Homeروغتیاد درد ضد درملو له زیاتې کارونې ډډه وکړئ

د درد ضد درملو له زیاتې کارونې ډډه وکړئ

د درد ضد درمل هغه دي، چې استعمال يي ډېر عام دی او ډېری خلک يې د تبې، زکام، سر درد یا نورو دردونو د له منځه وړلو لپاره کاروي.
خو د اوږدې مودې لپاره دغه عادت د ګټې پر ځای زیان لري او ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د ټایوان ملي پوهنتون د روغتون یوې څېړنې پایلو ښودلې، چې درد له منځه وړونکي درمل د زړه د حملې خطر درې چنده زیاتوي او د انسان ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د دې څېړنې لپاره په ټایوان کې د اوو کلونو په جریان کې، روغتون ته د زړه حملې له امله مراجعه کوونکو ۱۰ زرو ناروغانو معلومات د دې لپاره چې درد وژونکي درمل د زړه حملې پر خطر څومره اغېز لري؛ ټول او وڅېړل شول.
له پایلو یې معلومه شوه چې د زکام او نورو عامو ناروغیو پر مهال درد وژونکي درمل کارول د زړه د حملې خطر ۳.۴ چنده زیاتوي.
همدا راز په روغتونونو کې د ناروغانو په سیروم کې دغه ډول درمل اضافه کول، د زړه د حملې خطر ۷.۲ چنده زیاتولی شي.
څېړونکي وايي چې د دغه ډول درملو د استعمال او د زړه حملې ترمنځ د اړیکې د تایید لپاره نورو روغتیايي څېړنو ته اړتیا ده.
حمیدالله حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...