موبایل ته یې لاس وغځاوه. یوه سترګه یې پټه بله رڼه کړه:
« نهه دي، دباندې خو تیاره ښکاري»
په پریوتو یې مخ د کړکۍ خواته واړاوه، د پردې ژۍ یې پورته کړه:
« څرنګه تورې وریځې دي؟!»
د موبایل پر شیشه یې ګوته تیره کړه، فیسبوک ته ورغی:
« اوف »
کمپله یې له پښو لرې کړه، سترګې یې وموښلې. د فیسبوک د یوه ملګري د مرګ خبر یې خپور شوی و.
مخ ته یې اوبه واچولې. پخلنځي ته ورغی، شودې یې پر داش کیښودې، شودې وایشیدې. یو غوړپ یې وکړ، د شودو سوړ بوی یې احساس کړ. پیاله یې اړخ ته کړه. له کوره ووت. پرون یې نیت کړی و چې نن رخصت دی سینما ته به ولاړ شي. په موټر کې کښیناست:
« سینما ته څه کوم…»
د باران څاڅکي د موټر پر شیشې ښویدل. سیټ یې شاته کړ. شاوخوا پر شیشو تاو کښیناست. په چوکۍ کې نیغ شو، کلي یې تاو کړه. موټر یې دوهم، دریم بیا پنځم ګیر ته کړ. له ښاره پر وتلې لاره سیخ شو. شیشه پاک ژر ژر له شیشې د باران څاڅکي یوې خوا بلې خوا شړل. وړاندې وریځې سره خورې شوې، لمر راښکاره شو. موټر یې د سړک اړخ ته ودراوه. پر واښو د وریدلي باران دانې لکه غمي ځلیدل. د لوږې احساس یې وکړ. جیب ته یې لاس کړ چې موبایل راواخلي، عکس یې واخلي، موبایل په کور کې ترې پاتې شوی و، موټر یې چالانه کړ، په سویچ بورډ کې یې ساعت ته وکتل:
-سینما ته به ولاړ شم
موټر یې تیز کړ. سیخ کور ته ستون شو. شودې سړې شوې وې، اور یې پسې بل کړ. فیسبوک یې پرانیست. د وژل شوي ملګري د مرګ پر خبر۹۹ لایکونه، د خواشینۍ د اوښکې نښه او ۱۳ تبصرې شوې وې. د دې سړي پاڼې ته ورغی، له ملګرتیا یې وایست، بیرته یې بلنه ورولیږله:
« اوف دی خو نه شته»
وچه ډوډۍ یې کلکه پر میز کیښوده. د دیګ له سره شودو سر وکړ.
پراګ