چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+د پروین ملال درې شعرونه

د پروین ملال درې شعرونه

درې تکراره … 

ږغ دې د تندر په شان

 اوس هم، غوږونو کي زما

 لکه څومست او لیوني اوښان رمباړې وهي

د ذهن ټوله جزیره مې د توپان په غیږ کي

اوس د ګلونو شنو دښتونو،

خیالور خیالونه، نه ویني

پوره درې میاشتې مودې

 زما د ژوند په تخته یو سوالیه ولیکل

زه د درو میاشتو د بند بیرته ازاده شومه

خو، د ادم د اولاد، د پیغورونو، بهتانونو

په بند، نوی بندۍ شومه

تاسو لیدلي؟ چې د ګلو موسم اور واخلي

او پسرلي د خپله ځانه سره 

د سرو سکروټو بارانونه راوړي

وږمې ظالمې شي، څپو سره

لکه دغشو ګوزارونه راوړي

ورځې بی لمره، شپې بی ستورو شي

او د سبا د وړانګو

 د طلایې آسانو پښې ماتي شي

اوبه ترخي، ډوډۍ خوندونه په قمار وبایلي

شیبې ناروغې په بستر پریوزې

ژوند د ژړا ستړی شي.

تاسو لیدلي؟ چي احساس په دارشي

د تعلق په دروازو کې لکه پوځ د دښمن

وحشې کروړې، ځنګلي زوزان

 کتار، کتار راشنه شي

د خپل، پردو په خولو کې                                                                            طعنې، غبرګونې لوڼې وزیږوي.

زه د بهتان او درواغ په تیږو چا مړه کړم؟

چي د وجود د هریورګ هریو اندام غسل به،

پخپلو اوښکو د تاریخ په تخته، هره شیبه کومه

تاته آسانه وه یوه جمله او دري تکراره …

خو زه دې مړه کړم په خونبارو، اوښکو،

 اوس د تاریخ په تخته د هر اندام غسل پخپله کوم

 زه د (حوا) لور د (مریم) د ذاته

۲۰۲۰/۱۱/۲۲

کلیواله مینه

خیردي ته ووایه؛ چې خال ښه دی

که زما د، دوو کوڅېو ټال ښه دی

زه د سبا د پاره بکس کي آئینه لټوم

سینګار کوم درځمه 

د پټو هغه خواته زما د نیکه کلا ده

د دروازې سره یې دوه د لونګو بوټي

دوه کشمالي راشنه دي

هلته وږمې د نګهتونو په اوږو راځې

د شینلیو مینځ کي زما د نیکه وکورته

یوه خړکه ښایسته لار تللي

خاوره یې نرمه دمالوچ په شاني

ودواړو خواو ته یې د پسرلې شنه اروا

د محسوساتو وښکالو ته ناڅي

خیر دي ته ووایه زما شال ښه دی

که په اسمان د بوډۍ ټال ښه دی

سبا درځم تر نیمي لارې راشه

لار کې به بیا د ماشومتوب په ډول

د پټيدنګې ښکلي لوبه وکړو

ته د زوړ توت وشاته

زه به د ګڼ چنار د ډډ وشاته درڅخه پټه شمه

ډیر لیرې مه ځه زه بیریږمه

خدای (ج ) مه کړه  یو تربله ورک نه شو

خیر دي ته ووایه؛ چې خال ښه دی

که زما د، دوو، وروځو کمال ښه دی

زه د سبا د پاره بکس کي آئینه لټوم

غاړه کې بیا د شهزادګۍ په شاني

د مرغلرو غاړګۍ اچوم

په سره بخچه کي زما د مور د واده

د شنو او سرو، وریښمو

کشمیری شال پروت دی

د پاولي دارې لمن ګنډ اغوندم

لمن مې پراخه او، اوږده ده نامحرمه مځکه،

هر وخت لاسونه وروړي

تر نیمې لاري راشه

زما لمنه د اغزیو او زوزانو د یرغل وساته

  خیر دي ته ووایه ؛ جمال ښه دی

  چې دلته مینه، لوړ هلال ښه دی

سبا درځم تر نیمي لارې راشه

لار کي به بیا د شنو پټیو مینځ کي

 سپېنو، رنګېنو، بوراګانو پسي منډې وکړو

سپېنې یې ستا رنګینې ماته راکړه

په شنلیو به د مینې ډک لاسونه تیر کړو

هلته چې ګرمې وړانګې د شنلیو ډډډونو د مینځ،

د نګهتونو سره لوبې کوي

خیر دي ته ووایه؛ دا خیال ښه دی

زما سینګار که ستا جلال ښه دی

سبا درځم تر نیمي لارې راشه

پلار مې وښار ته درومي

اوس پخلنځۍ کې ناسته، ورته هګۍ ایشوم

د څو شنو پیازو سره، ورته د لارې غرمنۍ جوړوم

ته راته ووایه؛ چې تا ته څو دانې پټې کړم

چي ته راځې، څنګه به وږی، څنګه تږی به شي 

اوبه، به هم درواخلم.

زموږ د باغچې ګل بوټو، تنکي ګلونه کړي

ستا د پګړۍ د پاره د ګلاب ګل دروړمه

سبا حتمآ درځمه، ترنیمي لارې راشه

خیردي ته ووایه؛ چې خال ښه دی

که زما د دوو کوڅېو ټال ښه دی

۲۰۲۰ /۱۱/ ۱۸

د بیدیا سندره

غروب د شپې سندرې،

د ځوان ماښام په مدرسه کې لولې

سپوږمۍ او ستورو، واړه

د لاجوردي اسمان په سپینو چېنو،
شونډې ایښې،

د تیرې ورځې د لمرین جام،

وروستي څاڅکي زبیښي

یو څوک سندره وایې

ږغ یې د ځوان ماښام تبجنې وږمې

پخپل وزرو اخلې

بیایې د لویې بیدیا غیږته سپاري

زما ساده شپونکیه؛

ته د اوریځو په شان 

کتار، کتار رمې،
پر کومه بیایې؟

د دښت لمنې په اغزیو ډکي

د باروتونو او ګولېو ډکي

شپه راروانه ده، تیاره خپریږي

کورته راستون شه

په تنور کې مې ډوډې وهلې

کوچي مې وېلي، دسترخوان مې، ځونډي دار،

هوار کړ

ښانک د کروتو ډک دي

ژړو غوړیو او تودو کروتو کې،
درته ډوډۍ میدوم

څومره به وږی، څنګه تږی،
څنګه خوب به درځي

کورته راستون شه

په تنور کي مې ډوډۍ وهلې

  ۲۰۲۰/۱۰/۵

2 COMMENTS

  1. درنې میرمن ملال ته له خدایه اوږد اوښکلی عمر غواړم ډيره ښایسته شاعري یې کړې
    یوازې په یوځای کې ماته داد رمباړو کلمه ښه ونه ایسیده کیدای شي په ځای یې چیغارې وهي راشي
    نورنو ټول نظمونه یی عالي و

  2. مننه چې زمادشعرونو دلوستلو زحمت موایستلې ماغوښته داوښ دچیغارو خپل نوم دلته ځای کړم یووخت مې لوستلې وه : اوښ رمباړې وهي, آس شیشنی کوي , خر, رایې , سپی غاپي اویاانګولي اوداسي نور … داچي دلته دغه کلمي دشعرښایست ته زیان رسولی همدا, اوس مې ورته پام شو ډيره خوښه شوم ستاسودنظر نه هیله ده چي خپل نظرهروخت راسره شریک کړئ
    کورموودان, عمرموډير

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب