د سولې تر دیګ ګرد چاپيره خلک هغه وخت په ټمبه ټیل سره واوښتل چې حلوا ته سلګونو ولاړو کې یوه غږ کړ چې ځوانان دې مخکې شي، لومړی حق د دوی دی چې د خوږې حلوا په خوړلو سره خپله انرژي پوره کړي، له دې خبرې سره لومړی عکس العمل یوې میرمنې وښود او په خپلو ښځمنو یې غږ وکړ چې لوږې تندې، خوشکې او سپورې موږ تیروو او حلوا به ځوانان خوري، ورمخکې شئ لومړی حق زموږ دی او اول به یې موږ خورو، له دې سره ټولو ښځو قطار ړنګ کړ او د دیګ پر خوا ور وړاندې شوې، سپین سرو او شین ږیرو که څه هم خبره لږ وروسته واوريده ځکه یو څه شا ته ولاړ و خو حسایت یې تر نورو لا ور واړاوه وې جنګ کې سرونه زموږ سپین شول او د سولې حلوا ته به ځوانان او ښځې مخکې کیږي، والله چې اول یې موږ ونه خورو که څوک نمړۍ هم راڅخه پورته کړي، ټول سره و خوځېدل او ځانونه یې د حلوا د دیګ خوا ته نېږدې کړل، څه ګورې چې نه ګورې ملا صاحبان او مولینا صاحبانو لا مخکې تالي په بډه وهلي وو او تر ټولو ډېر یې ځانونه مستحق الاستحقاق ګڼل ځکه یې نو په بیړه د دیګ نغري ته ځان نېږدې کړ، غوښتل یې تر ټولو لومړی دوی په دیګ کې دغه خوږه حلوا وګوري خو دیګ دومره لوړ و چې په منځ کې یې چا څه نه شو لیدلی، یو دنګ او چارشانه سړی ورته ولاړ او اور یې پسې کړی و، چې کله یې لږ بوره پکې زیاته کړه نو سپين ږیرو د اعتراض په ډول وویل چې موږ خو له شکرې هسې هم دمه پوزې ته را غلې ده بوره پکې مه زیاتوه ګنې وژني مو، ملا صاحبانو چې دغه خبره واوریده نو بده پرې تمامه شوه، خپله مدعا یې داسې بیان کړه چې ګواکې دغه خواړه خو موږ ته منسوب پخوانی او اصیل طعام دی، هر وخت یې یادوئ موږ ته او خورئ به یې تاسې؟ وې موږ یې خوږه خورو که پرې مړه شو هم مړه نه یو هسې هم وایه شې چې مرګ دې وي په مړه ګېډه دې وي، کړکیچ سره وسورېده اخر د سپينو جامو او سترو خیټو دغه ډله چې خپل ځانونه یې لا پخوا مستحق الطعام بلل د دیګ خوا ته نور هم ور نېږدې شول غټې خیټې یې سره وښورولې او د دیګ څنډې ته یې ځانونه ورسول خو چې هر څومره یې ځانونه سره کش را کش کړ دیګ ته ونه رسیدل چې وګوري دغه دنګ اشپز یې منځ کې څه سره اړوي را اړوي، دیګ پخوونکي څه نه ویل موسکی موسکی کېده او خپل لړل یې کول، ملا صاحبان چې لوږې وارخطا او تش تالي یې نیولي و نو د فتوا چورتونه یې سره وزغلول، اشپز چې کتل خبره خرابیږي اوس که ملا د کوپر فتوا ورکړه هر څه به تالا شي نو یې په اوږدو لاسونو له دیګ غټه غیږه را تاو کړه او نیم خامه حلوا یې داسې ورکه کړه چې له حاضرو خلکو څوک پوه نه شول چې په کومه یې لړومی کړه، حلوا ورکه او خلک همداسې وږي پاتې شول.
وږیو چې خوږې حلوا ته یې سترګې نیولې وې د حلوا ورکیدو پړه یو پر بل اچوله، خبرې توندې شوې په پټکو واوښتې او پټکې په څپړو او سوکانو بدلې شوې، زړو، وړو ښځو او نرو، ملایانو او امیانو د یو بل ګریوانه ته لاسونه سره واچول او د اخ ډب د غومبر لوخړې د شنه اسمان پر خوا پورته کېدلې.