چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeکلتورروکیه رشاد صاحب بحر دی، بحر..." | پوهندوی آصف بهاند"

روکیه رشاد صاحب بحر دی، بحر…" | پوهندوی آصف بهاند"

(د استاد جلال الدین خان کونړي مړینه)

د کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځي پښتو څانگې پخوانی استاد پوهنوال جلال الدین خان کونړی د ور پېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی. د استاد مړینې داسې ودردولم لکه د استاد بایزید اڅک او استاد حبیب الله جاج پښتونزوی مړینو. د اڅک صاحب پر مړینې مې دلته په اروپا کې یو څو تودې اوښکې تر سترگو تويې شوې، یو څو ساړه آهونه مې تر خولې ووتل او د خدای دربار ته مخ پورته ولاړل، د استاد حبیب الله جاج پښتونزوی د مړینې په ورځ تیار په کابل کې وم، ورغلم او د کابل عیدگاه جومات په لوی میداني کې مې لومړی غلي، غلي په زړه کې ژړل، خو کله یې چې تابوت ته ودرېدم، داسې مې وانگیرله چې استاد مړ پروت نه، بلکې په ټولگي کې راته ولاړ دی او بیا په خپل خاص ستایل اویوې ځانگړې شوخې ژبې سره غږېـږي. زما پر مخ د اوښکو د لښکر وار نه کېده.

او اوس دا دی بیا له زرگونو کیلو مترونو لرې واټن نه د استاد جلال الدین خان کونړی مړي ته ناست یم، اوښکې، آهونه اواسویلي وار نه راکوي.

د ۱۳۵۵ ام کال د حمل له دویمې، بیا د شپیتمې لسیزې تر نیمايي پورې چې دی نور مهاجر شو؛ ټولې علمي خاطرې، لکچرونه، خندا، جدیت، مهربانۍ، آرامتیا او ځانگړي حرکات یې زما د سترګو په آیٔنه کې، لکه برېښنا هره شیبه پړک وهي تېرېـږي او ځي راځي.

استاد جلال الدین خان کونړی وروسته تر علامه رشاده د ادبي فنونو یو برحقه استاد و او په دې برخه کې یې گڼشمیر مقالې او علمي آثار لیکلي دي.

د درسونو د تشریح کولو په وخت کې به یې د ډېرو علمي مسایلو حواله پر علامه بابا (رشاد صاحب) باندې ورکوله او دا جمله یې تل پر ژبه جاري وه:

«روکیه رشاد صاحب بحر دی، بحر…»

او ده خپله هم د رشاد صاحب د علومو له بحر نه ډېرې لپې ډکې کړې وې او د هغو په رڼا کې یې چې کله د شعر پر وزن او جوړښت باندې خبرې کولې، ډېرې دقیقې او علمي به وې، د شعر شکلي جوړښت به یې داسې راسپـړه او شرحه کاوه، لکه یو طبیب چې د انسان د وجود جوړښت شرحه کوي. د شعر په قافیه کې به یې سُسته او چُسته قافیه د شاه بیتونو په راوړلو سره داسې توزیح کوله چې ټک او پتری به د زده کونکو په ذهن کې ځای پر ځای کیدله، د قافیې حرکات (ردف او روي) به یې په ځانگړو مثالونو سره د شاګردانو له پاره واضح کول او…

له بده شامته چې د استاد جلال الدین خان کونړی بیوگرافي د څو لسیزو په لړ کې، په لیکل شوو تذکرو:

ــ د بېنوا صاحب اوسني لیکوال، 

ــ د ټکور صاحب دا لیکوال او دا څېرې،

کې نه ده ثبت شوې، خوڅومره چې ما ته، د ده د یو شاگرد او همکار په صفت، د ده بیوگرافي مالومه ده، په لنډ ډول به یې ولیکم:

د استادپوهنوال جلال الدين کونړي د پلار نوم غلام سرور و او د کونړ ولایت د خاص کونړ په ولسوالۍ کې تقریباً نوي (۹۰) کاله پخوا زېږېدلی و. لومړنۍ زده کړې یې د کلي پهجومات کې پیل کړېاو بیا د خاص کونړ له لېسې څخه فارغ شو.

رسمي دنده یې په ۱۳۳۲کې د رحمان بابا په لېسه کې د ښوونکي په توگه پیل کړه. د همدې دندې په سلسله کې په ۱۳۳۸کال کې د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست مرستیال هم شو. خو په ۱۳۴۲ کې وتوانېده چې په کابل پوهنتون کې خپلې لوړې زدکړې پیل کړي. د لیسانس دیپلوم له ترلاسه کولو وروسته د همدې پوهنځي د علمي کدر غړی شو او تقریباً پنځه دیرش کاله یې د استادي دنده په خورا حوصلې سره ترسره کړه.
میدیا داسې وايي چې استاد پوهنوال جلال الدين کونړي د ۲۰۱۹ کال د جون پر نهمه (۹) په پېښور کې وفات شوی دی.

د ۱۳۵۵ ام کال پسرلی و او زما (آصف بهاند) د لیسانس دورې د زدکړو د پیل لومړۍ ورځ وه چې ما استادجلال الدین خان کونړي د لومړي ځل له پاره ولید. زما ښه په یاد دي چې علامه عبدالشکور رشاد موږ ته د ادبي فنون او وزنپوهنې د مضامینو تدریس کاوه، استاد جلال الدین خان کونړی او نصرالله خان گړندی به له علامه بابا سره د اسیستانت په توگه ټولگي ته راتلل؛ خو وروسته بیا په څو سمسترونو کې جلال الدین خان کونړيد ادبي فنونو د تدریس تر څنگه، د نورو مضامینو د تدریس له پاره هم زما استاد پاتې شوی دی.

څو پرلپسې کلونه د ګابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانگې مشر پاتې شوی دی او په مدبرانه ډول او پراخه حوصلې سره یې د پښتو څانگې مشري کړېده.

استاد جلال الدین د نوي نسل د روزلو په سلسله کې د یوې ډېوې حیثیت درلود او د خپل تدریس په موده کې یې ډیرې نورې ډېوې هم بلې کړې چې اوس یې رڼاييد افغانستان په هر گوټ کې، په ډېرو ښونځیو کې خپریـږي او د همدې ډیوو په رڼا کې نوي نسلونه روزل کېـږي.

د پوهنوال استاد جلال الدین خان کونړي مړینې د ده کورنۍ، علمي فرهنگي کړۍ او په تېره د ده دوستان او شاگردان خواشیني کړېدي. په میډیا کې د ځینو غمجنو د ویرونواو خواشینیو پر پیامونو ورپېښ شوم، د څو تنو شاگردانو د پیامونو لنډيز یې را اخلم.

استاد بریالي باجوړي داسې لیکلي دي:

«په ډيرې خواشينۍ سره خبرشوم چي دکابل پوهنتون دادبياتو پوهنځي پښتو څانګي استادپوهنوال جلال الدين کونړی هم په ابدي سفر ولاړ. استاد جلال الدين خپل ټول عمر دمعارف اوپوهنتون دځوان نسل په روزنه کي تيرکړ. ډيرکلونه دپښتو څانګي مشر اودادبي فنونو دمضمون استاد و. استاد په دغه برخه کي ډيري ارزښتمني څيړني وکړي. استاد دنيکوخويونو خاوند اوډير صميمي شخصيت و. تل به يي خوله له خندا ډکه اويومينه ناک انسان. خواخوږي اودنورو سره يي مرسته دشخصيت عمده برخه وه. خداي دي بهتره جنتونه ورکړي. کورني اودوستانوته يي صبر او حوصله غواړم.»

استاد لال پاچا آزمون خپله خواشیني داسې څرگنده کړېده:

«نن سهار په خړه د خپل منلي استاد جلال الدین خان کونړي چې په خوږه ژبه یې راته فنون ښودل له ناڅاپي مړینې خبر شوم. د زیارخان یاد پر لیک مې سترګې ولګېدې چې ددغه منلي استاد د مړینې په باب یې لیکلی و. استاده ! الله دې درباندې ورحمیږي. استاد مې دلیسانس دوري یو خوږ ژبې خوش اخلاقه او د ښه فصاحت او بلاغت خاوند استاد و. تل یې هڅولم. د نظم تخنیکي اړخونه یې را زده کړل. د بیان او قافیې خواږه یې راکړل. زه به یې یاد تل په بڼو ګرځوم. افسوس چې رانه لرې دپیښور پر دیار اوسېده او ما یې هیڅ خدمت ونه شو کولی. همدا ارمان پر زړه پاتې شو چې کاش ما یې خدمت کړی وای.اوس دلیکلو توان نه لرم که ژوند باقي و داستاد خاطرې او هڅې به درسره شریکې کړم. استاد ته جنتونه او کورنۍ ته یې د زړه صبر او تسلیت غواړم.»

محمد صفر خواریکښ یې هم شاگرد و او هم یې شخصي دوست، خواریګښ هم د استاد پر مړینه خپله خواشیني څرگنده کړېده، په دې ډول:

«د انسانیت ، بې ريا مينې ، سړيتوب او پښتونولۍ سپېڅلی څلی، د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي استاد جلال الدين خان کونړي له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنتونه يې نصیب شه.

د استاد جلال الدين خان مړينه د هيواد په علمي ډګر او په زياته کچه په پښتو ادب کې ستره تشه رامنځ ته کړه. استاد د بدني توان تر وروستي حده د ادب په پياوړتيا کې د ستاينې وړ ونډه اخيستې ده.

اروښاد جلال الدين خان کونړی مې د استادۍ ترڅنگ ډېر د حساب وړ او زړه خوږی دوست هم و. له استاد سره په لومړۍ ناسته کې انسان دده ښېګڼې او غوره انساني ځانګړنې محسوسولی شوې. ما ته يې په ملګرتيا کې تل لکه د مشر ورور مينه راکړې ده ، په مړينه يې سخت ودردېدم او غمېږم خو انسان د مرګ مخه نه شي نيولي له لاچارۍ يې روح ته په دعا بسنه کوم . لاس لپه کوم او له لایزال څښتن ورته د مغفرت غوښتنه کوم.

له پتمن کهول ، کامران جان او کستیر جان سره يوځای د غم په ټغر کېنم او دځان په شمول ټولې درنې کورنۍ او دوستانو ته يې د جمیل صبر او ددغه غم دزغم هيله لرم.»

او په پای کې باید ووایم چې:

استاد جلال الدین کونړی د هېواد پر هر بچي ځکه حق لري چې د خپل عمر ډېره برخه یې د وطن د ښوونکو په روزلو باندې تېره کړېده، د هېواد په هر گوټ کې د ده شاګردان د ښونکو په توگه د هېواد د نوي نسل په روزلو لگیا دي، ډېر لږ ښونځي به وي چې د ده له خوا روزل شوي ښونکي په کې په دنده بوخت نه وي.

د استاد جلالالدین نه شتون، د افغانستان علمي کورنۍ ته، په تیره پوهنتوني علمي کورنۍ ته یوه تشه گڼل کېـږي چې تر ډېرو به ډکه نه شي.

استاد جلال الدین کونړی حقداره شخصیت و،

خدای دې ورباندې ورحمېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب