یکشنبه, مې 5, 2024
Homeټولنیزپه ځان باور | لیکنه: تورپیکۍ غرنۍ

په ځان باور | لیکنه: تورپیکۍ غرنۍ

د انسان له پيدایښت سره سم ارمانونو هم خپله لمن پر ځمکه وغوړوله او بيا يې ورو ورو زمونږ په زړه او ضمير کې ځای واخيست.

دا هغه څه دي چې د هر انسان په وجود کې شته خو يوازې يې د اندازې په توپير سره ليدلی شو، ځينې انسانان سترې هيلې لري خو هغه مهال يې د بريا اټکل کيدی شي چې د خپلو هيلو د پوره کيدو او خوبونو په حقيقت بدلولو لپاره اقدام وکړي، او په خپل ذهن کې د نوښت او تفکر يوه قوه ولري، دا به هغه کسان وي چې د ماتې او شاته تګ په نامه څه نه پيژنې، د هرې بندې دروازې تر شاه ځانته د وتلو او هدف ته د رسيدو يوه دريڅه لټوي او په خپلو مثبتو فکرونو د بندو دروازو پولادين ځنځيرونه ماتوي، په خپل وجود کې ويره وژني او ويرې ته د يوې افسانې په سترګه ګوري، بلاخره هغو مقصدونو ته رسيږي چې په پيل کې يې د يو خوب په بڼه ذهن کې ځای درلود.

بريالي کسان د فرصتونو په تمه نه وي بلکه فرصتونه ایجادوي، د فرصتونو د سکروټو په ذريعه د ويرې جرړې سېځي او په خپله لاره کې د هر خنډ سره مبارزه کوي او ځان له پرون نه لا قوي احساسوي.

په ځان باور او جرأت د برياليو کسانو هغه ځانګړنه ده چې له نورو خلکو يې متفاوته کړي دي او د همدې ځانګړنې په ذريعه له هر فرصت نه د ځان په ګټه کار اخلي او د ځان تابع يې ګرځوي.

فرصتونه هغه سارانۍ کوترې دي چې که يو وار دې د ژوند پر بام کيناستې او درنه والوتې نو بيا هيڅکله هم د دويم ځل لپاره خواته نه درځي، نو له فرصتونو استفاده او په پوره باور او جرأت يې هر کلی وکړئ، ځانته د دې تلقين ورکړئ چې هرو مرو مو بریالیتوب په برخه دی او خپل مقصد ته به رسيږم، له وهمونو او منفي فکرونو مو زړه پاک کړئ، دا به دې د بريا په لور لومړنی اخيستل شوی ګام وي.

بريالي او زړور کسان له موره بريالي او قوي نه دي پيدا شوي، دوی بيا بيا هڅو، په ځان باور او زړورتوب بريالي کړي دي.

له خيال بافۍ ځان لرې کړئ، که پکې ژور لاړئ نو خامخا دې په ځان کې ډوبوي او نابود کوي دې. خيالي نړۍ دې د ونې په يو خاښ پورې غوټه کړه چې باد يې له ځانه سره يوسي.

ته هم بريالی يې، ډير ژر به شتمن شې او د سترو کسانو په ډله کې به لومړنی کس او له بل هر چا مخکې يې خو په دې شرط چې له فرصتونو شاته نه شې، ويره په خپل ځان کې ووژنې او د جرأت ماڼۍ دې په وجود کې جوړېکړې.

4 COMMENTS

  1. په ځان باور = Self Esteem

    Self Esteem is the fundamental ingredient for success and in the absence of it motivation, creation and analytical thinking will not occur.

    There are personalities brought in from British-India and Baghdad that their male offspring are considered for ever to be superior than all other Afghans combined. They are able to mesmerize millions of Afghans to complete obedience thus blocking societal SELF ESTEEM causing backwardness.

  2. افغان غیرتی ملت د خپلی خاوری استقلال او خپلواکی راوستلو او ساتلو لپاره همیش ایمانآ پر ځانو باور درلود او اوس هم دا باور موجود دی واقعیت دادی چی شورویانو د خپلو غلامانو په وسیله د افغانستان تباهی شروع او امریکا دی تباهی ته د خپلو غلامانو په وسیله پراختیا ورکړه او د ډالرو او مقامونو ورکولو سره ئی پلانیز قومی ، ژبانی ، مذهبی او اقلیت او اکثریت نفاقونو ته نوره هم پراخوالۍ ورکړ او خپل غلامان ئي اساسی تربیه او ددوی په وسیله غوښتل کیږی چی د افغان غیرتی ملت ملی غرور ورڅخه واخیستۍ شی او خپلی خاوری کښی د خپلو تربیه شوو غلامانو په واسطه د تام غربت سره مخامخ او ملت تام غلام ګرزوی ! دا باید یاده شی چی د ډیرو افغانو مهاجرینو اولادونه هم د سی آی اي تر رهبری په امریکا کښی تربیه شوی او کیږی لکه چی دا جنایت ئي په پاکستان کښي د افغان مهاجرینو اولادونو سره وکړ او اولادونه ئي د امریکا په ډالرو او خائين خلیلزاد تر رهبری د قیدانی مدرسو ته د طالبانو شعار لاندی ونیول شول نو ویلای شو چی امریکا د شورویانو څخه زیرنګ تره دی یعنی کابل کښی ټول قاتل کمونیستان ، تنظیمونه او خاص تربیه شوی دیموکراتان ئي سره متحد د ملت پر اوږو ئي سپاره کړل او د ډالرو باران ئي پری جاری کړ او غواړی چی دا نوره تربیه شوی طالبان هم د صلحی شعار لاندی ورته راولی او افغانستان کښی تامه انارشی رامینځ ته شی او باالاخیره افغانستان تجزئي ته برابر کړی !!! لکه چی شوروی افغانستان کښي ناکام شو همداسی کاؤ بائي امریکا هم په افغانستان کښی ناکامه دی او افغان غیرتی ملت دا ظالمان او د خپلو غلامانو په کومک نشی غلام کولای او لکه چی روسی ژبی رسمیات پیدا نکړۍ شول همداسی به د امریکا ژبه هم رسمیات پیدا نکړۍ شی ، اوس په امریکا کښي ډیر خلیلزادان وجود لری اما امریکا کامیابه کیدای نشی !!!!!

  3. دوکتور غروال سلام
    شرم او حیا دانسان په شخصیت کې ستر ګوهر دې اوپه عقیده کې نیم ایمان بلل کیږی . ددالرو فرهنګ ګلم جم وپړسول هغوی دوه ګټې وکړلې ۱: وږی تږی خلک ول او خر یې هم نه درلود چا پادوانی هم نه ورکوله خو ددالرو او ۲:مقام لپاره دطالبانو پرضد دامریکایانو سکنی شول تر څو یې چې زور ورسېد دطالبانو په نوم یې پښتنو سره تیری وکړ .بله ډله چې عندالموقع د ډالرو او دارګ دسرپرست اوبت پرست مقامونو لپاره سره کمونستان اخوانی شول داهغه کمونستان دی چې دکابل ښاریانو په وژنه کې دقاتل ربانی سره ملګری ول. خو اوس تول ریاکاره صوفیان دی. سګ زرد برادر شغال است.
    ارګ مېشته کمونستان دېر برګ دی نن سبا اتلس دوله غوښې له دالرو سره نوش جان کوې ،دې ته وایی ماورای تصور او دپیچومو بنسټ.
    ولس دواړه ع اوغ ښه پېزنی چې مالی غړوندی دامریکاء په اخور دی ،روس هم بده هیله کوی او امریکاء پېژنی .مسکو ،استانبول کوز کلی اوبر کلی هسې لوبه ده امریکاء دواړو لورو ته دولکی ډنګوی خو دولس زور دالله زور دی داکور بار تر مزله نه رسیږی او دبن معامله باد بیا تکرار نشی. تاند نه احتراما هیله کیږی چې تبصره سانسور نه کړی

  4. محترم ع۰ شریف زاد سلام تاسو ته هم ، بلی د تاسو ذکر ددی وطن خرڅوونکیو باره کښی کاملآ درسته ده ، یوه ورځ په پکتیا کښی ولسی مجلس وو او کله چی د ما څخه د خبرو هیله وشوه نو وروسته له ما خبرو یو مشر پورته شو نو غټ اواز ئي وویل چی ډاکتره د ما لاسونو ګوتی ګوری ، مونږ تاسی مکتبونو ته ولیږل او مونږ امید لرلو چی د تاسو په کومک به د مونږ ملک مخ ته ولاړ شی او د ارام ژوند امیدواری به مونږ ټولو ته پیدا شی ، اما تاسو مکتبیانو د چوکیو لپاره اول روسان راوستل ، تش ملایان د تاسو له برکته راپیدا شول اما مونږ دی خړو پړو روسان په خپلو وینو قیمت وشړل او مکتبیان خارج ته وتښتیدل او په قدرت مشهور قاتلان کابل ته راوستل شول او اوس دی مکتبیانو امریکا راوسته او اوس مونږ بیا خپلو توپکونه اوږو ته کړل او اوس طالب چیغی وهی چی دا قدرت د مونږ اصل حق دی ، وا مکتبیانو ولی د مونږ څخه لیری شوۍ ئي څه درباندی شویدی او د تاسو مکتبیتوب اوس د افغانستان بربادی سبب شوی او ولی داسی درباندی وشول ؟ ډاکتره نورو مکتبیانو ته ووایه چی د خدای لپاره نوره خارجیان مونږ ته مه راولۍ مونږ په سوکړک هم قانع یو او خاوره خارجیانو ته نه پریږدو!!! دا وو د یو ولس مشر سپین ګیری د واقعیت څخه ډکی او د زړه سوخت خبری !!!

    څه تربیه شوو کمونیستانو ، څه تربیه شوو تنظیمونو ، څه تربیه شوو دیموکراتانو او څه څه تربیه طالبانو افغان غیرتی ملت هم تباه کړیدی او هم د اجنبیانو له خوا د افغانستان خاوره ئي مستعمری ته هدیه کړی دی ، ددوی وخت ختم دی او امریکا غواړی چی د ډالرو غلامونو په وسیله افغانستان تر کنترول لاندی ولری اما لکه چی روس خپل پلیت پلان کښی ناکام شو همداسی به امریکا هم خپل پلان عملی نکړۍ شی !!!! یو ملی افغانی حکومت باید مینځ ته راشی او دا کسان باید ملی قضی ته وړاندی شی ، دا وخت راتلوونکۍ دی!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب