جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان: که زموږ بندیان اعدام شول موږ یې په بدیل اخیستو پوهیږو

طالبان: که زموږ بندیان اعدام شول موږ یې په بدیل اخیستو پوهیږو

تاند(دوشنبه، د جدي ۲۹) وروسته تر هغه چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د طالبانو نیول شوي بندیان د دې پر ځای چې خوشي شي باید اعدام شي، د نوموړي دغه څرګندونو ته د طالبانو ویاند غبرګون ښودلی.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، که حکومت د دوی بندیان اعدام کړي دوی به په نورو بدیلو لارو لاس پوري کړي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، «بندیان ځانګړي حقونه لري، د هغوی حقونه معلوم دي او سیاسي بندیان او د جنګ بندیان څوک اعدامولی نه شي، که څوک یې اعدام کړي موږ هم بدیلې لارې لرو پخوا مو هم ورته ښودلې چې په څومره درنه بیه ورته پرېوځي»

هغه دغه راز پر امرالله صالح تور لګولی چې د سولې بهیر کې د خنډونو پیدا کولو لپاره هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه د شپږنیمو بجو ناسته کې لیکلي وه، طالبان چې بندیان شي د دې پر ځای چې هغوی خوشي شي باید اعدام شي.

هغه زیاته کړه، ډېری هغه طالب بندیان چې افغان حکومت ازاد کړل ټول یې بېرته د جګړو کرښو ته تللي او په وینا یې په کابل کې د ډېرو هدفي وژنو تر شا هغه طالبان دي چې څه موده وړاندې ازاد شوي وو.

3 COMMENTS

  1. له امرالله صالح لار ورکه ده، خوشي ‌‌‌‌‌‌ډوزماري ګفي ولي. هم یې کرې او هم یې ریبي. د کابل د ترور تر شا دده د ان‌‌‌‌‌‌ډيوالانو او نظاریانو لاس دی.
    فکر نه کوم طالب دي پر یوه مدني فعال چې حکومت باندي انتقاد کوي، خپل وخت ضایع کړي.
    امرالله غواړي په قدرت کې پاتي شي، نو ځکه اوبه خړوي.

  2. ياره په افغان اولس هيڅ چا هم سرفه د وژلو نه ده که حکومت ده که طالب ده که مجاهد، له دوي ټولو سره به په اخرت کي حساب اوکتاب کيږي.

  3. وام همدا اوس دې مردار کړي، لعنت په هغو چې د طالب لنګ يې تړلی او د طالب پر جنيات دوی سترګې پټوي، همدا خلک چې طالبانو ته لکۍ شوروي يا په کليو کې دي او ښه هم ويني چې ددوي باغونه،کور مخه، لاره جومات يې په ماينونو پاشلي او بیا هم د طالب په جناياتو سترګې پټوي، که نور څه نه وي نو بیا طالب ولې سرک، پول..ورانوي، د کار خلک، ځوانان ګواښي، يا دا خلک د وحشت ژوند نورمال ورته ايسي يا له عقل نه مکمل پاتې دي، تاسو او خدای طالب ستاسو په ژوند کې کوم اسانتيا راوړي؟؟ کلی نو سپيره نه ده؟؟ د افغانستان کليو ته که څوک سر ورښکاره کړي نو څوک فکر کوي چې زر دوه زره کاله شاته تللي،هيڅ کار او ژوند يې نن له زمان او باد سره رنګ نه خوري، هره ورځ جنازې دي او د مرګ او قتل فتوا وې دي چې په دې کورونو او کليو کې خلک اوري…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب