (؟)، ژبه اومنطق، ژبه اوساپوهنه…او هله بيا د (مخينۍ څرگندونې) تر سرليک لاندې زړه نازړه آره سکا لو (گرامر) بې کوم پېژنده (تعريفه) وارله واره پر درو برخو ويشې. ورپسې بيا هم لمنليک وز مه  او بې تړاوه (( د گرا فونو، څېرو او انځورونوپه هکله، پښتو او سامي ژبې)) او هله دگرامر لومړۍ بر خه (او ازپوهنه.. ۳۷.)،(پښتو اواز پوهه) تر څېړنې لاندې نيسې او ورپسې دوومه  (دويمه) برخه (گړپو هه ( يا د ده په خپله نومَونه (گړڅېړنه)  او درېمه (درېيمه ) نحو (جمله څېړنه) يا (غونډله پوهه- پو هنه) يې بيادننه دننه  داسې اخښلې راخښلې چې له لوستونکې لارلودن ختا کوي، هغه هم له ډېرکچه (وړيا) چاپ سره؛ د چا خبره د غران همدومره گوړه وي، يا  له ورته متله رازېږېدلې(څه ژرنده پڅه، څه غنم لانده ) څرگندنه (Redewendung)!

(۳) بېبليوگراف (اخځليک) اورېفرنس ()لمنليک ،پايليک…) هم د هرې ليکنې څېړنې او په تېره د يوه څانگپوهيز نښير (اثر) له بنسټيزو آړونو (شرطونو) څخه گڼل کېږي. اواخځليک يې په ټوليز ډول پايته راځي چې نومېرلې (مشخصې) ځانگړتياوې، لري يوه ډېره دوده بېلگه يې،لکه زما خپله دا:

زيار،مجاوراحمد: پښتوپښويه،درېيم چاپ. دانش خپرندويه ټولنه، پېښور ۱۳۸۴ل/ ۲۰۰۵ز.همداراز يې رېفرنس د لمنليک يا پايليک پرځای د کتاب د متن دننه په لينديوکې د ليکوال لنډياکورنی نوم او مخگڼه،لکه (الفنستن ۱۳-۱۵) چې دېته لينده يي رېفرنس وايي

اکر داچی شينواري دغه اړين آر وآړ گړسره له پامه غورځولی، نه يې د  لينديو، نه شمېرو(ا).،(۲)، (۳)…او نه لمنليکونو او پايليکونو څرک لگي او نه يې د کتاب  پای ته د ټوليز اخځليک…او چېرې يې په تېر کې د کوم ليکوال نيم تش نوم هومرهاخېستی دی!

(۴). بله نادوده يې دا چې پر نړيوال کچ منل شوې سلکلنه غږيزه  پښتوابېڅې چې د(( افغانستان د ژبپوهنې اطلس) د(۲۸۴) گړدودو او زما د ۵۵۱۳ل. کال  له وړا نديز سره داکادمۍ د تشريحي قاموسونو لپاره  پرکاراچول شوې،په خپله سپسته راننگوي؛ بده يې لا داچې  په دغه گرامر کې يې بيا،نه ټولمنلې هغه کارو لې ، او نه له خپلې خېټې رايستلې بې سرو بوله دا؟

نه مخينه او نه مخبېلگه

دڅېړندود (مېتادولوجۍ) له پلوه يې هم، نه هندواروپايي پښوييز سېستم، لکه د هنزکراهې گړپوهه  ( H. Krahe: Idg.Sprachwis.2. Formlehre) مخبېلگه  (ماډل) کړی، نه د نوې ژبپوهنې په رڼاکې د نومورو لوېديزو پښتوپوهانو،اوپه ځانگړي ډول،د افغانستان د يو کم (۵۰) ژبو او بيا پښتو پلار په ستاينوم ستايلی استاد مورگنستيرن اړوندې ليکنې او نښيرونه،او نه د کورنيو،لکه د (تږي: د نا خجنو يا وييکو گرامر) او له مېرمنې روبسن ) سره رېفرېنس گرامر، نه د لودين له خوا د (شفيف) لنډکي پښتو گرامر او وييرغاونې ژباړه او نه د پوهاند الهام له خواد (پنزل) هغه …او نه بيا،زما بشپړه زدکړيزه او هممهاله اکادېميکه پښتو پښويه (گرامر) ،له ۳-۴ (غځېد لو چاپونو  او۳۵۰ مخيزې پنډې پېړې بڼې سره !

زه باور لرم، که ښاغلي پيښوريشينواري  لا تر (دېتا) راغونډولو مخکې دا کار کړی وای، دغه  گرامر به يې پر دې انکړ نه وو کښلی!

(۲)  لکه وار له مخه چې د ليکنۍ ژبې او ورته نعوتې وشوې،تومَونپوهنه  (تر مينالوجي) هم همداسې دروا خله.چې له نوې پښتو ژبپوهنې سره سمه  له ۶۲- ۱۹۶۱کلونو راهيسې د کا بل پوهنتون د ژبو اوادبياتو پوهنځي  د نومهالې ژبپو هنې لومړنيو ماسټرانوله خواراپيل شوې او رادود شوې ده، هم ځانته مخبېلگه کړې نه ده. پرځای يې د دوديزو-عر بي (←فاعل و مفعول…) نومَونو تر څنگ د پښتو وييرغاونيزو آرونو خلاف   بې سرو بوله هغه له خپلې خېټې رايستلې، اوهسې د برابرۍ له مخې يې زموږ درې څلور بېلگې (اواز، گړ،يوگړی، ډېر گړی، غونډله…) ورسره اخښلې راخښلې دي. د (شونډيز) تر څنگ يې (شونډوال) هسې بوس بادول دي، بېواک  (اصلي اواز )،خپلواک (کو مکي اواز)، نيمواک (نيمه کو مکي يا نيمه اصلي)؛ غبرگغږ (دوه غږی) او کله غبرگغږی نوموي،گړپو هه يا گړپوهنه (گړڅېړنه) او داسې نورې اوږدې اوگډوډې نومَونې يې!

د گرامرلومړۍ برخه (اوازپوهنه)

اواز پوهنه چې په لينديو کې يې ورسره (توري؟) ورکښلي او لاتين انډول يې هم ورسره د (phonemics) پرځای (phonology) هم د خپلسرۍ يوه کوشنۍ بېلگه ده!

دغلته بېواک (اصلي اوازونه) چې  (بېغږه، غږاړ) ستاينومونه يې هم ورکړي او (بېغږ ) يې هم له ناغږن  (viceless) سره ټکرکړی- کټ مټ لکه کومکي (خپلواک) له ( غږ لرونکي، غږوړ) ستاينومونو سره -داسې په سترگو کې راننباسي:

(( اصلي اوازونه د ېو ژبې بنسټ دی خو…له خپله ځانه غږ نه شي ويستلی (اېستلی) او دکومکي اوازونو مرستې  ته اړ وي… ))؛. بې له دې چې اخځ يې راو ښيي،همداسې يې په همدغه ( ۵ مخ) کې د بېواکو نالوستوړ لښتليک (جدول) درواخله، هغه هم، تر هرڅه له مخه د !  ←غږيزې ابېڅې دنه کارونې له لامَله!

په ورپسې مخ کې(د اوازونو تړنه) يې يوه بله نادوده خپلسرې نومَونه ده -چې دود انډول يې (څپه) ده- او بيا يې چې تر دغه سرليک لاندې  څه ليکلي ،لوستوړ او پوهاوي وړ نه دي،لکه :

گړونه ډېر داسې جوړېږي چې دوه اصلي ( يانې بېواک) د ېوکومکي (خپلواک) په مرسته چالانېږي (اداکېږي ياويل کېږي)،لکه: سر، ور،غر، زر، زړۀ،ترۀ، پلار، مور… او بيا په دې تړاو بېواکوږي (کلسټرونه) يا ابتدا به ساکن راوړي ، بې له دغو تخنيکي  نويو او زړو ترمونو (اصطلاحاتو) هم لکه: برمته، او ورپسې دليند يو (قوسونو) دننه داورزياتوي:(برند، پرنډ، شخوند،سخوندر،، هم د غور وړ دي) او همداسې يې نورې پرپړې!!؟

د  پښتو اوازونو( فونيمونو) سپړنه او پېژندنه تر دې کمزورې برېښي چې زور او الف يې سره توپير کړي نه دي؛ د دې پرځای چې په اوسني ارياني پېر پښتو کې له دوه درو ارکاييزمونو (آر، آړ، آريا،آس) په استثنأ سر-الف نفې کړي!

په ۵۶مخ  کې يې دا  هوايي غونډاری چې په اروپايي ژبو کې غبرگژ بيز(ډ) د شتون خبره کوي، که موخه يې انگرېزي هم وي، او د پښتو څلور واړو هغو ()ټ-ډ-ړ-ڼ په تړاو يې دا بله دوپاړه ده چې  گوندې له هندي او دراويدي ژبو يې آره نه ده اخېستې؛ له دې ناخبره چې د نوې ژبپوهنې په رڼاکې د تېرمهالې او وسمها لې پښتوژبپوهنې د بنسټيزونښيرونو، لکه: غږپوهنې، اوازپوهنې او آرپوهنې (اېتېمولوجۍ)، وييپوهنې، وييرغاونې او پښويې (گرامر) له پيلامگر  فرانسي (جېمز دارمستېتر ۹۴-۱۸۴۹)، تر الماني شاگرد، وېلهلم گايگر او د شاگرد شاگرد ناروېژي (گيورگ مورگن ستيرن ۱۸۹۲-۱۹۷۸)،انگرېز (دېويد مېکنزي

۱۹۲۶-۲۰۰۱) … پورې د څلورواړو دراويدي- هندي آرو غبرگژبيزو راپورونه او راخپلونه په نټه نه منونکو ساينتيفيکو دکونو دليلونو زباد ته رسولې، دی خو دې اخځ  يانټيالی (منکر) راوښيي چې دازه يې د شاگردانو شاگرد دا هرڅه په سترگو کې ورننباسم او ورسره ورسره دوه نوي را زېږېدلي کندهاري غبرگژبيز ((ښṣ- ږẓ)) هم!

دويمه برخه: گړڅېړنه (گړپوهه-نه)

Morphogogy

دا برخه يې هم له خپلې خېټې رايستنو نومَونو او له دې ناکره پېژند سره راپيل کړې ده: په گړ کې د اواز بدلون اغېزې څېړي په لاندې ډول:

ا-په پښتو کې زېات د پاې توري چې موخه يې (پايلې ) دي او (توري) ترم يې له دوديز-عربي راخېستی چې نن سبا يې کارول سور کفر دی!

ب- نوم د (نرولۍ-ښځولۍ، گڼ-حالت) چې کره پښتو يې (نوږی-گڼه- پېر) يا دوديز (جنس-عدد- حالت) راځي!

همداسې يې د الماني نومَونو په بېځايه پېښو اوړېدوني (گردانېدونکي) او نا وړېدوني گړونه (کږېدوني) او ناوړېدوني هغه (نۀ کږېدوني) او نورې لا بترې نومونې او خنداوړ سپڼنې او شننې ما دېته اړباسي چې  نورې، نه په گړپوهه (صرف)اونه ورپسې غونډله پوهه (نحو) خپل گرانبيه وخت خاورې کړم. او نه د نورو مينه والو لوستونکو؛. نو که خبره د ژبپوهنې او پښتو پښويې دفاع او بياد ښاغلي پېښوري شينواري د لارښوونې خبره وي، همدومره يې بس ده!!؟

په درسته څانگپوهيزه مينه اومننه!

ستاسې د ټولو زيار

اکسفورد- ۱جون ۱۹

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب