یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکالمونه ولسمشر د سياسي کودتا، تر ګواښ لاندې

 ولسمشر د سياسي کودتا، تر ګواښ لاندې

استاد شهسوار سنګروال

د افغانستان دسولې اونه سولې، ګټې او زيانونه افغانستان ته رسېږي، خو يو شمېرګاونډي هېوادونه په دواړو حالتونو کې خپلې شومې ګټې په پام کې ساتي …

دغه هېوادونه د هغې تاريخي دښمنۍ له مخې، چې له افغانستان سره يې لري، په دې اند دي که افغانستان کې سياسي ثبات او سمسمکی راځي نو بيا افغانستان له هر پلوه (سياسي،اقتصادي اوجتماعي چارو کې) پخپلو پښو درېږي او دا کار د دوئ د ناوړه نېتونو په سر ګوزار دی …نو ځکه خوکوښښ کوي، چې افغانستان له پښو وغورځوي او پرې نه ږدي په افغانستان کې سوله مينځته راشي .

که چېرې بيا په دوئ باندې کوم نړيوال فشارراشي، نوبيا کوښښ کوي، چې له سولې نه هم د خپل هېواد په ګټه استفاده وکړي او د خپلې خوښې يوڅوک، چې ددوئ ګټې ساتي واک ته ورسوي .

د افغانستان او طالبانو ترمينځ د سولې خبرو هغه مهال سيمه ييز او نړيوال ارزښت پېدا کړ، چې له پاکستان سربېره ايران او روسې طالبانو سره اړيکې ونيولې .

ايران له يوې خواغواړي چې افغانستان بېوزله، بېوسه او بېکسه وي او له بلې خواغواړي، چې له امريکې متحده ايالاتو سره خپله دښمني وپالي، ټوپک د طالب په اوږه کېږدي او هغه هېواد په نښه کړي .

د دې خبرې په څنګ کې نه غواړي،چې اشرف غني په واک کې پاتې شي،داځکه چې نوموړی تل په دې خبرې ټينګارکوي،چې غواړم دافغانستان اوبه مديرت کړم اوپرې نږدي،چې بهرته وبهېږي .

د روسې هېوادهم په سيمه کې خپلې ګټې لري …لومړی نه غواړي،چې له يوې مخې افغانستان د هغه جغرافېوي جوړښت له مخې چې لري يې له لاسه ورکړي.دويم دروسې لپاره دمينځنۍ اسيا هېوادونه،دومره ارزښت لري لکه څومره چې امريکا اولوديځه اروپا يوبل ته داهمېيت وړدي…درېيم هغه نړيواله سيالي،چې دامريکااوروسې ترمينځ شتون لري،نه غواړي چې امريکاکوم بري ته ورسېږي…نوځکه يې په ډاګه له طالبانوسره خپله اړيکه اعلان کړه .

په ټوله کې پاکستان،ايران اوروسېيه نه غواړي،چې په راتلونکي کې ولسمشرغني په واک کې پا تې شي!؟اودوې په دې پوهېږي،چې د ولسمشريزو ټولټاکنو له مخې هرومرواشرف غني ګټونکی دی اودا دوی ته د زغم وړنده، چې د پنځو کلونو له پاره اشرف غني وزغمي .

همدالامل دی، دوی کوښښ کوي،که له سېاسي لارې وي اوکه دپوځي فشارله مخې اشرف غني بايد له مخې لرې کړي …

داخبره په ټولوډلييزورسنېيواوخپرونوکې ډاګيزه شوه،چې دروسې استازي په ډېرې بېباکۍ وويل،بايدحنيف اتمرپه راتلونکي کې واک ته ورسېږي،ځکه چې نوموړی دهغې پخوانۍ دوستي له مخې،چې دی دخادغړی وواودوظيفې له مخې له کې جي بي سره اړيکه درلوده دروسې ګټې ساتلی شي اوداوسنئ دوستۍ له مخې،چې اوس يې دامريکا له متحده ايالاتو سره لري، د دواړوهېوادونوګټې وساتي .

له دې سربېره نورلاملونه هم وواوشته، چې هرلوری کوښښ کوي، د خپلې موخې پربنسټ خپلې ګټې وژغوري، چې د څو ټکو يا دونه يې اړينه برېښي :

_هغه مهال چې زلمی خليلزاد لا د افغان  سولې استازی نه ووټاکل شوی ژبه يې د پاکستان لپاره ترخه، تنده وتېزه وه او د افغانستان په تړاو يې د ټولو ستونزه پړه په پا کستان اچوله .ولې کله چې د امريکا له خوا د افغانستان او طالبانو ترمينځ د خبروکوربه شو.نوبېايې خپله ژبه نرمه کړه چې دپاکستان بشپړباورترلاسه کړي…همداسې له طالبانو،دمجاهدينوله مشرانواوله سېاسي ګوندونو او له نورو خواوو سره وغږېد، که چېرې د امکان په صورت په راتلونکي کې داسې اړتيا رامينځته شي، نو بايد چې د لنډمهالې ادارې لپاره د ټولوخواوو باورترلاسه کړي. ما په دې تړاو”اياشونې ده چې خليلزاد د لنډمهالې ادارې مشر شي؟”ليکنه خپره کړه، چې وروسته حکومت غبرګون وښود او”محب” په ډاګه خليلزاد وګواښه، چې غواړي له دې لارې واک ته ورسېږي…!؟

_که څه هم په ښکاره حامد کرزي دلنډمهالې ادارې ملاتړونه کړ، ولې له پاکستان سره يې دتېرپه پرتله د ګډې ژبې د پېدا کولوهڅه کوله، که څه هم پاکستلن د ده له وروستيو څرګندونو خوشحاله نه وو،خو بياهم له اشرف غني ورته غوره وو…ده غوښته چې د داودزي له لارې له پاکستان او ايران سره د خبرو وسيله شي، خو استاد سېاف، داودزي ته سپارښتنه وکړه، چې کرزی ډېر د باوروړ نه دی،غله ته وايي غلا کاوه اوکور والا ته وايي څار…نوځکه داودزی اشرف غني ته نږدې شو.

.اوس حامد کرزي له ملابرادرسره اړيکې تودې کړي دي او د هغو بنديانو کيسه يې هم ورته کړې،چې د ده دواک په موده کې خوشې شول اوټولوپه ده تورپورې کاوه،چې ګنې دطالب بنديان يې له محبسونوازادکړي دي .

_وروستئ پېښې بيا دپوښتنې وړدي چې ولې قطردپلاوي هغه وروستی نوملړ،چې د خبرو لپاره هغه هېواد ته روان و رد کړ؟ په دې تړاوداسې انګېرنې دي،چې د پاکستان حکومت قطرته وېلې دي، چې دحکومت دپلاوي شتون د کابل حکومت په رسمېيت پېژندل دي، بايد چې په دغه نوملړکې دحکومت استازي نه وي …له دې څخه دپاکستان موخه داده،چې امريکا بيا ورته مراجعه وکړي،چې خبروته بيا لاره پرانېزي.

.د عمران خان وروستېيوڅرګندونووښوده،چې ګنې ؛زه دوعاکوم چې افغانستان کې سوله راشي…ولې نورزه چار واکوته سلااومشوره نه ورکوم …

زه په دې اند يم چې ډېرزربه دپاکستان دبهرنېيوچارووزيريا بل چارواکی قطرته لاړشي اودتېرپه څېربه وښېي،چې دادی بيا يې دافغانانوخپلمينځي خبروته لاره اواره کړه ولې دوئ به هرومروداخبره کوي چې اشرف غني نورچاته دمنلووړنه دی،نوښه به وي چې عوض شي .

د ضميرکابلوف خبرې هم بې څه ندي په ډېرې سپين سترګئ يې وويل،چې اشرف غني ګنې سولې ته ژمن نه ښکا ري …همدی دی چې دسولې خبرې سبوتاژوي .

_امريکاهم خپلې ستونزې لري له يوې خواغواړي،چې دافغانستان دجګړې لګښت ته دپاې ټکی کېږدي اوله بلې خواغواړي،چې دسيمې په لمنه کې سېاسي اوپوځي شتون ولري …

اوڅومره چې دولسمشراشرف غني دواک موضوع ده،لومړنئ ستونزه خوهمداده چې دايوتوافقي حکومت دی .دويم داچې په هېواد کې دننه ګڼ شمېرپخواني زورواکي،سياسي ډلې، پرته له استادسياف نه جهادي مشران اوتريوه بريده حکمتيار…!؟له ده سره اختلاف لري …همدغسې له کورنېيوستونزوسربېره بهرنۍ ستونزې هم له پامه نشي غورځېدی اوهغه داشرف غني ستونزې دي،چې له پاکستان، ايران اوروسې سره يې لري، هغوئ خپلې ګټې لري او د افغانستان خپلې اقتصادي، سياسي او پوځي ستونزې دي چې هغه ورسره لاس اوګرېوان د ی…نوکه چېرې دا ټولې ستونزې لاس په لاس شي، ايا ولسمشراشرف غني به د سياسي کودتا قرباني نشي؟ داوس لپاره همدومره . .

4 COMMENTS

  1. سلامونہ استاد او گرانو لوستونکو تہ
    کہ چیری ھر تنظیم ،دلہ ،نوماند،زورواک پلمہ کوونکی ،محافظہ کار د خپل نفس سرہ پہ جدّی توگہ مبارزہ وکری او لہ قدرت تیر شی ھغہ ورخ د ی ھیواد تہ ھر ارخیزہ پر مختگ او نیک مرغی راخی
    کہ چیری کار اھل کارتہ و سپارل شی او د اقلیت و اکٹریت حتی د ریس جمھور د معاون پہ سوئہ دغہ ادعا بندہ شی او داچی خوک لہ چا سرہ اریکی لری ددی علاج ھم وشی د غنی بابا ستونزہ کمیزی

    کہ چیری دولت یو حاکم ،استوار و بادرایتہ دریخ او نریوالہ دپلو ماسی غورہ کری او دنری ھیوادونہ چی دلتہ دامن پہ نوم راغلی قناعت ورکری گاوندی ھیوادونہ خہ نشی کولی
    پہ ھیواد کی د قدرت پر سر دیری ستونزی شتہ لہ سر پرستی نیولی بیا تر پیادہ پوری د مدیر یت حساب
    پہ دوام دارہ توگہ دیر گد ود دی
    یو شمیر زارہ کنجارہ خوارہ ھر لوری تہ گام اچوی او دولت ھمدغو کمزوری کری کہ تاریخ تہ وگورو افغانستان تل د قدرت او زور واکی قربانی شوی او باید ومنو چی لہ نورو ھیوادو بہ تیر شو موز خپلو کی کرکیچ لرو ستونزی کور کی دی نو خکہ کرزی لاسونہ رابد وھلی سر ہ د ھغہ لہ دومرہ مرداریو او تور تاریخ سرہ
    سولہ افغان کولی شی کہ رشتیا و غواری او دغہ چانس لہ لاسہ ور نکری بل ھیخ شی ددی ملت پہ خیر نہ دی او نہ د امن امکانات برابر وی

  2. هو!
    زموږ بهرنی او کورنی غله دا نه غواړی چی افغانستان ښه حکام او قوی اداره چی ملی ګټی وساتلی شی ،ولری ،دوی معامله ګر او ملت ته خاین ګوډاګی غواړی چی د کور د غله رول ولری نه امین او خادم.رجال.
    پدی پوه شی چی هر څوک ددی وطنی یا بهرنی غلو له خوا ستایل کیږی هغه د معاملی او غلامی ظرفیت لری

  3. زما د دښمن دوست زما دښمن دي،
    داکه افغاني داړهماران دي اوکه بهرني دښمنان دي ددوي په منځ کي هيڅ توپير نشته۰
    بلخصوص له کورني داړهمارانو او له کوره بهره طالبانو ،سره افغان اولس پوره ترخي تجربي، کړي له دوي نه بايد افغان اولس لاس ومننځي او ورباندي ونه غوليږي۰
    که چيرته افغان اولس له کورني مافيا او بهرني دښمن نه د ځان ژغورل غواړي نو يواځني لار يي د ښاغلي غني ملاتړ کول دي ځکه يواځي غني کولاي شي او غواړي۰
    يواځي ښاغلي غني کولاي افغان اولس له کورني مافيا او بهرني دښمنه خلاس کړي۰
    يواځي ښاغلي غني کولاي شي د اهل ځوانانو ته مديريت او کار وسپاري۰
    اوس واک او مسوليت د افغان اولس په لاس کي ده چه څوک غواړي او په چا اعتبار کولاي شي چه د افغانستان ګټي ننګ او ناموس او د د افغان خاوره وساتي۰
    دا اوس ډير حساس وخت دي د ښاغلي غني پرځول د افغانستان کندي ته غورځول دي۰
    اوس تر ښاغلي ډاکتر غني نه بل داسي پاک په وتن مين او د ملي ګتو ساتونکي شخصيت د افغانستان په سياستوالو کي نه ليدل کيږي چه وکولاي شي په افغانستان کي بنيادي اسلاهات راولي او مافيايي جوړشتونه مات کړي ، تاس. يي ويني چه مافيايي زورواکي له خپلو ملګرو هيوادونو سره لالوانده ګرزي چه ځرنګه ښاغلي ډاکتر غني و پرځوي۰
    خوښه مو خپله ده چه بيا د امير امانولاخان په شان د ښاغلي ډاکتر غني په ارمان کي نه شي
    د نيکمرغه افغانستان په هيله۰

  4. سلامونه
    شوروی د خپلی مستی ځوانۍ په وخت کی فضائي تور غار( سیاه چاله )غوندی د تکبر او غرور او الحاد او مارکسیزم او هر اړخیز اقتدار د سخت کشِښ او جذب د قدرت څخه برخمن ؤ او د اورېدو څخه د هوائي ډګر څخه د مسکو تر ښار پوری هر مسافر د مسکَوی جادو د ښکار ګوله کېدی خو سره لدې ځینی کسان حتی تر اوږدې مودې هستوګنی وروسته بیا هم له عقیدتی فکری نظره سالم او روغ ترې پاتی سوی او راوتلی دی
    امّا د انګرېز سرزمین او خاوره او روحیات بل طیف او بل حالت لری
    انګرېز ظاهراً د دموکراتیکی فضا د درلودلو مدعی دی خو هیڅوک حتی تر یوې میاشتی هستوګنی وروسته د فکری عقیدتی لحاظه سالم نه دی ترې راوتلی او مارکسیسټ ترین انسانان پکی د لیبرالیزم په جادو مسحور سویدی او یا نور فکری بدلونونه چي زموږ د هیواد یو مشهور فقید مؤرخ ئې وړوکې نمونه ده
    دې بحث ته نوره اړتیا نسته اصلی خبره
    روسیه او ایران واقعاً زموږ د هیواد په وړاندی کاږه او مریض او مریز پلانونه لری خو پدې ایډه آل ډګر کی ئې خنجر دومره پڅ دی چي حتی د خپلی ګوتی د غوڅېدو توان لا نلری زموږ ګوته خو پرېږده او که ئې خنجر فرضاً تېره هم وی د دوی پلار او ادې د اخښیانو په ګډون به دومره جرئت او قدرت ونلری چي زموږ په خاوره کی ګام کښېږدی
    امّا
    نه پوهېږم چي زموږ په څه پوه کسان چي د روشنفکری او روشن اندازی ادعا هم لری ولی ځانو او موږ ته مسّلم او عینی حقائق نه بیانوی او نه راته وائي چي پاکستان د دې دومره ګوستأخانه او جسورانه قِمارونو توان (چي د قمار مېز ئې زموږ په وینو سور دی) د چا د جیب په زور او کومی محرکی قوې څخه تر لاسه کړیدی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب