پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد ژبې دروندوالی (۵) نجیب منلی

د ژبې دروندوالی (۵) نجیب منلی

په جمله کې د توکیو ترتیب
—————————
آیا د ټولو کورنیو بهرنیو د پېښو د خپرېدو غوښتونکي یاست؟
دا اعلان د ورځې څو وارې پر یوه مهم تلویزیوني چاینل خپرېږي. غالباً هغه څوک چې دا خبره د ټلویزیون پر پرده کوي پښتو ژبی دی. ښایي په کور کې به هم په پښتو خبرې کوي. هلته، امکان نه لري چې داسې یوه شله ګوډه جمله د خپل کور له غړیو سره د خبرو پر مهال ووایي او که ویې ویله خامخا به ټول ورپورې خاندي.
اعلان له ثبتېدو مخکې لیکل شوی. اېډېټر به هم کتلی وي. بیا لوستل شوی دی. بیا د اعلان په مجموعي جوړښت کې ځای پر ځای شوی دی. په هره مرحله کې به داسې کسان وو چې په پښتو غږېږي او په قوي احتمال چې پښتو به یې مورنۍ ژبه هم وي.
ولې هغه ژبنۍ تېروتنه چې که په پاریس کې زما کوم شاګرد کړې وای نو  هم به ټولګیوالو پرې خندل او هم به یې نومره راټيټېده، پر یو افغاني چاینل چې په خاص ډول پښتو خپرونو ته جوړ شوی، نه په خپله د ویونکي له خوا، نه د هغه د ګڼ شمېر همکارانو له خوا او نه هم د اورېدونکو که خوا کوم خاص غبرګون نه پاروي؟
یوه خبره چې څرخنده به ترې تېر شو دا ده چې زموږ اکثر هېوادوال چې څه لیکي، تر خپرولو مخکې یې دویم ځل نه لولي چې دا ستونزه یوازې د ژبې سره نه ده تړلې، د لیکنې جوړښت هم ترې اغیزمن کېږي.
مهم ټکی بیا هم زموږ د ګرامر په تدریس کې دی. موږ د تدریس پر مهال موضوعات دومره پېچلي کوو چې زده کوونکي یې یوازې د امتحان د ورځې له پاره زوتوي او عملي اړخ ته یې ګوري هم نه.
پښتو له ګرامري اړخه یوه ډېره منطقي ژبه ده. که هغه اساسي اصلونه ولټول شي چې ژبه یې لري او کار پرې وشي نو زده کړه یې ډېره اسانه ده.
یو له هغو اساسي اصلونو څخه دا دی چې په پښتو کې مشخص کوونکی توکی تر مشخص کېدونکي توکې مخکې راځي.
له یو ساده مثاله به یې پیل کړو:
زما د پلار د تره د لور مشر زوی ناروغه دی.
دلته  «دی» د حالت څرګندوونکی توکی (فعل) دی. دحالت څرنګوالی «ناروغه» ترې دمخه راغی.
کله چې ووایو «ناروغه دی» نو د خبرې روښانتیا دا غواړي چې «څوک» یې په ګوته شي نو وایو: «زوی ناروغه دی»
ورپسې پوښتنه دا ده چې «کوم زوی؟».
– «مشر زوی ناروغه دی».
– د چا مشر زوی؟
– د لور.
– د کومې لور؟
– د تره د لور.
– د کوم تره؟
– د پلار تره.
– د کوم پلار؟
– زما د پلار.
 دا ډول ځیرنه موږ د دې جوګه کوي چې که هر څومره پېجلې جمله هم وي، په تدریج سره یې خښته په خښته راوسپړو.
اوس راځم هغه تلویزیوني اعلان ته:
له دې به تېر شو چې په عادي ژبه کې «غوښتونکي یاست» ډېر بې خونده، او تر یو حده بې مانا، جوړښت دی. «غواړئ» همدغه مفهوم په روښانه توګه افاده کوي. جمله به را وسپړو.
– د څه شي غوښتونکي یاست؟
– د خپرېدو.
– د څه شي د خپرېدو؟
– د پېښو.
– د کومو پېښو؟
– د بهرنیو د پېښو.
– د کومو بهرنیو ؟
– د کورنیو بهرنیو.
نو د اعلان د جملې مانا په دې ډول سره روښانه کېږي.
په دنیا کې، په کوم ځای کې «کورني بهرني» دي. دغو کورنیو بهرنیو ته پېښې پیدا کېږي. تاسې د دغو پېښو د خپرېدو غوښتونکي یاست.
خو ښکاره ده چې د تلویزیون د اعلان مانا دا نه ده. په حقیقت کې اعلان وایي:
په دنیا کې پېښې کېږي. دا پېښې کورنۍ هم دي او بهرنۍ هم. تاسې د دغو پېښو خپرېدل غواړئ.
نو که اوس هماغه د تلوېزیوني اعلان ناجوړه جوړښت هم وساتو، د دغه مفهوم د افادې له پاره باید ویل شوي وای:
«آیا د ټولو کورنیو او بهرنیو پېښو د خپرېدو غوښتونکي یاست؟»
په یو بې ځایه شوي «د» د جملې مانا بېخي سر چپه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب