دوشنبه, مې 20, 2024
Home+د جګړه ییزو تاکتیکونو په اړه| جنرال دولت وزیري

د جګړه ییزو تاکتیکونو په اړه| جنرال دولت وزیري

د جګړې پر تاکتیکونو چینايي جنرال، پوځي ستراتیژیست، فیلسوف او لیکوال سون تزو ډېر نظریات ورکړي، چې تر اوسه یې پوځي پوهان ځینې برخې د کاڼي کرښې ګڼي.

د وسلوالو ځواکونو په اړه د سون تزو ټول نظریات د جګړې د ګټلو په خاطر دي، ځکه د ده نظریات ټول پر دې راڅرخي چې هغه وخت جګړه پیل کړئ چې د ګټلو وړتيا يې ولرئ، که د جګړې د ګټلو وړتيا ونه لرئ، بیا خو جګړه د نابودۍ په مانا ده او په داسې حالاتو کې جګړې ته ننوتل په لوی لاس د خپل هېواد او واکمنۍ له منځه وړل دي.

دی وايي:

«جگړه وارزوئ او وروسته له ارزولو که مو جګړه په ګټه او بریا مو حتمي وه پيل يې کړئ.»

له پېړیو راهیسې پوځي جنرالان تر جګړې مخکې او له جګړې وروسته دغه شرایط په پام کې ساتي.

سون تزو وايي:

«د جګړې د ارزولو لپاره اخلاقي نفوذ، اقلیمي شرایط، ځمکنی جوړښت، قوماندانان (قومانداني) او پنځم قرار، تړونونه، حکومتونه او نظامي دکتورین ډېر ارزښت لري.»

ـ له اخلاقي نفوذ څخه د سون تزو موخه د ولس باور او د جګړې په هکله د خلکو مساعد نظر دی. په ځینو جګړو کې د خلکو یعنې ولس نظر ځکه شرط دی چې واقعي ځواک له خلکو سره دی، که خلک ناراضه وي پوځي جنرالان د جګړې د ګټلو تضمین نه شي کولی.

ـ له اقلیمي شرایطو څخه يې موخه موسم او هغه اقلیمي شرایط دي چې دوی به په کې جګړې ته داخلېږي.

ـ د ځمکې له جوړښت څخه يې موخه د جګرې ډګر دی. د ده موخه دا ده چې جګړه به په غرونو، دښتو، ځنګلونو، ښارونو، بحرونو او یا په کليو کې وي.

ـ له قوماندانانو څخه يې موخه د قوماندانو مورال، د جګړې پر ګټلو باور، هېواد او واکمنۍ ته د دوی ژمنتیا او د جګړې د هنر په هکله د دوی پوهه، د دوی او سرتېرو وړتيا ده.

ـ له قرار څخه د ده موخه د وضعیت ارزول او د سمو او پر شرايطو برابرو پرېکړو کول دي.

ـ له تړونونو او حکومتونو څخه د ده موخه د هغو هېوادونو سره د اړیکو او تړونونو ارزول دي چې د جګړې پر مهال کېدی شي دوست پاتې شي او یا به د دښمن ملاتړ وکړي.

ـ له دکتورینو څخه د ده موخه د خپلو ځواکونو د وړتیا، جوړښت، وسلو او انګېزې ارزول دي.

که په سمه توګه دغه فکتورونه یا مواد چې سون تزو ورته ګوته نيولې ده په ښه شکل وارزول شي او بيا وروسته د جګړې د پيلېدو او یا په هره پلمه چې وي له جګړې څخه ډډه د هېواد په ګټه تمامېږي.

که وګورو چې د یوه هېواد خلک که د مرګ او ژوند په بیه د خپلو واکمنو ملاتړي وي او د خپل ژوند له بایللو څخه ونه وېرېږي، دا په دې مانا ده چې خلک پر خپلو واکمنانو باور لري چې بيا همدغه د خلکو باور د جګړې په ګټلو کې لویه مرسته کوي. د خلکو باور هغه وخت تر لاسه کېږي چې له خلکو سره په عدل او انصاف چال چلند وشي. دوی ته ډاډ ورکړل شي چې عدالت تامینېږي.

په داسې حالاتو کې پوځ هم خپلو واکمنانو ته ژمن پاتې کېږي، ځکه چې پوځ هم د هېواد له خلکو څخه جوړ شوی دی، که خلک له واکمنانو خوښ وي، پوځ هم په همغه لار درومي او خپل هېواد، ملت او واکمنو ته تل ژمن وي. یوازې او یوازې خپل هېواد ته د ژمن پوځ په برخه تل بریاوې وي.

 د تيموچن (چنګېز- ۱۱۶۲ –  ۱۲۲۷م) پوځ ځکه تل بریالی و چې خپل مشر او واکمن ته ژمن او د خپلو سرونو په بیه يې د خپل واکمن اوامر عملي کول.

لکه پاس چې اشاره ورته وشوه دویم فکتور چې سون تزو ورته اشاره کړې ده، اقلیمي شرایط دي. د جګړې په ګټلو او بايللو کې اقلیمي شرایط او د هوا حالت ټاکونکی رول لوبوي.

 ناپلیون بناپارت (۱۷۶۹ – ۱۸۲۱ م)  د روسانو پرضد په جګړه کې (جون ۲۴، ۱۸۱۲ – ډسمبر ۱۴, ۱۸۱۲ م) د روسي پوځ د قوماندان نیکولای کوتوزوف (۱۷۴۵ – ۱۸۱۳ م) څخه د روسيې د ساړه ژمي او د ډېرو واورو له امله ماتې وخوړله.

د ادولف هټلر (۱۸۸۹ – ۱۹۴۵ م) ځواکونو هم د روسيې د سوړ ژمي له کبله له ډېرو ستونزو سره مخ او مات شول.

که اقلیمي او د موسم شرایط ښه وارزول شي او مخکې تر مخکې ورته څرنګه چې اړتیا وي آمادګي ونيول شي، د جګړې په ګټلو کې ډېره مرسته کولای شي.

درېیم فکتور چې د سون تزو له نظره ارزول يې ډېر اړين دي د ځمکې جوړښت دی.

دا ښکاره خبره ده هغه پوځ چې د جګړې له پاره په دښتو کې روزل شوي وي، په غرونو کې جګړې نه شي کولای.

تورن جنرال ګریلوف په افغانستان کې ستر شوروي سلاکار په خپل اثر کې «په افغانستان کې زما پوځي دنده» ليکي:

«ما د شوروي د واکمن لیونید ایلیچ بریژنف  د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ايا ځواکونه افغانستان ته ولېږو یا خیر؟ وویل: د نورو مشکلاتو تر څنګ زموږ اردو په غرونو کې د جګړې له پاره چمتو نه ده. په حقیقت کې هغه پوځ چې په غرونو کې د جګړې کولو مهارت او تجربه ونه لري، هېڅکله بریالی نه دی، ځکه د افغانستان ۷۵ سلنه جغرافیه غرنۍ ده.»

په ښارونو، ځنګلونو، غرونو، کليو،  سمندرونو او دښتو کې جګړې کول جلا جلا مهارت او تجربه غواړي.

د سویې نیول د تازي سپی او د زرکې ښکار د باز کار دی، خو د رمې ساتل د کوټه سپي او د غومبر وهل بیا د کوترې کار وي.

د پخواني شوروي ځواکونو د ماتې علت د نورو علتونو تر څنګ یو اساسي علت هم د افغانستان جغرافیه وه. انګرېزانو هم د افغان او انګلیس په لومړۍ جګړه (۱۸۳۹ – ۱۸۴۲ م) کې خپل پوځونه د ساړه ژمي، تنګو درو او غرنۍ جغرافیې له امله له لاسه ورکړل.

 سکندر مقدوني (۳۵۶ – ۳۲۳ تر میلاده مخکې) هم د افغانستان د جغرافیې له امله ډېرې ستړیاوې وګاللې او د خپل پوځ ډېر کسان يې د اندراب څخه کابل ته د تېرېدلو پر مهال له لاسه ورکړي وو.

بل اړین فکتور چې سون تزو ورته ګوته نيولې ده د قوماندانانو ارزونه ده. د جګړې په ګټلو کې د قوماندانانو د رول په هکله به ناپلیون ویل:

«زه له هغه پوځ څخه چې سرتېري يې سيرلکي وي خو که چېرې قوماندان يې زمری وي ډېره وېره لرم او له هغه لوی پوځ څخه چې قوماندان يې سیرلکی وي او سرتېري يې زمریان وي هېڅ ویرې ته په زړه کې ځای نه ورکوم.»

تيموچین به هم تل د قوماندانانو پر روزلو ډېر ټينګار کاوه او د خپل پوځ بریا به يې تل د زړورو او نه وېرېدونکو قوماندانانو کار باله.

ګوډ تيمور هم په دواړو لاسونو تورې وهلې او زړور قوماندانان به يې ډېر خوښېدل.

د جګړې ګټل د قوماندانانو په زړورتيا، پوهې، عدالت، انصاف، پر ځای پرېکړو، په بریالیتوب باور او له هېواد سره په مینې پورې اړه لري.

که قوماندان هوښیار وي، په جګړه کې منځ ته راغلي بدلونونه ژر ارزولی او عملي کولای شي. که عادل وي مادونانان به د ده پر مکافاتو او مجازاتو باور لري، که چېرې انصاف ولري پر خپلو مادونانو به ډېر ګران وي.

 که زړور وي فرصت او وخت به له لاسه نه ورکوي، پر خپل وخت به عمل کوي او بری به ګټي. که سختګیر وي لښکر به يې باډسپلينه او زړور وي.

که قوماندان زړور نه وي، تل به په وېره کې وي او د هرې پرېکړې په هکله به له شکونو سره مخ وي، چې بیا همدغه وېره او شکونه به د ده د ناکامۍ سبب کېږي. که قوماندان زړه نازړه وي، د جګړې د ګټلو تضمین ګران ويږ

د پوځ وړتيا، په وسلو سمبالول، ښوونه او روزنه، ترفيع او تقاعد، پر ځای ټاکنې، نظم، ډسپلين، اکمالات، د لارو امنیت او د پوځ له اړتياوو سم ارزول ټول په دکتورینو کې راځي. که د واکمن له خوا دا په سمه توګه وارزول شي، د جګړې په ګټلو کې يې بيا شک نه پاته کېږي.

د جګړې په هنر پوه واکمن تل له خپلو متحدينو سره مشورې کوي او دوی تل ځان سره متحد ساتي او له هغو تړونونو د جګړې پر وخت سمه ګټه پورته کوي چې مخکې له جګړې له دوی سره لاسليک شوي دي.

هوښیار واکمن په هېڅ صورت اجازه نه ورکوي چې د دښمن په خوښه د ده متحدین له ده جلا او له دښمن سره ملګري شي.

پایله دا چې که واکمن خپلې ټولې ستونزې د خبرو او سولې له لارې حل کړي، دی ډول واکمن ته ډېر پوه او هوښیار واکمن ویلی شو، ځکه دی بې له جګړې د خپل هېواد ستونزې حلوي او خپل هېواد د جګړې له لمبو په امان کې ساتي.

 که چېرې جګړه حتمي وي، بیا په کار ده چې د دواړو خواوو دوست او دښمن د پورته فکتورونو ارزولو ته چې د سون تزو له خوا ورته اشاره شوې ده او د جګړې د ګټلو او یا بایللو اصلي فکتورونه يې بللي دي کلکه پاملرنه په کاره ده.

 له ارزونې پرته که کوم واکمن جګړې ته داخلېږي هم ځان تباه کوي او هم هيواد له سترو ستونزو سره مخامخ او په لوی لاس د تباهۍ کندې ته ورټېل وهي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب